د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله غواړو اوجګړې ته ملاتړلي ولاړ یوو

بشیر یوسفزی 08.03.2016 10:27

په پلازمېنه کابل کې د افغانستان نظامي اکاډمي د اتمې دورې د ۵۴۹ ځوانو افسرانو د فراعت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال د افغانستان جمهور رئیس وویل، سوله مو اساسي غوښتنه ده، هغوی چې سوله غواړي د ورورۍ او مینې غېږې مو ورته پرانیستې دي، خو هغوی چې جنګ غواړي او شر جوړوي ، په ټول قوت د هغوی د نابودولو په موخه جګړې ته تیار یوو.
د ولسمشر په دې خبره کې د افغانستان د وسله والو مخالفینو لپاره دوه پیغامونه او دوه انتخابونه نغښتي دي. لومړی پیغام او لومړی انتخاب د سولې دی. یانې ولسمشر طالبان او د حکومن نور وسله وال مخالفین سولې ته هڅوي او هغوی ته بلنه ورکوي چې د سولې لاره اختیار کړي، ځکه سوله هم د مخالفینو په خیر ده، هم د حکومت او هم د افغانستان په خیر ده. په سوله کې د ټولو خیر، سوکالي او نېکمرغي نغښتې ده.
د جمهور رئیس غني دویم پیغام او دویمه انتخاب د حکومت وسله والو مخالفانو ته دادی چې که سوله نه غواړئ، سوله نه کوئ او سوله مو په اختیار کې نه وي، نو بیا جګړې ته راوړاندې شئ، ځکه افغان زمریان، افغان اتلان او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري ستاسو د نابودۍ جګړې ته ملاتړلي ولاړ  دي.  دوی د دې هېواد او خپلو خلکو د دفاع او ساتنې لپاره ملاتړلې او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ګټو، ملي ارزښتونو او زموږ د وطنوالو پر خلاف عمل وکړي.
د ولسمشر غني د پورتنیو څرګندونو ارزښت په دې کې دی چې واقعاً د سولې لپاره ملي او سیاسي اراده لري او دغه اراده د دوی له هڅو، څرګندونو او ویناو څخه له ورایه څرګندېږي، ځکه دوی د سولې لپاره هیڅ ډول قید او شرط نه وړاندې کوي. حتی ولسمشر څو ځله په خپلو ویناو کې تکرار کړې ده چې له بېلابېلو وسله والو مخالفو ډلو سره به په بېلابېلو طریقو د سولې خبرې او مذاکرات وکړي چې دا په حقیقت کې سولې ته د حکو�85ت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس زیات تمایل او په دې برخه کې نهایت نرمښت ښیي.
د جمهور رئیس غني د پورتنیو څرګندونو بله ښېګڼه او مثبت اړخ دادی چې د وسله والو مخالفینو لپاره یوازې د حتمي او تحمیلي سولې خبره نه کوي او نه هم د سولې غوښتنه پر هغوی تحمیلوي، بلکي نوموړی د افغانستان وسله والو مخالفانو ته د سولې او جګړې دوه انتخابه مخته ږدي، دا نو اوس په هغوی پورې اړه لري چې سوله انتخابوي او که جګړه؟
د ښاغلي غني دغو دوو انتخابونو (سوله او جګړه) د افغانستان وسله وال مخالفان په یو لوی ازمېښت کې اچولي.که  ښاغلي غني دغه دوه انتخابه نه وای وړاندې کړي او طالبانو سوله نه وای کړې، نو ولس به ویل چې حکومت په زور او تحمیلي شکل هغوی سولې ته رابولي او دا ناشونې ده، مګر اوس نه طالب او وسله وال مخالفان او نه هم ولس پر حکومت دغه وړ نیوکه کولی شي.
د سولې او جګړې د دوو انتخابونو بل ارزښت په دې کې دی چې دا د حکومت ځیرکتیا او قوت ښیي. یانې حکومت په ډاګه وایي چې سوله د ولسونو په خیر ده او عظیم الشان قران هم خلکو ته د سولې سپارښتنه کوي او سوله د ټولو په خیر بولي، خو که وسله وال مخالفین ووایي چې زه سوله نه کوم یا سوله نه غواړم، نو حکومت لا وار دمخه ورته اعلان کړی او وایي هغ= 9�ی چې سوله نه کوي او د جنګ پلویان دي ، نو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې وڅپي او د افغانستان له پاکې خاورې به یې نابود کړي.