د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا ملت او دا خاوره خایْنه اوګناهکاره نه ده

محمد انور ولید 28.02.2016 13:40

د امریکې د څار ګرې ادارې ( پټو استخباراتو ) یو پخواني ریْس ویلي چې : افغانستان به په ( ۲۰۱۶ ) زیږدیزکال کې له سیاسي سقوط سره مخ شي .
 خو دده ددې خبرې رېښې له کومې سټې سره تړاو لري ؟ که سړی لږ ځير شي په ډيره آسانۍ سره موندلای شي چې د امریکې د پټو استخباراتو دغه پخوانی ریْس د افغانستان او سیمې په ټولوجالونوبندولو او دامونو اېښودلوکې ښکېل او پټې  مشورې په دې اړه ور سره شوې دي . دوی په دې اړه د خپلو مخکینیو چارواکو استعماري نقشې د افغانستان او سیمې په تړاو د خپلو راتلونکو کارونو تر سره کولو په موخه مخې ته اېښې او له عبرته ډک سبقونه یې ترې اخیستي دي .
دامريکې استعماري پلانونه ، سترا تيژۍ او نقشې له پېله معلومې وې . ځکه کله چې دوی پرعراق باندې پوځي یرغل وکړ ، د ایتلافي ځواکونو انګرېز ي الاصله صلیبي جنرالان د صلاح الدین ایوبي پر قبر د پاسه ور ودرېد ، د کرک او شېبک د جنګي قلاګانو د فاتح شناختې یې ور و ټکولې او په خطاب کې یې ورته داسې وویل : (( اې صلاح الدین ایوبي ! تا زموږ د نیکونو جنګي قلاګانې (کرک او شېبک) یا اوسنی ( واتیکان او تل ابیب ) فتح کړې وې ، د صلیب د ناوکیو هغه مغارې تا د علي بن صفیان په مرسته تانړولې چې هلته به د صلیب ناوکۍ په کې د سوما بوټو پر عصارو باندې خماره کړل شوې وه او دا ترانې به یې زمزمه کولې : ( ما مړه کړۍ ، ما له صلیب څخه ځار کړۍ ، زما وېښتان د صلیب پر پیروانو باندې ووېشۍ )  د فرعون د وحشتناکوهزارګونه غږونو تولیدوونکو مغارو سلولو نه هم تا ونړول . د عثماني امپراتورۍ برم او عظمت دې خوندي کړی ؤ ، خو اوس د همغه صلیبیانو اولادونه ستا تر قبر پورې را رسېدلې او ستا د قبر شناختې د ټوپک په خوله در ټکوي ، چېرته یې ! اوس خو له ځانه هم نه ته ، او نه هم ستا اولاده دفاع کولی شي .  نن د عثمانیانو ټولې شتمنۍ زموږ لاس ته ولوېدلې او موږ د هغو وارثان یو . ))  نو هغه مهال هم زما پوخ یقین ؤ چې امری= A�ایانو په لومړي ځل د سمندري دروازې له لارې یو سترګام د افغانستان د نیواک له پاره پورته کړ او پر دې ګمان وم چې پر دې پسې به ښایي د افغانستان د نیولو کوم پلان او برنامه ولري . زما اټکل سم او پرځای ؤ ، همدا سې وشول ، ځکه خو یې له خپل تاریخ او خپلې جغرافیې څخه لیرې نا لوستي طالبان لومړی د پاکستان په خاوره کې د پاکستان پر مټ او د انګرېزانو په مشوره په پاکستان کې جوړ او په افغانستان کې یې واک ته ورسول ، په D8�فغانستان کې د جهاد عروج ، عظمت او د اسلام تېر برم او د جهاد او مجاهدینو ګټلی نوم او افتخارات یې په صفرکې ور باندې ضرب کړل . پر محمدې غُرا شریعت او حنفي دین باندې یې د لادینه پنجابي استخباراتو او نورو دېکتې شویو مېډن ( C.I .A ) عقایْدو په لاس په افغانستان کې ملنډې ووهلې ، ترڅو د مسلمانو افغانانو باور د اسلام پر دین او شریعت باندې له مینځه پرې یوسي .
کله چې په دې کارکې هم ښه ډاډمن شول ، نو بیا یې له سیاسته لیرې طالب ته په بېلچه کې مستې وکړې د هغه چا په تور یې تورن کړل ( اسامه بن لادن ) چې امریکې خپله له ( C.I.A. ) سره د ځینوتړلو عربي شیخانو په لاس طالبانوته را استولی ؤ .
