د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اپرچر ،د اپرچر د قطر فورمول،ژوره ساحه یا ( DOF ) او اپرچر

عبدالمالک افغان 01.03.2016 12:16

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

اپرچر
هغه څوکي یا تېغې کوم چي په لنز کي ځای په ځای شوي دي او د f د عدد په تغیر سره بندي او پرانیستل کیږي او په نتیجه کي یو کړکۍ یا وینډو منځ ته راوړي چي دغه ته په عکاسی کي اپرچر وايي .
په ساده ژبه سره هم ویلای شو چي اپرچر د لنز د بندیدلو او پرانیستلو اندازه چي د عکاسی په وخت کي یوه دریچه یا کړکۍ منځ ته راوړي اپرچر بلل کیږي .
کوم وخت چي تاسي د خپل شټر بټني ته فشار ورکوی نو په دغه وخت کي یوه کړکۍ خلاصیږي چي ستاسي د کمري سنسور ته اجازه ورکوي تر څو هغه منظره کوم چي تاسي يي غوښتونکي یاست ثبت کوي نو د اپرچر هغه شمیره یا درجه کوم چي تاسي تعین کړي ددغه کړکۍ پر مخ تاثیر اچوي یعني څومره چي کړکۍ پرانیستل شوي وي په هم هغه اندازه نور و سنسور ته دننه کیږي او څومره چي د لنز کړکۍ کمه پرانیستل کیږي په هم هغه اندازه لږ نور سنسور ته دننه کیږي .
او دا هم ویلای شو چي اپرچر د لنز د پراخوالي اندازه ده کوم چي د عکاسی په وخت کي پرانیستل کیږي
په هغه صورت کي چي د اپرچر شمیره یا درجه د کوچنیو اعدادو له مخي تنظمیږي نو د اپرچر قطر پراخوالی پیدا کوي او په نتیجه کي ژوره ساحه کموالی پیدا کوي .
د اپرچر پراخوالی د f په توري سره اندازه کیږي د مثال په توګه :-
F5.6 F8 F22 F2.8 F 4

چي دلته له یوه سټاف څخه بل ته تغیر د لنز د پرانیستلو اندازه نیمايي او یا هم دوه برابره کوي او همدا شان هغه نور چي سنسور ته داخلیږي هغه تغیر کوي .

په یاد ولرئ چي د شټر د سرعت تغیر هم کولای شي چي نور دوه برابره یا هم نیمايي کړي یعني تاسو کولای شی چي د اپرچر د نور په کموالي او د شټر د سرعت په زیاتوالي یو مقدار مشابه رڼا ته لاس رسی پیدا کړی چي دغه قانون کولای شي ستاسي سره په آینده کي کومک وکړي .
او همدا شان هغه یوه نقطه چي عکاسان له مشکل سره مخ کوي او ترې زوریږي هغه دا ده چي کوم پرانیستل شوی اپرچر چي په زیاته اندازه نور و سنسور ته لیږدوي هغه په کوچنیو شمیرو یا درجو سره ښودل کیږي او هغه بند اپرچر چي په لږه اندازه نور و سنسور ته رسوي په غټو شمیرو یا درجو سره ښودل کیږي یعني :-
د F2.8 د اپرچر اندازه د F22 د اپرچر د اندازي څخه پراخه ده چي په دغه وخت کي دوی فکر کوي چي کیدای شي یوه ستونزه را منځ ته شوي وي ، خو نه . مګر د وخت په تیریدو سره بیا ورسره بلدیت پیدا کوي .
د اپرچر د قطر فورمول
د اپرچر د قطر فورمول عبارت دی د لنز مرکزي فاصله تقسیم د اپرچر په شمیره .
مثال : - یوه کمره لرو چي د لنز فاصله يي 200 mm ده او د اپرچر عدد د 4 له مخي تعین شوی دی نو د اپرچر قطر به څو وي ؟
نو ویلای شو چي د اپرچر قطر به 50mm وي .
ژوره ساحه یا ( DOF ) او اپرچر
د اپرچر د عدد تغیر ستاسي پر عکس زیات تاثیر لري ژوره ساحه ډیره په دغه معنا ده چي ژوره ساحه ستاسي د عکس د فوکس اندازه معلوموي اکثرا عکسونه ستاسي د فوکس په حالت کي وي او هیڅ ډول خفوالی په کي نه لیدل کیږي هغه که د کمرې نه لري دي او که نژدې .
کوم عکس چي لاندي ګوری په F 22 سره اخیستل شوی دی چي د عکس زیاته برخه کاملاً واضیح ده .



