د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوګر او وردکو په غرونوکې له چورلکو څخه هره شپه څوک خلک ښکته کوي ؟

محمد انور ولید 01.03.2016 11:20

 له تېر یوکال را په ايسته لوګر او وردکوته نا پېژانده خلک راغلي او د سیمې طالبان ور سره همکاري لري ، ځکه چې کېدای شي د هغوی په تضمین دې سیمې ته را غلي وي . که نه نو د پردۍ سیمې څوک څنګه بلې سیمې ته ورتلی شي ، هغه هم داسې چې هلته دې مرکزونه په کې جوړکړي .
د سیمې طالبانو د سیمې خلکو ته ویلي چې موږ دکوټې له شورا سره اړیکې لرو . ولې کوم خلک چې دغه طالبان رهبري کوي هغوی بهرني اتباع دي . دغو طالبانو د سیمې د هغو اصلي اوسېدونکو نوملړ هم برابرکړی چې په کابل او یا نورو ښارونوکې اوسېږي او له دولتي او نادولتي نهادونو سره کارکوي . هغوی یې ګواښلي هم دي .
په دغه ډول طالبانوکې خورا کوچینیان هلکان هم لیدل کېږي . دوی خپل دولتي پټ تشکیلات هم لري . ځکه ؤلسوالان ، قوماندانان او والیان یې هم شته . خوترسیمه ییزو قوماندانانو او ؤلسوالانو ورآخوا لوړپوړي چارواکي یې په دوی کې پټ دي او چاته یې شپه ورځ نوم ، هویت او ځای ځایګی نه ښیي . ولې په عام اوعادي ډول په کلیوکې ګرځي را ګرځي .
محلي حکومتونه ښه پرې خبر دي ، خو حکومت دطالبانو ـ او طالبان د حکومت خواته نه ورځي . عملیات یې هم یو پر بل باندې نه دي کړي . ځکه د طالب په سیمه کې طالبان حکومت کوي ، زکاتونه ، عشرونه او مالیې ټولوي ، او د حکومت تراغېزلاندې سیموکې حکومت خپله حکومتداري کوي . په دغو سیموکې دوه ډوله حکومتداري وجود لري ؛ چې یوه یې د طالبانو ، او بله یې هم ددولت حکومتداري ده . خو طالبانو عام ؤلس یرغمل له ځان سره ساتلی او دولت هېڅ واک ور باندې نه لري .
په لوګر او وردکوکې دا سیمې له محمد آغې را نیولې بیا آن ترکوټه شارو او سنګلاخ پورې له طالبانو ډکې دي . داچې ددوی مالي او پوځي اکمالات څه ډول تر سره کېږي ، له موږ څخه به حکومت ښه ور باندې خبر وي . ځکه حکومت په ټول افغانستان کې خپلې څارګرې اوکشفي فعالې ادارې لري .
