د جغندرو څخه د بوری جوړیدلو پروسه
06.03.2016 13:06#بغلان د بوری فابریکی بیا فعالیدل.
د بغلان د بوری د فابریکی دبیا فعالیدو د خوشحالی په اړوند غواړم تاسو سره دبوری د جوړیدو پروسه یا Flow chart شریک کړم هیله مند یم چی خوښ به مو شی .
لومړی : د حاصل راټولول:
کله چی جغندر د کروندی څخه راټول شی نو د قند فابریکی ته انتقال کیږی. فاریکی ته د رارسیدو پر محال د جغندرو د کوالټی په اړوند کتنه کیږی او کوالټی ته په کتو کروندګر ته دهغه قیمت ورکول کیږی.
دوهم: مینځل : څرنګه چی جغندر د ځمکی څخه لاندی وده کوی نو زیات ککړ وی نو باید چی ومینځل شی تر څو ورڅخه خاوری او impurities لری شی.
دریم : په وړو وړو ټوټو پری کول:Cutting : په دی پړاو کی جغندر په وړو وړو ټوټو لکه د چپس (French fries) په شان پری کیږی او په ګرمو اوبو کی ورته جوش ورکول کیږی (۷۰ سانتی ګراد) چی د د د ډیفوژن د پروسی په نتیجه کی ورڅخه شکری جوس استحصال کیږی او د Pulpڅخه یی د دحیواناتو د خوراکی یا Animal Feed په حیث کار اخیستل کیږی. په یاده پروسه کی لاسته راغلی جوس په سلو کی ۱۵ فیصده شکره لری.
څلورمه مرحله: د جوس پاکول یا Clarification : لاسته راغلی جوس د چونی یا lime له ۱-۲ فیصده سره معامله کیږی پدی پروسه کی د چونی سره د جوس معامله کولو په نتیجه کی په جوس کی ځوړنده جامده مواد Suspended solid لکه خاوره ، wax او فایبر او نور رسوب کوی او ورڅخه لری کیږی.
پنځم: د جوس غلیط کول: په پورته مرحله کی لاسته راغلی جوس نری چی باید غیظ شی او جوس د تبخیر د عملیی په نتیجه کی غلیظ کیږی د غه د غلیظ کولو عملیه په Evaporatorکی تر سره کیږیی چی د شکری اندازه یی له ۱۵ فیصد څخه ۷۰ فیصد ته لوړیږی.
شپږم: Crystallization :
لدی وروسته لاسته راغلی جوس Thick juice بیا boiling station ته ځی چی هلته ورته نور هم حرارت ورکول کیږی دحرارت ورکول په نتییجه کی د هغه څخه فوق العاده مشبوع محلول super saturated را منځ ته کیږی او د کرسټل د رامنځ ته کیدو سبب ګرځی . چی د د سنټریفوګیشن د عملیی په نتیجه کی د بوری کرستلونه د مورنی محلول څخه جدا کیږی.
اووم: دقند کرسټل بیا د ګرمی هوا سره معامله کیږی تر څو اضافی رطوبت ختم او وچ شی او بیا دهغه Final packaging کیږی او په silo کی ذخیره کیږی او دهغه وروسته مارکیت ته وړاندی کیږی.