د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"ایران کې جوړ' ماینونه" مختلف دولونه او محیلانه اشکال لری!

افغان تحرک 29.02.2016 12:08

لمړی خو باید ووایو چه، د زمونږ اساسی قانون په اساس د افغانستان تول ورور قومونه که ازبک یو، که ایماق یو، که بلوچ یو، که پښتون یو، که پشه ای یو، که تاجک یو، که هزاره یو، که نورستانی یو او یا هم زمونږ نورو شریف افغانی قومونو سره مرتبط یو، افغان یو!

مګر مونږ لپاره دیر ګران تمامیږی چه د ایران مزدوران، د پاکستان مزدوران او یا هم د امریکا، روسیه، چین، انګلستان، عربستان او یا هم د کوم بل هیواد مزدورانو ته چه زمونږ په ګران افغانستان کی "ماینونه فرشوی" افغان وشمیرو!

د ایران رژیم په اصولي ډول د افغان سولې طرفدار نه دی او نه هم غواړی چه د افغانانو ستونزې د ډیالوګ له لارې حل شي.

د ایران ماینونه په ګران افغانستان کی دوه دول دی چه مونږ تولو لپاره په مختلفه دولونو مضر دی!

١. د ایران فزیکی ماینونه.
٢. دایران د "ژبنیز سیاست ماینونه" چه له "ژبنیز ابزار سازی، مذهبی اله سازی" احتراقی او انفجاری موادو څخه دک دی!

پوښتنه دا دی چه کوم یو ایرانی ماینونه مونږ لپاره مضر تر او مخرب تر تمامیږی. او پوښتنه هم دا دی چه څنګه دا "دوه دوله ماینونه" خنثی وکړو؟

١. د ایران فزیکی ماینونه: له یو دول "ایرانی ماین" څخه د بامیانو والي ښاغلی محمد طاهر ظهیر تذکر ورکوی: د بامیانو والي ښاغلی ظهیر وايي، د انسان ضد دغه ماینونه د پوځي او امنیتي چارو د کارپوهانو په اند د ایران په اسلامي جمهوریت کې جوړ شوي

په بامیان کی د وسله والو د وسلو او مهماتو په یوه نیول شوې زېرمه کې داسې ماینونه موندل شوي، چې په ایران کې جوړ شوي. د بامیانو والي ښاغلی والي ظهیر وویل، پوځي کارپوهانو ومونده چې دا ماینونه په ایران کې جوړ شوي.

ښاغلي ظهیر بي بي سي ته وویل، که څه هم پر ماینونو د جوړې شوې فابریکې نوم او ځای توږل شوي، خو ''ډېر باور'' دا دی چې دا ماینونه دې په ایران کې جوړ شوي وي.

دی وايي: ''د انسان ضد دغه ماینونه د پوځي او امنیتي چارو د کارپوهانو په اند د ایران په اسلامي جمهوریت کې جوړ شوي''.

د ښاغلي ظهیر ویاند عبدالرحمن احمدي ویلي، موندل شوي ماینونه ۳۲ دي، خو نه ښاغلي احمدي او نه هم والي وویل چې آیا دا ماینونه څرنګه بامیانو ته لېږدول شوي.

د ښاغلي احمدي په وینا، د بامیانو ولایت په شمال لوېدیځ ''دره شکاري'' کې له ماینونو سره ځینې وسلې هم موندل شوې دي، چې دا سیمه بغلان ته څېرمه ده.


دا و د ایران د فزیکی ماینونه د کیسی یوه برخه، او اوس راځو د ایران دویم دول ماینونو ته.


٢. دایران د "ژبنیز سیاست ماینونه" چه له "ژبنیز ابزار سازی، مذهبی اله سازی" احتراقی او انفجاری موادو څخه دک دی!

د ایران "میدیایی ماینونه" په اساس، یعنی د ناسمو معلوماتو خپرول په اساس د افغانستان ولس باور ته زیان رسیږی!

یعنی: - د "ایران محوره" افغان ستیزی په اساس د افغانستان ولس باور ته زیان رسیږی!

یعنی: - د "ایران محوره" جعلی تاریخ جوړلو په اساس د افغانستان ولس باور ته زیان رسیږی!

یعنی: - د "ایران محوره" تاریخ تحریفولو په اساس د افغانستان ولس باور ته زیان رسیږی!