او یا هم په کمه اندازه سره دا معنا هم ورکوي چي د عکس یوه برخه فوکس او نور ندی فوکس شوی
او یا هم ژوره ساحه د عکس هغي برخي ته ویل کیږي چي د هغه مخ فوکس شوی وي . لکه په لاندي عکس کي .



په دغه عکس کي د ګل ژیړ رنګ فوکس شوی دی آما دګل باقي برخه چي کیدای شي له فوکس شوي برخي سره 1cm نژدي وي نه ده فوکس شوي
یعني په واضیح ډول سره نه ښکاري چي دغه د ژوري ساحي ( DOF ) لپاره یوه نمونه ده چي په F 4.5 سره اخیستل شوی دی او همدا شان وایو چي د اپرچر اندازه په ژوري ساحي باندي زیات تاثیر لري په دې معنا چي هغه اپرچر چي کوچنی شماره ولري ژوره ساحه يي کمه او هغه اپرچر چي بند وي او شماره يي لویه وي کیدای شي ستاسي په عکس کي ژوره ساحه زیاته کړي .
په لومړیو کي کیدی شي دغه قوانین ستاسي لپاره لږ مشکل وي مګر بهتره لاره داده چي باید په یاد ولری چي کوچنی عدد په کمه اندازه ژوره ساحه او لوی په زیاته اندازه ژوره ساحه منځ ته راوړي .
نو په همدغه رابطه موږ له تاسي سره په دوو مثالو کي مرسته کوو تر څو ددغي موضوع سره ډير آشنا شئ .
مثال : - دوه عکسونه چي له یوي صحني څخه اخیستل شوي مګر د اپرچر په مختلفو عددونو یا درجو سره اول عکس په f22 درجو او دوهم عکس په f2.8 درجو سره اخیستل شوی ددغه دوه عکسونو تر منځ فرق مشخص دی هغه عکس چي په f22 درجو اخیستل شوی دواړه ګلان فوکس دي او د هغه څخه علاوه د هغه شاتنی ساحه په کمه اندازي سره خف ده اما په دوهم عکس کي چي په f2.8 درجو سره اخیستل شوی د چپ طرف عکس فوکس دی او د راسته طرف عکس چي له فوکس نقطي سره کمه فاصله لري په کمه اندازه سره خف دی او د هغه شاته ساحه چي زیاته اندازه فاصله لري ډیره خف شوي ده .
د دغه لپاره چي ښه پري پوه شو بهتره لاره داده چي همدا اوس خپله کمره واخلی او هم دغه طریقه تکرار کړی او هغه نقطه پیدا کړی کوم اجسام چي نسبت ستاسي کمري ته په لري او نژدي فاصله پراته دي نو وروسته له هم دغي صحني څخه یو ځل په پرانیستل شوي اپرچر عکس واخلی او یو ځل په تړلي اپرچر عکس وااخلی نو په آسانی سره به متوجه شی چي د اپرچر تاثیر په ژوره ساحه په څه ډول دی .
مثال: - د طبیعي منظرو څخه د عکاسی په وخت اکثره د تړلي اپرچر څخه یعني چي د f شمیره يي لوړه وي تري استفاده کیږي دغه تنظیمات عکاسی ته دا ډاډ ورکوي چي د عکس لیري او نژدي جزیات په وضاحت سره مشخص دي .
خو په بل حالت کي داسي عکاسی چي ژوره ساحه په کي په کمه اندازه سره کیدای شي وکارول شی همدارنګه دسوژي فوکس کول او دهغي باقي شیان کوم چي په صحنه کي ورسره موجودیت لري د هغي خف کول ددي باعث کیږي چي د مخاطب توجو ځان ته جلب کړي نو دلته باید تاسي له پرانیستل شوي اپرچر چي عدد يي کوچینی وي استفاده وکړی .
ډیر کوچیني عکاسان زیاته استفاده د پرانیستي اپرچر څخه کوي دوی فقط دې ته اړتیا لري تر څو د عکس فوکس شوي نقطه چي واضیح وي او دوی وکولای شي په ساده او اسانه شکل سره خپل هدف تر مخاطبه پوري ورسوي په لومړیو کي هر نوی عکاس ته د اپرچر په دغه قوانینو تسلط تر یو حده مشکل دي مګر په زیات تکرار او تمرین سره کولاس شي دغه مشکل له منځه یوسي .
ډاډمن اوسی چي د دغو سختیو ګالل به له تاسو سره په آینده کي د عکاسی په برخه کي زیاته مرسته وکړي .