د امریکې دې کار په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد ټول هغه را ډيکال ، یو لاس او یوه خوله مجاهدین سره و پاشل ، او پر ځای یې ملي ګرايْان او نورې اسلام ضد او جهاد ضد ډلې ټپلې بېرته سره را ټولې او په لوی لاس یې د میلیونو او لکونوځاني قربانیو او میلیاردونو مالي خسارو او معجزه یي تاریخي افتخاراتو ټوله بیه د تېکنوکراتانو او چپیانو په غاړه کې ور واچوله . افغان مجاهدین یې خپل برخلیک او خپل حکومت جوړولو ته پرې نه ښودل . له پېله یې د همدغه خپل ننني نیواک په خاطر ګوتې په کې وهلې او دوی یې په تفرق او خپلمنځي دښمنیوکې سره مجبورول او ساتل . وروسته یې د ( ډا= B�اک ) ، ( ډي ډي آر) او ( اصلاحاتو) په نامه بې وسلي او بې واکه هم کړل . د ټو ل افغانستان شتمني ، ځمکنۍ زېرمې ، لرغوني توکي او د افغانستان پر سر را ټولې شوې ټولې بهرنۍ مرستې دوی وخوړلې ، د اداري فساد د زیاتولو او رواجولو له پاره یې د افغانستان د نظام په کدري شا خېسونوکې د متخصصینو په نامه خپل کسان ځای پرځای کړل . خو په کې بدنام یې افغانان کړل  او افغانستان یې د ټولې نړۍ د اداري فساد په دوهم کتار کې اعلان کړ .
له تېرو ( ۱۵ ) کالو را په ایسته د نړیوال ایتلاف په حضورکې ټول نظامونه پر افغانانو باندې د پټو معاملوپه ترڅ کې ور تپل شوي . هېڅوک پرې راضي نه وو . دوی وروسته له هرو لسو کالو په افغانستان کې د خپل استعماري حضورغځD9�لو له پاره د افغانانوتاجونه د افغان ؤلس له رأیې او خوښې پرته له یوه سر څخه  اخیستي  ـ  پر بل باندې یې وراېښي دي . او ور سره جوخت داسې مهرې او مریدان د نظام په سیاسي ، امنیتي ، کلتوري ، اقتصادي اونورو حساسوځایونوکې د متخصصینو په نامه ځای پر ځای شوي چې هغوی ددوی استعماري ګټې په خورا مهارت سره خوندي کړي . چې داسې کسان بیا د افغانستان د ارضي تمامیت ، سیاسي نظام او خپلواکۍ هېڅ پروا نه ساتي او نه یې ساتلې ده ، بلکې په ډېره بې باکۍ سره د استعمار سترا تیژیکي او امنیتي تړونونه د افغانستان د جغرافیا یې ، سیاسي ، امنیتي او اقتصادي ثبات د له مینځه تلو په بیه ور سره لاسلیک شوي .
تاسو وګورۍ په دغو تړونو نو لاسلیک کولوکې د افغانستان هوایي او ځمکني حریمونه تر پردیو بریدونو لاندې شول ، په لکونو خلکو خپل ژوند دلاسه په کې ورکړ . ددې معنا داده چې چارواکو په لوی لاس د افغانستان د خلکو د وژلو ، د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا او هوایي حریم باندې د تېري او معاملو ، د افغانستان پر ملي اساسي قانون باندې د تر پښو لاندې کولو او اشغالګرو ته د هغوی د ځواکونو او غلاګانوکولوجواز په خپله ورکړی دئ .
له کومې ورځې چې د نیواکګرو پښه افغانستان ته رسېدلې ـ له همغې ورځې یې په خورا پرمختللې جیولوجیکي تکنالوجۍ سره د افغانستان په غرونو رغونوکې د امنیت په نامه خپلې پوځي قرارګاه وې او بېزونه جوړکړي ، خپلې استخراجي بمبې یې په کې ښخې کړې ، حکومت یې له دطکتې شویو ترورېستانو او تر هګرۍ سره په جنګ اچولی او مصروف کړی ، او دوی د افغانستان ځمکنیو زېرمو را ایستلو او غلا کولو ته کش ورکړی دئ . د ورځې به یې په ښمڅوکې کارکاوه او د شپې له خوا به یې په بوجیو کې تیار اچول شوي معدني خام مواد په درېیو څلورو چینوک څرخکوکې بحري قرارګاه وو ته د شپې له خوا انتقالول ، چورلکې به یې هم پرلسګونو او سلګونو نا لوستو افغان کارګرو باندې ډکولې . د هلمند ، پکتیکا ، خوست ، وردګو ، لوګر اوکونړ بېزونه یې سترې نمونې دي .