واضع خبره ده چه هر هیواد خپلي ملي ګټي لري، خو مګر د ګران افغانستان ملي ګټي هم باید د ملي قوانینو او ملي ستراتیژۍ په اساس کې په څرګنده او دقیق توګه تعریف شي،

همدا راز باید چه د ګران افغانستان ملي میدیایی قوانین هم لکه نورو قوانینو غوندی، د ملی خطوط، او ملی قوانین په حیث، په څرګنده توګه روښانه وي چې هیڅوک او هیڅ ارګان، هیڅ دولتی او هم هیڅ غیر دولتی موسسه ددې حق نه لري ترڅو ددې ملی خطوط او ملی قوانین نه عدول وکړي او د هیواد د ملي ګټو پرخلاف ګام پورته کړي. د ملی خطوط او ملی قوانین نه تیری ګران افغانستان د ملي ګټو پر خلاف عمل ګڼل کیږي او د ملي ګتو پرخلاف عمل د ملي خیانت سره مترادف دی او په قانون کې ورته سخته سزا ټاکل شویده.

بلخصوص نن صبا چې متاسفانه افغانی ټولنه د ناامنۍ او بحران ښکار ګرځیدلی دی د ملی خطوط او ملی قوانین مراعات ډیر ضروري وي ځکه په ګران افغانستان کی او بلخصوص په داسی بحراني حالاتو کې میدیایی تیروتنه هم ډیره لویه بد مرغي رامنځته کولی شي،

دایران د "ژبنیز سیاست ماینونه" خنثی کولو لپاره، چه له "ژبنیز ابزار سازی، مذهبی اله سازی" احتراقی او انفجاری موادو څخه دک دی بلخصوص په دغسي حالاتو کې دټولني هر وګړی او د دولت د هري ادارې مامور ځان مکلف ګڼي چې زمونږ ملی منافعو ته په کتو د ایرانی میدیایی مختلف الدوله تبلیغات او پروپاګندونه بند وکړی!

په مجموعی توګه د ګران افغانستان په میدیا کی،
یعنی "د افغانستان میدیا" زمونږ ملی منافعو په خاطر، زمونږ اتحاد او زمونږ ملی وحدت په خاطر باید داسي څه "ایران محوره تبلیغات" ونه وايي چې په ټولنه کې اندیښنې را وپاروي او د ولس د افکارو د مغشوشولو، او بلاخره د نفاق او شقاق لامل وګرځي.


ګران افغانستان چې اوس مهال د حساسو او نازکو حالاتو نه تیریږي او د هیواد دښمنانو زموږ پرولس جګړه تپلې ده او د هیواد د نا امنیو لمبې بلي ساتلي دي ، په دغه شان حالاتو کې د ټولني هر وګړی او د دولتي ادارو هر مامور ته پکار ده ترڅو "ایران محوره تبلیغات" په دقیق توګه بررسی، ارزیابی او بلاخره د قانونی لاری په اساس بند کړی!


په ګران افغانستان کی په "ایران محوره تبلیغاتی" رسنیو کې له یو خوا "ژبنیز سیاست پراته دی" ، "ژبنیز اله سازی صورت اخلی"، "مذهبی او دینی ابزار سازی صورت اخلی" او له بله خوا د افغانستان امنیتي ، سیاسي او اقتصادي ستونزو په اړه داسي څه خپریږي چې نه یوازي له اوسني بحران او ستونزو سره مرسته نشي کولی بلکي بحران نور هم پراخوي او دولس په فکرونو کې لازیاته بې باوري پیاوړې کوي، بی اتفاقی او بی اعتمادی ته پراخوالی ورکوی، چې دا کار نه زموږ د هیواد په ګټه دی او نه هم زموږ د هیوادوالو.

دګران افغانستان شریف ولس پخپلو ویناوو ، نظریاتو او اعمالو کې داسي کړنه ترسره نه کړي ترڅو د عام ولس فکرونو او د خلکو باور ته زیان ورسوي او اوسنی بحران نور هم پراخ کړي چې داکړنه پخپله د هیواد د لویو او ملي ګټو پرخلاف عمل ګڼل کیږي.