په دې درېیو وروستیو اوونیوکې خو په یادو سیموکې خلکو په خپلو سترګو لیدلي چې له محمد آغې څخه د میدان تر دُرانیو سیمې پورې د شپې له پیل څخه بیا آن تر سهار پورې پرله پسې په چورلکوکې د غرونو په سرونو نا پېژانه خلک په منظمه توګه ښکته کېږي او بیا په همغو سیموکې په خپلو بټن ځایونو کې ځای برځای کېږي . کټ مټ لکه په کندز ، فراه او ارزګان کې به چې ښکته کېدل . خو پوښتنه داده چې ددوی اِعاشه او اِباته څه ډول ، د چا لخوا او دکوموامکاناتوله مخې تر سره کېږي ؟ هلته نږدې د کومو بهرنیانوپوځي قرارګاه وې شتون لري ؟
اوس به راشو دېته چې که په چورلکوکې راوړل شوي دغه ډول خلک طالبان وي ـ نوطالبان خوهم په څو ډلو باندې سره وېشل شوي ، چې لومړۍ دوې ډلې یې خارجي او داخلي ډلې تشکیلوي . خارجې ډلې یې بیا په پاکستانیو ، چیچینیانو ، ازبکستانیو ، تاجکستانیو ، ایغوریانو ، اروپایانو ، افریقایانو او عرب تباروالقاعده باندې سره وېشل شوي . او داخلي ډلې یې بیا په ملا اختر محمد منصور ، ملا رسول ، د قطر غیر پوځي سیاسي ډلګۍ ، ملا حسن رحماني ، حقاني ، او حکمتیار ډلو باندې سره وېشل شوې دي ، چې د هغو له جملې څخه حکمتیار ډلې له افغان حکومت سره د خبرو اترو دروازه لومړی د زنانه ـ او ور پسې د مردانه دیپلوماسۍ له لارې پرانیستې پرې اېښې . د پاکستان په لاس د ملا اخترمحمد منصور دېکتې شوې ډلې بیا د اسلام آباد له آدرسه د افغان حکومت په وړاندې د خبرو رسمي دروازه د چین او امریکې په حضورکې پرانیستې ده . خو د داعش او طالبانو د خلافت اوامارت تر مینځ مسْله ، او همدا رنګه د حزب تحریر مسْله لا څرګنده نه ده چې داعش او حزب تحریر په سیاسي ، اقتصادي او نظامي لحاظ د چا له خوا تمویل ، تجهیز ، دېکتې او رهبري کېږي ؟
څه موده وړاندې داسې ګنګوسې وې چې ګواکي داعش د امریکایانو له خوا تمویلېږي . ولې اوباما بیا خپله اعلان وکړچې داعش ډله به وځپي . خو آخر ددوی حامي او ملاتړی څوک دئ چې له موصله تر ننګرهار پورې یې د خلکو سرونه پرې کړل ، پر بمونو یې والوزول ، یرغمل یې له ځانه سره وېوړل ، پر ښځو باندې یې جنسي تېري وکړل اود یوې ورځې نوزاد  ماشومان یې د پلرونو په غېږ کې سره و شکول .
که راوړل شوي کسان طالبان وي ، نوطالبان خوچورلکې نه لرې اونه هم په دومره پراخه پیمانه د جنګې اکمالاتوماشین د پردي ټوک له دسترخوان څخه چلولی شي . ځکه جنګي ماشینونو په اقتصادي لحاظ د دولتونو او امپراتوریو ملاوې ور ماتې کړې دي ، نو ددوی دا ماشینونه خو پېریان هم نه چلوي . اوکه هغوی پاکستان دلته د افغانستان زړه ته راوړي وي ، نو له ډېورنډ کرښې څخه دکابل تر سترا تیژیکي جنګي کمربند پورې څه ډول هره شپه په ډله ییز شکل دا دومره چورلکې د افغان امنیتي لیکو څخه د افغانستان زړه ته را تېرېدای شي ؟ خوکه له پاکستان سره په توافق او همغږۍ په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو دا کار پیل کړی وي ، نو بیا د سولې د څلور اړخیزو ناستو معنا څه کېدای شي ؟ ځکه دا خو بیا د هغه ټګمارو پاډوګرانو لوبه ده چې هم د افغان سولې دم کوي او هم افغانانو ته ترهګریز ټکونه  ورکوي .
د جګړې سناریوخو دا مهال پر بله خوا روانه ده . ځکه چې هلته په بدخشان کې له تېرو څوکالو را هیسې د ملکې خدماتو په نامه بهرني مرستندویه دفترونه وکوچېدل ، بدخشان د جنګ جګړو ا و نا امنیو مرکز شو . په خپل سرکندنې تر دومره کچې په کې ډېرې شوې چې آن د نوازشریف او پروېز مشرف خپلوالو هم د پنجشېر له لارې د بدخشان ځمکنۍ زېرمې پاکستان ته انتقالولې . په چور لکوکې خو آن د حامد کرزي په زمانه کې بهرنیانوکندز او د شمال ځینو نورو سیمو ته مخالف وسله وال ور وړل . خو اوس واخان مېشتي افغانان د واخان له غرونو څخه دښتو او ډاګونو ته را ښکته کړی شوي اود امریکایانو له خوا وعدې ور سره شوې چې تاسوکوکناروکرۍ ، پیسې یې موږ درکوو . د پامير غرونه او سردرې یې له یوې مخې ځانته خالي کړې . چې له یوې خوا یې د ځمکنیو زېرمو برمې په کې ښخې کړې ـ او له بل پلوه هلته د لیرې ویشتونکو توغندیو قرارګاه وې جوړېږي .
