د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښځې د شعار پر ځای عمل غواړي

پاکیزه امرخېل 09.03.2016 12:16

شعار بې له دې چې د وخت د ضیاع لامل شي بل هیڅ درد نشي دوا کولی. که یې دوا کولی شوای، نو په تېرو څوارلسو کالو کې مو د ښځو د حقونو او د ژوند د بدلون په موخه پرېمانه شعارونه ورکړل، مناسبتي او نمایشي غونډې مو جوړې کړې. کنفرانسونه او سیمینارونه جوړ شول، پروپوزلونه ولیکل شول او فنډونه واخیستل شو، خو د دې ټولو باوجود نه د افغان مېرمنې حالت ښه شو، نه یې ژوند بدلون وموند او نه د دوی پر وړاندې شته فکر او انګېرنې بدلې شوې.
افغان مېرمنې لا هم د ژوند له ډېرو نعمتونو لکه لومړنیو اسانتیاو، کار، ازادي او زده کړو څخه بې برخې دي. حتی د ښځې نوم او وجود شرم ګڼل کېږي. ښځه لا هم د کور او ګور بندیوانه بولي. له کوره د ښځې وتل بې ننګي او بې غیرتي اېسي او لا هم دا فکر په ټول قوت مطرح دی چې د ښځې ولکه او مهار باید د نارینه په لاس کې وي او له ښځې څخه د وینځې، خدمتګارې او وسیلې په توګه استفاده وشي.
افغان ښځې اساسي تحول او بدلون ته اړتیا لري. د افغان ښځې لومړنۍ غوښتنه ډېره ساده ده. دومره ساده چې د هر شتمن او بې وزله افغان په وس پوره ده. د دوی غوښتنه داده چې د دوی جنس ته دې درناوی  وشي، ښځه دې د قدر وړ وبلل شي. له هغوی سره دې د بندیوانې، خدمتګارې، وینځې او وسیلې په توګه چلند نه کېږي، ځکه ښځه هم د خدای مخلوق دی، ښځه هم انسان دی، ښځه هم غوښتنې، احساسات، زړه او عاطفه لري.
ښځې هم غواړي چې د خپل واک خاونده اوسي. ښځې هم غواړي او هم دا وړتیاوې لري چې د نورو په څېر د ژوند کولو حق او د ژوند اسانتیاوې ولري. د نورو په څېر ورته درناوی وشي او د نورو په څېر د زده کړو، کار او روزګار حقوق یې خوندي شي.
جمهور رئیس غني ته دا هیله او امید وو چې د خپلې واکمنۍ پرمهال به د ښځو په ژوند کې اساسي بدلون راولي، ځکه چې نوموړي د خپلو ټاکنیزو منډو تړو او کمپاینونو پرمهال د ښځو د اساسي حقونو یادونه او د دوی په ژوند کې د بنیادي تحول خبره تر نورو ډېره کوله چې د دې لپاره یې ځانګړې برنامې او پروګرامونه لرل او بله دا چې د نوموړي مېرمن (رولا غني) هم د ښځو د حقونو مدافع او هم لېواله ده چې په دې برخه کې اساسي کار وکړي، خو له بده مرغه چې هېواد په جنګي حالت کې قرار لري.
ډاکټر غني ته هم سل او زر جنجاله او ستونزې ور تر غاړې دي، مګر لا هم ګڼې افغان میندې په دې امید شپې سبا کوي چې ګوندې یو څوک د مرستې لاس ورکړي او یو څوک را پیدا شي چې د دوی د ژوند د اساسي بدلون په موخه افغان ښځو ته د ژوند لارې او ګودرې رڼې کړي او دوی ته د ژوند کولو اسانتیاوې برابرې کړي او له حقونو څخه یې دفاع وکړي.
جمهور رئیس غني په همدې هڅه په سختو جنګي حالاتو کې هم د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړه د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په کابینه کې څلور تنه د کابینې د غړیو په توګه انتخاب کړې، همدارنګه یې د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته هم یوه ښځه معرفي کړه، د سفیرانو په توګه یې ښځې وټاکلې، د والۍ په توګه یې تعین کړې او همدارنګه یې د افغانستان په نورو حکومتي ادارو او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د افغان ښځو ونډې ته ځانګړې پاملرنه وکړه او باور دی چې د نوموړي په لارښوونه به د افغان ښځو ونډه په بېلابېلو ادارو کې دومره زیاته شي چې د ښځو اوسنی محرومیت به ورسره ختم شي او د ښځو په ژوند کې به ورسره اساسي بدلون راشي.
مدني ټولنې، بنسټونه او د ښځو مدافعین او فعالین که واقعاً غواړي چې د ښځو په ژوند کې اساسي بدلون راولي نو له شعارونو او نمایشونو دې تېر شي، ځکه شعارونه بې له دې چې د ښځو ستونزې ډېرې کړي او د دوی پر وړاندې حساسیتونه راوپاروي بله هیڅ کومه ګټه نه لري.