د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یوې مېرمنې د ژوند کیسه

توریالی ملیار 09.03.2016 11:11

(دغه کیسه د یوې مېرمنې د ورځني ژوند واقعي نکل دی چې تاسې ته یې وړاندې کوم):

یوه لوستې افغانه مېرمن چې په یوه لري کلي واله سیمه کې واده شوې د خپل ژوند د لوړو ژورو په اړه وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خپلې مور او پلار له خوا هغه وخت د ۴۵ لکو افغانیو په بدل کې واده کړای شوم چې ۱۱ کلنه وم، دا زیاتوي پلار مې یو دولتي مامور وچې د ټوپکیانو د جنګونو پروخت بیکاره شو او د روزۍ په بدل کې یې خرڅه کړم.

دا زیاتوي چې شپږ چر ګې لرم خو هګۍ یې ایله د میلمنو بسنه کوي او کله نا کله یې پټې خپلو اولادونو ته په اوبو کې اېشوم، نوموړې وايي چې د سږ کال په اوږدو کې یې څلور منه (۲۸ کیلو ګرامه) ژېړ غوړي د خپلې غوا له شیدو تر لاسه کړي، چې پدې کار سره یې خواښې ګانې یو څه خوښې دي دا وايي ایله مې هغه وخت خواښې ګانو شاباسی راکړ چې د کال غوړي څلورو منو ته ورسېدل.

نوموړې د خپل ورځني کار د مهالویش په اړه وايي چې سهار کله له ملا اذان او کله هم تر هغه مخکې له خوبه پاڅېږم اوړه خیشتوم، خپلو خواښې ګانو ته د اوداسه اوبه برابروم بیا خپله اودس لمونځ کوم، بیا له څا، اوبه راوړم اور بلوم ډوډۍ او ورپسې دیګی پخوم، بیا شیدې ګرموم، بیا مستې ځګ یا غړکې ته اوچوم او موښم یې او کله چې د چایو وخت شي نو کورنۍ ته چای برابروم، بیا غوا لوشم او چرګو ته دانه اچوم- دا وايي پينځه اولادونه لرم چې د کشرانو اولادونو ډوډۍ مې د خپلې مشرې شپږ کلنې لور په غاړه ده، دا زیاتوي کله چې کورنۍ ته د چایو له ورکولو فارغه شم نو بیا خپله غوا پالم په ژمي کې له کادانې وچ واښه او وچه رشقه ورکوم خو د اوړي پر وخت له خپلې خواښې سره یو ځای فصل ته وزم غوا پیایم او له پولو پټيو تازه واښه ورته ریبم او له خواښې سره یوځای یې راوړم، دا زیاتوي تر هغه وروسته چې څاروي ماړه کړم نو کوټې او انګړ جارو کوم او یو ځل بیا غوا لوشم- کله چې دغه کارونه ترسره کړم نو ایله خپلو اولادونو ته ور وګورم او له نظره یې تېر کړم خو دا وايي ډېره مرسته ځکه نشم ورسره کولی چې له ورځنیو کارونو نه خلاصېږم دا زیاتوي ایله خپل واړه ماشوم ته کله نا کله او تر ډېرې ژړا وروسته شیدې ورکړم، دغه ميرمن زیاتوي ډېری وخت زما د ګنا د سزا راکولو لپاره همدغه وخت مناسب وي، ځکه زه ایله په ناسته ولیدل شم او پدغه وخت کې نو په یوه وړه تېروتنه او وړه خبره ترټل کېږم او یا وهل کېږم دا وايي ځکه خو دورځې تر ټولو زیاته په همدغه وخت کې ډېره نا ارامه او ستړې وم، دا وايي ما ځینې یادښتونه هم لیکلي او دغو یادښتونو ته مې هغه وخت پام شو چې پلار به مې هم کله ناکله لیکل، هغه به د جګړو پر مهال د جګړو او نا خوالو ځينې پېښې لیکلې دا زیاتوي چې زه هم مجبوره شوم خپلې نا خوالې ولیکم، دا وايي په کور کې چې یو نیم کتاب یا مجله پیدا کړم نو له کورنۍ یې پټ ساتم ځکه دوی مې نه پرېږدي چې ویې لولم.

نوموړې مېرمن وايي چې تر پينځمه یې ښوونځي لوستی او دا چې له مطالعې، کتابونو او لیک لوست سره یې مینه ده نو بېسیواده نه ده پاتې شوې.

دا زیاتوي، مېړه مې په چرسو روږدی دی او له همدې امله مو کاله ته د ده ډېر ملګري راځي چای څکي ډوډۍ خوري او خپله نشه کوي دا وايي هغه وخت د خوب له نعمته هم برخمنه نه وم چې د دغو میلمنو شپه زموږ په کور وي ځکه دوی ټلویزیون او فلمونو ته کښيني او زه باید د شپې په اوږدو کې ويښه ورته پاتې او میلمنونه ته چای تیار کړم، دا وايي ایله تر دوو دریو بجو وروسته میلمانه ویده کېږي او ترهغه وروسته بیا ماته د خوب وخت نه وي پاتې کله مې سترګه لږ پټه شي او کله هم له همغه وخته د کور په کارونو پیل وکړم.