کله به یې چې دا زېرمې ټولې را وایستلې ، بیا به له هغه ځایه دوی د خپلو ګبیني بوجیو له شګو جوړه قرار ګاه ونړوله او بل ځای ته به ولاړل او ویل به یې چې نور دلته امنیت سم دئ ، زموږ موجودیت او مأموریت دلته نورختم شو . امریکایانو به هغه سیمه بیا د پاکستاني پوځیانو په واک کې ورکړه . اوس پاکستاني پو ځونه پر همغو سیمو باندې خپلې نوې تاڼې جوړوي . دوی دا کار لومړی ددې له پاره وکړ چېرې نه چې بیا پاکستانیان او ایرانیان دا سیمې ترې لوټ کړي .
اوس یې د افغانستان منځنیو او شمالي سیمو ته مخه کړې ، تېره اوونۍ یې د هندوکش د غرو د سلسلې په پای کې یو داسې ماشین غلاکړی چې د امریکې د شپږ سوه کلن تاریخ د ټولو لرغونو توکوتر ارزښت هم لوړه بیه لري .ځکه دا ماشین له (۵۰۰۰) قبل المیلاد څخه هم ډېر لرغونتوب لري .
د امریکې په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په افغانستان کې داسې سړی خوښوی او ملاتړ یې کوي چې هغه د افغانستان ملت د بیا رغونې په لور مدیریت نه کړي ، بلکي یوازې په خپلمنځي اختلافاتوکې یې مصروف سره وساتي ، تر څو استعمار ګر په ډاډه زړه خپلو غلاګانوته کش ورکړي ، ځکه خو له تېرو پینځلسو کالو را هیسې افغانستان له هېڅ اړخه ونه رغېد ، نه امنیت په کې ټینګ شو ، نه سوله پ�87 کې راغله او نه یې د خلکو کار روزګار ور سره ښه شو . د ترمیم پر ځای تخریبونه ډېر شول . ځکه که داسې ونه شي  ـ  مالي مرستې او کرأیي ملېشې به له کومه شي .
ای کاش چې د ګران هېواد افغانستان همدومره بیه وای . افغانستان خو د نړۍ له معاصرو امپراتوریو هم ډېر ارژښت لري . خیرکه ځینو تېرو مشرانو یې خیانت ور سره کړی او د افغانستان سیم و زر له پردیو خرمورو سره یو خېل ګڼي . خو دا ملت او دا جغرافیه خایْنه او ګناه کاره نه ده . آخر به ددې سودا بازانو او پو ډریانو دوران هم تېر شي ، خو څښتن � �ه یې هرو مرو پیدا شي .
په افغانستان کې ډېرو خپلې آسپې و خغلولې . نظام ، قانون ، ځمکنۍ بشپړتیا ، هوایي حریم  او خلکوته یې په سپکه سترګه وکتل شول . په خپل کورکې بې واکه او بې عزته شول . ملي شتمنۍ یې ټولې لوټ شوې . احتیاج ، نا امنۍ او مرګ ژوبلې خو د افغانانو خپل زوړ میراث دئ .
له هرې خوا یې پر ځمکني او هوایي حریم باندې بریدونه روان دي . افغان نظام دېته اړباسي چې پردیو ته تر خپلو اوبو او سترتیژیکو سرحدي سیD9�و ور تېر شي ، ډېورنډ کرغېړنه کرښه په رسمیت وپېژني ، منځنۍ آسیانه ته د ترانزیت خوشې لاره په کې پیدا کړي او په افغانستان کې د خپلې خوښې یو داسې مزدور نظام جوړکړي چې ( ۳۵٪ ) افسران یې ددوی خپل کسان وي .