ولې دلته دکابل په کمربند کې د نا پېزاندو وسله والو ښکته کول او ځای پر ځای کول پرته له دې بله څه معنا لرلی شي چې د امریکې د استخباراتو یوه پخواني مشر ویلي : افغانستان به په ( ۲۰۱۶ ) زیږدیز کال کې له سیاسي سقوط سره مخ شي .
هو! اصلي خبره همدا ده ، ځکه چې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو پر همغه پخواني سترا تېزيکي جنګي کمربند باندې همدغه نا پېژاندي وسله وال چې کېدای شي داعشیان یا طالبان ، او یا هم دواړه به وي ـ دکابل د محاصري له پاره ځای پرځای شول .  ځکه د شا له خوا کمکي بل کمربند یې په غزني کې مخالف وسله وال دي . چې کله د وردکو کمربند پر مخ ځي ، ځای به یې د غزني ګورپونه نیسي . همداسې د  چهار آسیاب ، کوه صافي ، خورد کابل ، سروبي او اوزبین سیمې هم درواخله .
ؤلسمشر اشرف غني ته یې هم د حکومت په داخل کې داسې سرخوږی ور اچولی چې پرته له ملي تدارکاتو او نورو اقتصادي مسلکي مسایْلو څخه بل هېڅ خواته سر نه شي ترې پورته کولی . اوس یې د پړسېدلي اداري تشکیل له کبله په کار پوهو ، متخصصو او مجربو مأمورینو ته د اخراج لاره جوړه کړې ، مؤظف کسان د څلورو پیځو سوو عریضو او پېشنهادونو په مینځ هرځلې خپل خپل کسان په حکومتي پُستونوکې ځای پرځای کوي ، بې واسطې په کار پوه خلک له حکومتي تشکیل څخه باسي . خو خبر نه دي چې سبا ته به همدا کسان بیا څوک مات او قابو نه شي کړی . هغه مهال به بهرنیان هم د خپلو ګټو له پاره د داسې حکومت له ملاتړه لاس په سر شي . خپل ؤلس او ټوله نړۍ به یې دښمنه وي . چې بیا په هغه وخت کې افغان چارواکي نه پر دښمنانو باندې حکومت کولی شي او نه به هم د دښمنانوباور او مرستې تر لاسه کولی شي .  د سیاست او جګړو تاکتیک خو هسې هم په افغانستان کې د مار او موش خرما په لوبه اوښتی . دا چې مار به څه وخت د موش خرما سر وخوري ، او یا به موش خرما څه وخت د مار سر تر ژامو لاندې کړي ، نو دا بیا وخت ، حوصلې او ؤزګارتیا ته ا ړتیا لري . خو دا مهال له افغان دولت او ټولو افغانانو سره دومره وخت او ځواک نه شته چې ددې لوبې ننداره او مدیریت تر پایه پورې وکړي .
افغان دولت ته په کار ده چې ژر تر زره ددې لوبې اساسي اړخونه معلوم او په یوه خوله یې مخنیوی وکړي . اې افغانانو ! مه پرېږدۍ چې په خپل هېواد کې مو سیاسي ثبات له مینځه ولاړشي او مشروع سیاست مو له سیاسي رکود او سقوط سره مخ شي . د یو موټی خپلواک ، هوسا او بسیا افغانستان په هیله . تل دې وي خپلواک افغانستان . ژوندي دې وي پاک زړي او پاک ضمیره د خپلې خاورې ساتونکي افغانان . مړه دې وې د افغانستان کورني او بهرني ، پټ او ښکاره دښمنان .