نوموړې میرمن وايي د غرمې تر ډوډۍ مخکې یو ځل بیا له څا څخه تازه اوبه راوباسم، ډوډۍ او پوخ کړی دیګ تیاروم، که میلمانه نه وي نو زه هم پکې برخه لرم خو که میلمانه وي نو بیا یې زه نشم خوړلی ځکه ما ته څه نه پاتې کېږي، دا وايي تر غرمې وروسته بیا د ډوډۍ په اړه د کورنۍ خبرې او کنايې اورم او کله ناکله ښکنځل زغمم چې کله کله له یوې څپړې او ځينې وخت خو له سوټي سره هم یو ځای وي، دا وايي بیا لوښي مينځم، بیا خپلو خواښې ګانو ته چې تر اوسه له لاسو او پښو نه دي لوېدلې د اوداسه اوبه برابروم خپل اودس او لمونځ کوم او بیا په اوړي کې له باغه میوه راوړم کله توت ټولوم، کله زردالو د کيښتو لپاره راوړم او کله هم کوم بل کار ترسره کوم او بیا چې له هغه کاره خلاصه شم نو د ماښام ډوډۍ لپاره اوړه خیشتوم ځکه چې زما خواښې ګانې او مېړه مې سړه ډوډۍ نه خوښوي او ضرور باید سهار او ماښام ګرمه ډوډۍ پخه کړم کله چې اوړه خیشته کړم نو بیا خپلې کورنۍ او میلمنو ته چای دموم، وروسته بیا د بیګا ډوډۍ پخولو لپاره اور بلوم له خواښې مې د دیګ پخولو لپاره غوړي غواړم او چې کله غوړي راکړي نو دیګ او د بیګا ډوډۍ پخوم، تر هغه وروسته خپلو خواښېګانو ته د اوداسه اوبه تیاروم، بیا غوا لوشم واښه او اوبه ورکوم، چرګو ته مې دانه اچوم او بیا خپل د مازیګراودس او لمونځ کوم چې کله نا کله له ډېرې بيړې او ډېره کاره راڅخه قضا کېږي، بیا د بیګا ډوډۍ او لوښو مینځلو لپاره له څا څخه څو ستله اوبه راوړم او د ماښام تر لمانځه وروسته بیا کورنۍ ته ډوډۍ تیاروم، تر ډوډۍ وروسته لوښي مینځم، چای دموم او دوې اونۍ وروسته کله چې د جامو مینځلو وارو وي نو له خواښې مې اجازه اخلم یوه چکۍ سابون ترې غواړم او د کورنۍ جامې مینځم.

دا وايي د چرګو د ساتلو له امله د خپل مېړه له خوا ډېره تر خبرو لاندې وم او کله نا کله خو وهل هم خورم چې ولې چرګان د میلمستون تر مخ ګرځي او هغه ځای چټلوي دا وايي ما چرګې پدې نیت اخیستې وې چې هګۍ یې و پلورم خو د چرګو د هیګیو پلورلو ته نه پرېښودل کېږم ځکه هغه باید د میلمنو خواړه شي.

دا زیاتوي کله چې د ماخوستن له لمانځه خلاصه شم نو د خپلو لاسونو او پښو چاودې غوړوم هغه هم له خواښې ګانو پټې ځکه که دوی خبرې شي چې زه هره شپه خپل لاسونه او پښې غوړوم نو دوی ته دابیځایه لګښت ښکاري او دغه کار باید زه ونه کړم، نوموړې زیاتوي که ډېره سخته ناروغه نشم نو ډاکټر ته نه بیول کېږم ځکه مېړه مې نه غواړي چې ډاکټر ته ولاړه شم او نه مې هم خواښې ګاني پرېږدي، دا وايي ډیر وخت د سختو ناروغیو دردونه زغمم او په پټه خوله پرې صبر کوم.

دا وايي مېړه مې وسله وال طالب دی او کورته چې میلمانه هم ورسره راځي نو دی وايي چې طالبان دي ځکه خو مې خواښې ګانې پر ما ډېر ټینګار کوي چې د دوی ښه خدمت وکړم وايي دوی د خدای دلارې لاروي دي او دین ګټي- دوی په ريښتیا هم وسلې لري خو چې کله زموږ کورته راشي نو ټوله شپه چرس څکوي او فلمونه ګوري، دا وايي زه ډېرې دوعاګانې کوم چې میړه مې له کومې سختې جګړې او یا چاپې سره مخ نه شي ځکه که خدای مه کړه ميړه مې له لاسه ورکړم نو ژوند به مې تر دې بتره او لا به بې اسرې شم.

دغه مېرمن زیاتوي، کله نا کله چې ډېره وځورېږم نو غواړم خپل پلار ته ښه د زړه له خلاصه ښېرا وکړم چې ولې یې په داسې ځای او دومره واړه عمر کې واده کړم چې نه مو رګ سره شریک و نه بوی خو بیا وویرېږم او د خپل پلار احتیاجونه هم راپه زړه شي چې د ټوپکیانو له لاسه یې هر څه له لاسه ورکړل کور یې چور شو، شته یې له لاسه ووتل او په پای کې د لیونتوب تر درجې ورسید.

نوموړې وايي چې په ما خو تېره شوه اوس مې د اولادونو غم په سر اخیستې یم ځکه دا وايي زموږ په کور کې د ماشوم ټول حقوق تر پښو لاندې دي، زما کورنۍ نه غواړې زما لوڼې ښونځي ته پرېږدي او سر له اوسه یې ودولوخبرې کوي او کله نا کله یې د ولور پیسې هم په غیاب کې شمېرې.