افغان موډل منيب ابراهيمي
05.03.2016 13:30د افغانستان د ملي او رښتيني کلتور افغان موډل (محمد منيب ابراهيمي) هغه شخص دی چې جامې، واسکټ، ګوتمه، خولۍ او ګڼ نور اسباب يې د افغانستان له تور، سور او زرغون بېرغ څخه جوړ کړي.
ابراهيمي له نن څخه نږدې دېرش کاله وړاندې په پلازمېنه کابل کې زېږېدلی، هغه اصلاً د لغمان د قرغه ئي ولسوالۍ وسېدونکی دی چې د اقتصاد او بازارموندنې په څانګه کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړي خو اوس په شخصي کاروبار بوخت دی.
ابراهيمي نه وزير دی او نه کوم غټ چارواکی خو د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې يې خلک له څېرې او د جامو له سټايل سره بلد دي.
هغه وايي د افغانستان د ټولو قومونو د ملي يووالي په خاطر افغاني کلتور ته کار کوي چې د ګڼو مينوالو لخوا تشويق او هڅول شوی.
منيب ابراهيمي زياتوي چې د موډلېنګ له لارې هڅه کوي چې نړيوالو ته د افغانستان اصيل کلتور او فرهنګ وروپېژني.
هغه د دې ترڅنګ چې يو ښه موډل دی همدارنګه ښې هنرمندې ګوتې هم لري، نوموړی هر څه چې جوړوي په ټولو کې د افغانستان ملي بېرغ جوړوي.
ابراهيمي د دې ټولو سربېره يو داسې نوښت کړی چې د لرګيو جامې يې جوړې کړي او له تېږو يې د ذکر تسبيح جوړې کړي چې په افغان ملي بېرغ يې رنګ کړی.
د منيب ابراهيمي يوه هيله داده چې افغان حکومت دې ورته د موډلينګ په نړيوالو نمايشي پروګرامونو کې د ګډون زمېنه مساعده کړي ترڅو د نړيوالو تلويزيونو پرښيښه تولې نړۍ ته د افغاني کلتور بېلګه وښايي.