 ځکه خو یې په افغانستان کې افغانان پر مخالفینو او موافقینو سره وېشلي . ملي یووالی یې ور ټوټه ټوټه کړی . دوه سره حکومت یې د همدې سریال اوږدولو له پاره په کې جوړ کړی او د خلکو پاکو رأیو ته یې په سپکه ستر ګه وکتل . د خپلې خوښې مخالف افغان طالبان یې په ګوانتانامو او قطر اردوګاه وو کې ټ� �ېنېنګ او وساتل .
په هلمند ، کندز ، بغلان ، پکتیکا ، کونړ ، بدخشان ، غزني او ننګرهارکې دوی خپله د نا امن= B�و پروژې جوړې کړې وې . ، تر څو دلته د افغانستان په خاوره کې خپلې بیولوژیکې ، کېمیاوي او ذروي وسلې و آزمویي ، خپل پوځیان په کې ټرېنېنګ کړي . دافغانستان  زېرمې لوټ کړي ، او افغان نظام دومره کاواکه او بې اعتباره کړي چې هېڅکله هم د نړیوالوږ په حضورکې پر خپلو ملي پښو ونه درېږ� � .
اوس غواړي چې افغانستان د سیاسي بې ثباتویو او رکود سره مخ کړي . امریکا خپلوجاسوسانوته دندې سپارلې چې د استعمار ددې خوب تعبیر ته ریښتینې بڼه ورکړي . خکه خو یې افغانان دېته مجبورکړي چې په نظام کې د ننه ـ او له نظام څخه بهر مخالفین یو د بل په وړاندې داسې شرطونه کېږدي چې هېڅ خواته د منلو وړ نه وي ، تر څو هم د افغانستان جغرافیه ور باندې توکړې توکړې شي اوهم دوی د خپلې بقأ له پاره هره ټوټه ځانځانته د فدرالي سیستم او ملوک الطوایْفیو په څېر تمویل او حمایه کړي . په خپلو کې به یې د اعرابو د هوس او خزرج قبیلو په څېر پر بدیواو دښمنیو سره اخته کړي .
همدلته ده چې د طالبانو ټوټې کول او دوه سری حکومت خپله دا ثابتوي چې د افغانستان جنوب او جنوب شرقي ولاینونه طالبانو ته ورکړل شي ، له نیمروزه تر واخان پورې به د کریم آغاخان اسماعیلیه ماکو په حرکت کې وي ، او پاتې نور ولایتونه به په فدرالي نیمه خود مختاره سیستم سره اداره کېږي .
همدلته به د کلېنټن (  اې ، بي ، سي ) پلانونه عملي شي . تر څو چې دا ټوټې پرخپلو پښو سره درېږي ، ( یونیم دوسوه ) کاله به د استعماري ځواکونو دلته تېروي ، او افغانستان به ټول له بېخه لوټ شوی وي . اوس په افغانستان کې د استعمار له پاره دا شرایْط برابر دي ، ځکه خو په ډکه خوله وایي چې را تلونکی ( ۲۰۱۶ ) زېږدیزکال به افغانستان له سیاسي رکود سره مخ شي .
خوکه امریکایان په افغانستان کې خپل دغه شوم سریال عملي کولو ته ادامه ورکړي ، نو لیرې نه ده چې د افغانستان تر سیاسي رکود م�= Eکې به امریکه د پخواني شوروي اتحاد په څېر پر ( ۵۲ ) ټوټو سره ووېشل شي . بیا به د افغانستان پرکورنیواو بهرنیو دښمنانD9� باندې هم پرله پسې ورانوونکې زلزلې او تو پانونه ګډ وي . ځکه دوی د افغانستان د اشغال له پاره د نیویارک تجارتي مرکز ونړاوه ، په ايران کې یې د سبز پوشانو ، د عربو له پاره یې عربي بهار او د اروپا له پاره یې د اروپایي تابستان سریالونه په لاره واچول . خو اوس ددې وخت هم را لنډ شوی چې پاپان هم نور دا خپلسري پوځي سریالونه نه مني او په ټوله نړۍ کې سوله غواړي . په دې برخه کې ددوی او اسلام موخه یوه ده ، اسلام هم له تاو تریخوالي پرته سوله ییز نړیوال ژوند غواړي .
پر همدې بنأ ددغو سریالونو څپې اوس د هغو زبر ځواکونو پر خوا ور ماتې دي چې د نورو د ړنګولو او ځپلو له پاره یې جوړ کړي وو . نن وي که سبا دا څپې به دوی خپله ړنګ او له مینځه یوسي .