- د وروستیو څلورو لسیزو په تاریخ کې به د ایران "فارسی فونی" مهم او مخرب رول ښکارنده او په مختلفه انواع توانیدلی په موږ کې دنفاق درزونه واچوي بیا یې چې هره لوبه غوښتې په موږ یې عملي کړیده. وي،

- نن صبا، په نننۍ نړۍ کې سره له دی نه چه د پوهې، پوه او تحصیل تعریف په بنسټیز ډول بدل شوی دی، مګر متاسفانه زمونږ په میدیا په عمومی توګه، بلخصوص زمونږ تحصیلی-معلوماتی کتب، زمونږ اکثری ورځپانی، زمونږ دیری تلویزیونونه، رادیو ګانی، کتابتونونه او حتی زمونږ د مقدس اماکن لکه د دیری مساجدو مکرافونونه هم د ایران "فارسی فونی" تاثیر لاندی دی.

- افغان ځوانان او نجونې د علم د زده کړې زیاته لېوالتیا لري او د هېواد د تحصیلي بنسټونو ستونزو له قطار څخه د ایران "فارسی فونی" مخرب رول یو عمده او اساسی مشکل دی چه باید دزمونږ په میدیایی، معلوماتی او بلخصوص دزمونږ په درسي سیستم کی باید چه په اساسي توګه اصلاح شی.

- له هغو عمده نکاتوڅخه چې دولت به پرې تمرکز وکړي، د د علمی تدریسساتو او د ټکنالوژي لپاره یو پراخه، وسیع او دقیق ملی زیربنا برابرول دي!

- ولی، او تر کله، باید چه زمونږ ټول پوهنتونونه د ایران "فارسی فونی مخرب ماینونو" تر تاثیر او نفوذ تر لاندی وی؟

- نن صبا له یوه خوا د ایران "فارسی فونی" په افغانستان کی یو داسی مخرب رول او نقش لوبوی چه په دیره اګاهانه او محیلانه توګه مونږ افغانان نه پریږدی چه، موږ خپل هویت درک کړو ، او له بله خواد نوې پوهې او بدلېدونکې نړۍ په چوکاټ کې ملي هویت پانګونې ته اړتیا لري. بی له شکه چه نوی ټکنالوژي او افغانی کلتور او افغانی فرهنګ په ټکر کې نه دي ، او بی له شکه چه کله چه زمونږ ځوانان لسګونه ژبې هم زده کړئ زمونږ افغانی ټولنی لپاره مثمره ده، خو کله چه د ایران "فارسی فونی" په افغانستان کی زمونږ ماشومان، زمونږ کوچنیان، زمونږ ځوانان د خپلو افغانی ژبو له حاکمیت څخه محروموی، ،نو بیا دا مضر او مخرب عمل ګنل کیږی، چه باید پکشی په دقیق توګه غور صورت اخلی!، مونږ افغانانو لپاره حتمي ده چې زمونږ ماشومان، زمونږ کوچنیان، زمونږ ځوانان په خپلو افغانی ژبو حاکمیت ولرئ. نن صبا د دغو وړاندیزونو په رڼا کې په دې برخه کې باید چه اصلاحات راوړل شي.

زمونږ صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه د الله تعالی (ج) مرسته او زمونږ انسانی فعالیت ته اړتیا لری. لوی او سپیڅلی الله تعالی (ج) زمونږ خیر دزمونږ په صلح، اتحاد، وحدت او خیرخواهی کی مرتبط کړی دی! د افغانستان ټول ورور قومونه ازبک، ایماق، بلوچ، پښتون، پشه ای، تاجک ، هزاره ، نورستانی او هم زمونږ نورو شریف افغانی قومونو ترمنځ د وینا او عمل ترمنځ ورته والی موجود وي دا دیوه کامل یوالي او اتحاد ښکارندوینه کوي او ټولو دیوه پیاوړي او غښتلي ځواک نماینده ګي څرګندوي چې داپخپله هغه معنوي طاقت او قوت دی چې زموږ ولس او زموږافغانیت پیاوړي کوي او د دښمن په زړونو او اندامونو کې ویره او لړزه پیداکوي او موږ د بري منزل ته رسوي.

تاریخ په اثبات رسولې هغه ملتونه چې متحد او یوه خوله وي هغوی د بریالیتوب سترو پوړیو ته رسیدلي او اوس د نړۍ ډیر پرمختللی هیوادونه دي.
زموږ دهیواد تاریخ هم ددې شاهد دی کله چې موږ متحد او یو موټي وو، هیڅ ځواک نه دی توانیدلی چې زموږپه هیواد کې خپلو نارواهیلو ته ورسیږي!

او د دا یاد شوی "دوه دوله ماینونه" خنثی کول هم زموږ اتحاد او اتفاق ته اړتیا لری!



دصلح، ثبات، تولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله