د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که سوله په دعاګانو وای!

اېمل پیاوړی 28.02.2016 13:42

د سولې او ثبات له پلوه موږ د نړۍ تر ګردو بېچاره ولس یوو. څلوېښت کاله مسلسل وژل کېږو، خو زموږ په وژلو نه د نړیوالو زړونه ودردېدل، نه د ګاونډیانو قهر سوړ شو او نه هم د خپلو داخلیانو زړه پر موږ وخوږېده. همدا درې واړه (بهرنیان، ګاونډیان، داخلیان) ډلې په مستقیم او غیر مستقیم ډول زموږ په وژلو کې دخیل دي.
موږ سوله خوښی او سوله غوښتونکی ولس یوو، خو سوله د دعاګانو په لپو کې غواړو. خو کاشکې چې سوله یوازې په هیلو، ارزوګانو، ګیلو، خوشباوریو، ژمنو او شعارونو راتللی. که سوله په دعاګانو راتللی نو موږ به د سولې له پلوه د نړۍ تر ګردو نېکمرغه ولس وای، ځکه دا څلوېښت کاله مو په کورونو او جوماتونو کې په همدې پار د دعاګانو لپې نیولي، خو لا هم زموږ دعاګانو رنګ رانه وړ اونه جګړې له موږ څخه مخ واړاوه او نه هم سوله راستنه شوه.
سوله پاک نېت، کلکې ارادې، تدبیر، عملي هڅې، نرمښت او ګذشت غواړي. سوله یو د بل زغم او متقابل درناوي ته اړتیا لري، خو درېغه چې موږ نه د نورو د زغملو تاب او مهارت لرو او نه هم څوک راته د درناوي وړ اېسي.
کله کله چې د سولې څرکونه ولګېږي، نو یو شمېر پردي پالي او د نورو اجنټان یې  وار له واره پر وړ�=7ندې مقابل دریځ ونیسي. د سولې په اړه سل او زر شکونه را پیدا کړي. خلک بې باوره کړي او د سولې د ټینګښت نوی را پیل شوی بهیر ټکنی کړي.
اوسنی حکومت چې کله واک ته ورسېد، نو جمهور رئیس غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري پاکستان ته سفر �=8کړ او د سفر پرمهال یې په  افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په موخه د پاکستاني لوري سره واضح خبرې وکړې او په دې اړه یې خپل شرایط ورته وړاندې کړل. له همغې نېټې څخه یو شمېر سوله دښمنو د رسنیو له لارې د عامه ذهنیتونو د ګډوډولو په موخه تبلیغات پیل کړل، چې ولسمشر له پاکستان سره معامله وکړه. وطن یې خرڅ کړ، ډیورنډ یې په رسمیت وپېژانده او په دې ډول یې سل او زر تورونه او تهمتونه پورې کړل.
بل ځل چې بیا جمهور رئیس پلازمېنې اسلام اباد ته د اسیازړه کنفرانس کې د ګډون په موخه سفر وکړ او هلته یې له پاکستاني مقاماتو سره هم خبرې وکړې او د دغو مذاکراتو له امله د دواړو هېوادونو ترینګلي مناسبات یو څه ښه شول، نو دغو بدمرغو څېرو بیا د سولې د سبوتاژ هڅې وکړې، دا ځل یې چې تبلیغاتو ډېر اغېز ونه درلود، نو ځینې یې له کابل څخه قطر ته د پګواش له لوري د سولې رابلل شویو نارسمي مذاکراتو او غونډې ته ورغلل. & nbsp;
ځینو یې هملته طالب مشرانو ته د بښنې سجدې وکړې او سرونه یې ورته ټوغ کړل، بښنې یې وغوښتې او ځینې چې راستانه شول نو ځانونه یې د هغوی ویاندویان او ډنډوره چیان کړل. د طالبانو حماقت، وحشت او ترهګریز فعالیتونه یې په یو او بل شکل تعبیر او تفسیرول. دوی تر ډېره طالب لوري ته برائت ورکاوه او حکومت یې د خپلو شخصي عقدو د پالنې له مخې پړ باله. حتی ادعا یې کوله چې طالبان سوله غواړي، خو حکومت په دې برخه کې ناغېړی کوي.
همدغه ډله لا هم په ډېره سپین سترګۍ لګیا ده، د طالبانو لپاره په ټولنه کې د لیکنو، فیسبوکونو او رسنیو له لارې لابي کوي، ځکه چې همدغه ډله او طالبان د یوه اس (ای ایس ای او نورو استخباراتي ډلو) دوه غوږونه دي. دوی د پردیو اجنټان دي. دوی له افغان وژنې څخه خوند اخلي. دغه ډله په خپل حماقت او د پردیو د ګټو په تامین کې دومره غرق دي چې کله د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د دښمنانو پر ضد په کومه سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي، نو دوی وار له واره د نسل وژنې نوم ورکړي، مګر کله چې طالبان کوم ترهګریز برید ترسره کړي او په هغه کې ګڼ عام خلک ټپیان او شهیدان شي، نو بیا نه یوازې دا چې په طالبانو بد نه وایي بلکې د تعبیر او تفسیر هڅه یې کوي. داسې هڅه چې د هغه برید ملامتیا د طالب له اوږو څخه لیرې کړي.
دا د افغانستان تر ټولو خطرناک دښمنان دي، ځکه دوی د لستوڼي مارانو ته ورته دي، دوی له همدې ولس او له همدې وطن څخه تغذیه کېږي، مګر د همدې وطن په ټوټه ټوټه کېدو او د دې مظلوم او مېړني ولس په وژل کېدو من من غوښې اخلي. تر هغو چې امنیتي مسوولین دغه د لستوڼي ماران اود پردیو اجنټان ونه نیسي او د خپلو ناولو اعمالو په سزا یې ونه رسوي، نو تر هغو به جګړه، وژنې او ورانۍ همداسې روانې وي. د دوی په =9�جود کې سوله، ثبات، نېکمرغي او پرمختګ ناشونی دی. دسولې دغه دښمنان باید د سولې د تامین په موخه د افغانانو له منځ څخه نابود ش