د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر غني د افغانستان جمهوریت موسس داؤد خان د مقبرې جوړولو لپاره له خپل جیبه د ۲۰ زره ډالرو ژمنه کړې ده!

افغان تحرک 02.03.2016 12:11

قبای زنده ګانی چاک تا کی
چو موران زیستن در خاک تا کی
به پرواز ا و شاهینی بیاموز
تلاش دانه در خاشاک تاکی

د شهید مرحوم سردار محمد داؤد د افغانستان لومړنى ولسمشر په دا شعر کی تقریبا یو داسی معنی هم ځای په ځای شوی دی:

ترکله پوري د "ژوندون کمیس مو" همداسی څیره وی
ترکله پوري د "ژوندون حالت مو" داسی توره تیاره وی
راځو چه شاهین غوندی الوتنه زده کړ
ترکله پوري "خاشی ماتول"، په "خاشه کی خپل احتیاجات رفع کول او یا هم یوازی په "خسبونتوب" قناعت کول، او یا داچه ترکله پوري په بېوزلي، بیچارګی او ګدایی کی ژوند وکړو؟

ښاغلی محمد داؤد چې پخپله پوځي سړى و نو د ځوانۍ له پيره يې د افغانستان په ختيځ او سويل کې د نايب الحکومة په توگه دندې تر سره کړې وې، دصدر اعظمی دوره هم تر سره کړې و، هغه په ١٣٥٢ لمريز کال کې د خپل تره پر زوى محمد ظاهر شاه د پوځي کودتا وروسته په ګران افغانستان کی جمهوري نظام تاسیس کړ او له دی کبله په افغانستان کی "د جمهوریت موسس" لقب هم ورته ښایی!

د افغانستان لومړنى ولسمشر محمد داؤد خان د ١٣٥٧ کال د ثور په کودتا کې وژل شوى و.

دېرش کاله وروسته يې هډونه د کورنۍ له شپاړلو نورو غړو سره يو ځاى کابل ته څېرمه په څرخي پله کې وموندل شول. تر اوږدو څېړنو او تشخيص وروسته د داود خان او ورو يې نعيم خان هډونه د ١٣٨٧ کال د کب په اووه ويشتمه، د دارالامان پر يوه غونډۍ، چې اوس د"شهيد سردار داود خان" نوم ورکړ شوى، خاورو ته وسپارل شول. د کورنۍ د نورو غړو هډونه يې تر دې يوه ورځ وړاندې همدغلته خاورو ته سپارل شوي وو.

نن صبا دا مونږ افغانان لپاره دیر د نیکمرغی ځای دی چه زمونږ اوسنی ولسمشرښاغلی داکتر اشرف غنی، د هېواد د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان د قبر جوړولو امر کړی دی!

او دا چه محترم داکتر اشرف غنی د داود خان د مقبرې جوړولو لپاره له خپل جیبه د ۲۰ زره ډالرو ژمنه هم کړې ده، دا د زمونږ اوسنی ولسمشر ښاغلی داکتر اشرف غنی "نیک سمبولیت عمل" او د ګران هیواد معظمو بچیانو په ارتباط قدردانی ښکاری، چه مونږ افغانانو لپاره د خوشحالی ځای دی!



د صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت او رفاه په هیله