د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د«ول» دکړنځي تشریح

وکیلي 09.03.2016 11:11

یوه ګړه یاکلمه چي دژبښود یاني «ګرامر» له مخي ورته وکتل سي؛ په دغه چوکاټ کي ئې حقیقي سمه ماناښکاري او د ګړي «تله» او دروندواله ئې په دغه څلوریزکي څرګنديږي .
په دغه لړ کي د «ول» ګړي یا مصدر(کړنځي) ته د ژبښود له مخه ګورو،چي دګرامر په چوکاټ کي کومي ځانګړ تیاوي لري او په کار وړل ئې چیري او څرنګه کیږي .
د «ول» کړنځی یولازمي یاني بې مفعوله، قوي یاني بې قاعدې (irregular)،معین یاني مرستندویي او عام مصدر دی .
عام په دې مانا چي دغه کړنځی پر کار او کړنه دلالت نه کوي نو دغسي یوه کړنځي ته عام یا ربطي کړنځی وایي . نو د «ول» مصدر یو عام مصدر او هغه ته یوه حقیقي یا آري رابطه وایي . د ساري په توګه : [ آسمان شین دئ .] دلته آسمان مسند الیه دئ او شین مسند دئ او« دئ» رابطه ده دآسمان اوشین ترمنځ . او یا ووایو چي : [امان الله خان پاچا وو.] امان الله خان مسندالیه او پاچا مسند او «وو» رابطه ده د امان الله خان او د پاچا ترمنځ . څرنګه چي ګورو په دواړو جملو کي حقیقي کړنه نه لیدل کیږي؛ دلته یوازي دمسندالیه او مسند تر منځ یوه اړیکه ښیي . ټوله هغه ګړي چي د «ول » له کړنځي څخه راوتلي وي په جمله کي رابطه جوړه وي . لکه : [په کور کي ډوډې سته . ــــ ته په بڼ کي وې . ــــ کتاب سپین دی او دغسي نور . ]
د «ول» کړنځی یو معین یا مرستندویي مصدر دی؛ دا په دې ماناچي ټوله دپښتو کړنځي چي اوړونیږي (ګردانیږي) په نیږدې تېرمهال او لیري تېرمهال کي د «ول» مصدرورسره راځي . لکه په «خوړل » متعدي مفعول لرونکي مصدر دنیږدې او لیري تېر مهال په ګردان کي :[ماډوډې خوړلې ده— تاډوډې خوړلې ده --ده یا دې ډوډې خوړلې ده .] دا په نیږدې تېرمهال کي .په لیري تېر مهال کي :[ماډوډې خوړلې وه – تاډوډې خوړلې وه – ده یا دې ډوډې خوړلې وه .] د«تلل» لازمي کړنځي یاني بې مفعوله مصدر دنیږدې او لیري تېر مهال سره ئې اوړون ګورو . لکه : نیږدې تېر مهال : [ زه تللی یم – ته تللی يې – دی تللی دی – دا تللې ده . ] لیري تېرمهال : [ زه تللی وم ـــ ته تللی وې ــــ د ی تلل وو ــــ دا تللې وه . ] یاني دپښتو د ټولو مصدرونو په نیږدې او لیري تېرو مهالونو کي د «ول» کړنځی ئې په « اوړون » کي مرستندوی دی . څرنګه چي مو په پورته اوړونو کي ولیدل .
د«ول» کړنځی یو بې قاعدې او قوي مصدر دی؛ داځکه چي په اوړون یاني ګردان کي د مصدر ریښه ئې نه ښکاري . لومړی اوړون ئې په اوسمهال کي ګورو : [زه یم ؛ ته یې؛ دی دئ ؛ دا ده ـــــ موږ یو؛ تاسو یاست ؛ دوی دي .] تېرمهال : [زه وم ؛ ته وې ؛ دی وو؛ دا وه ــــــ موږ وو ؛ تاسو واست ؛ دوی ول .]
راتلونکی مهال :[زه به یم ؛ ته به یې ؛ دی یادا به يي ــــــ موږ به یو؛ تاسو به یاست ؛ دوی به وي .] رحمان بابا وایي : په هجران کي دیارخیال راسره مل دئ + په زندان کي له یوسف سره اسیر یم
خوشحالان او دولتان مي غلامان دي + زه رحمان په پښتو ژبه عالم ګیر یم
«وای» ته په پاړسي کي «بودن » وایي . دغه فعل هم د «ول » له مصدر نه ریښه اخلي .
«وای » تر ډېره بريده په التزامي جملو کي او غیري حتمي جملو کي راځي . لکه :
[ارمان چي په کور کي وای . کاشکي ته راغلی وای . زه او ته که په دفتر کي وای؛دی نه سو راتلای . دی چي دلته وای؛ مااو تا به خبري کړي وای .] په اوړون کې ګورو : [ زه وای ؛ ته وای ؛ دی یا دا وای .]=
[من می بودم؛تومی بودی؛اومی بود.] خوشال باباوایي :
که زه نه وای تابه ځان لره بلل څوک + په پالنګ به داهسي در ختل څوک ــــــ رحمان باباوایي :
که په بخت کم بختان نه وای خسته دل څوک + په حضوربه له تاولي بېلېدل څوک
د«ول» مصدر دپاړسي د«استن » دمصدر سره یوشی دئ .
« سته یا شته » دپاړسي ژبي د« هست» سره یوشی دی . دا هم د «ول» له مصدرنه راووځي .
رحمان باباوایي : که څوک لاس له سوده وکاږي زیان نشته + په ملنګ باندي قلنګ اوتاوان نشته خوشال باباوایي :
هوپه داقایل یم کښلي ډېردي لورپه لور شته + خدای ګوکه دحسن سپاره تاغوندي یوسپورشته
بل «شَتهّ » چي دغه په اوږده تاریکه «هـ» ویل کیږي مانا ئې «داراي یاهستي » ده .
«شته »چي په لنډه روښانه «هـ» ویل کیږي مانا ئې«هست » وجود او موجودیت دئ .
لکه چي وایو : [ الله جله جلاله] سته . په پاړسي کي وایي : [خدوند«ج»] هست .
دیوشي دموجودیت پوښتنه چي کیږي ؛وایي :[ دلته کارسته؟] که چیري چا پوښتل یاني د ذي روح پوښتنه ئې کول؛ نو داسي کیږي : [احمد په کوردی ؟] داسي پوښتنه نه کیږي،چي [احمد په کور کي سته؟ دغسي خبري په لهجو کي وي سمه ئې : احمد سته؟] دساري په توګه : [ که دی وي او دا هم وي نو دواړه وي یاني دواړه سته .] وغیر ذي روح ته دغه پوښتنه راتلای سي . لکه : [ انګور په باغ کي سته؟ ] یا [ په هوټل کي ډوډۍ سته؟] څرنګه چي پورته موولېدل د« ول » دکړنځي څخه راوتلي ټوټې چي اصلي ریښې ئې له « ول » څخه راځي په ویلو او اورېدلو کي نه ښکاري . د «ول » مصدر د ټولو کړنځیو په اوړون کي لکه څنګه چي پورته ولیدل سوه راځي . او دغسي دصیغو ترتیب اوجوړول ئې لکه دنورو مصدرونو په شان نه دي . دغه حالت د «ول » دکړنځي ځانګړ توب ښیي .
اخځونه :
۱: دستورزبان فارسی (پنج استاد) (استادان دانشگاه)
۲: پښتوگرامر «جزءاول» پوهاند صدیق الله (رښتین)