د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ترهګرو پر وړاندې د سیاسي احزابو چوپتیا

روښان ښاد 01.03.2016 12:19

د افغانستان په عدلیه وزارت کې سلګونه سیاسي ګوندونه په رسمي توګه ثبت شوي دي. په پلازمېنه کابل کې هم په هره سیمه او کوڅه کې د ګڼو سیاسي ګوندونو لوحې ترسترګوکېږي، خو داسې ښکاري لکه دغه ګوندونه چې یوازې د عدلیې وزارت، د پلازمېنې کابل تر کوڅو او بهرنیو سفارتونو پورې محدود وي،ځکه په عامو خلکو او د هېواد په نورو سیمو کې نه د سیاسي ګوندونو د فعالیت کوم څرک تر سترګو کېږي او نه یې هم د جلب او جذب د هڅو او هلو ځلو یادونه کېږي.
که سیاسي ګوندونو عملاً وجود لرلی او واقعاً یې د افغانستان د پرمختګ او د افغانانو د هوساینې، سوکالۍ او نېکمرغۍ ارمانونه، پلانونه او لومړیتوبونه لرلی، نو د افغانستان د دښمنانو د ترهګریزو بریدونو پرمهال به یې حتماً خپل د اعتراض غږونه پورته کړي وای. خپل پلویان به یې لارو او کوڅو ته رااېستلي وای او د ترهګرو ترهګریز بریدونه به یې په سختو ټکو غندلي وای، خو درېغه چې سیاسي فعالان او سیاسي احزاب ټول غلي دي.
د سیاسي فعالانو او سیاسي احزابو چوپتیا څو دلایل لري. لومړی دلیل یې دادی چې هغوی د افغانستان د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره نه کومه برنامه لري او نه یې په کاري لومړیتوبونو کې شامل دی. دوی سیاسي دوکانداري کوي او د سیاسي ګوندونو په نوم یې دوکانونه پرانیستي دي. دوی ټوله ورځ په دې فکر کې دي چې له کوم سفارت او کومې استخباراتي شبکې څخه په کومه پلمه پیسې او امتیازات ترلاسه کړي.
بل دلیل یې دادی چې سیاسي احزاب د اړتیا او وړتیا له مخې نه دي رامنځته شوي ، بلکې د دوی د شخصي ګټو، د سفارتونواو استخباراتي شبکو د غوښتنو او فرمایشونو په اساس تاسیس شوي دي له همدې امله یې ټول پام او تمرکز په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو او استخباراتي شبکو د برنامو تطبیق ته دی، ځکه د همدغو برنامو په بدل کې دوی پیسې او امتیازات ترلاسه کوي.
د سیاسي احزابو د چوپتیا بل دلیل دادی چې د دغو احزابو مشران او غړي نه په ولس کې رېښې لري او نه هم محبوبیت لري او نه یې هم ولس ته مراجعه کړې ده، ځکه نو د افغان ولس وژنه دوی ته بې مانا ده، که بې مانا نه وای نو یوه ورځ خو به د ترهګرو او د دوی د ترهګریزو فعالیتونو د غندلو په موخه په ښارونو او لویو لارو کې د لاریونونو په بڼه راوتلي وای او د ترهګرو غندنه به یې کړې وای.
سیاسي احزاب او د دوی مشران نه ترهګر غندي او نه یې هم غندلی شي، ځکه د ترهګرو د غندنې لپاره ولسي ملاتړ ته اړتیا ده، مګر دوی هیڅ ډول ولسي ملاتړ، خواخوږي او پلویان نه لري، نو چې د ولس په منځ کې پلویان ونه لري، نو دوی څنګه کولی شي چې د خپل غبرګون او اعتراضي غږ د پورته کولو په موخه د لاریونونو په بڼه ښارونو او لویو لارو ته راووځي؟
سیاسي احزاب نه یوازې د ولس په منځ کې ملاتړي نه لري، بلکې ولس له دوی څخه منفور دی او ولس په دې باور دی چې په روانو بدمرغیو او ترهګریزو فعالیتونو کې تر ډېره پورې همدغه د سیاسي احزابو رهبري شامله ده. دوی وایي چې د حکومت ځینې مهم پوسټونه همدغو سیاسي احزابو پورې منسوبو کسانو نیولي دي او د دوی له مهمو مسوولیتونو څخه د هر افغان د ژوند مصونیت او دوی ته د ښه ژوند د برابرولو په موخه د اسانتیاو او خدماتو برابرول دي، مګر دوی له حکومتي منصبونو او مقامونو څخه د خپلو جیبونو د ډکولو او د خپلو ګوندیانو د پاللو د وسیلې په توګه کار اخلي، ځکه یې نه ولس ته پام دی او نه یې هم د ولس په بدمرغۍ، بدبختۍ او وژنه زړه دردېږي.
سیاسي ګوندونه دې خپله چوپتیا ماته کړي، په خپل ولس دې زړه ودردوي. په خپل هېواد او خپلو خلکو دې رحم وکړي، ځکه له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په یوه او بل نوم وژل کېږي. که چېرې سیاسي ګوندونه د ترهګرو پر وړاندې خپله چوپتیا نه ماتوي، نو عام ولس او هېوادوال دې د سیاسي ګوندونو پر وړاندې خپل زغم بس کړي.
د ولس که له ترهګرو سره زور برابر نه دی نو دا خو یې په وس پوره ده چې د سیاسي احزابو او سیاسي دوکاندارانو پر ضد راپورته شي او هغوی ته نوره د دې اجازه ورنه کړي چې د عام ولس او مظلومو خلکو په سر مالي امتیازونه ترلاسه کړي، خو د ژوند او خوندیتوب لپاره یې بې تفاوته پاتې شي. د سیاسي احزابو دچوپتیا ماتول پکار دي.