د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولی ایرانی شرکتونه افغانی تاریخی آثار تخریبوی؟

افغان تحرک 28.02.2016 12:54

په ګران افغانستان کی له ماقبلالتاریخ له دورو څخه داسی تاریخی-هنری آثار موجود دی چه له افغان هنر او له افغان تاریخ څخه نمایندګی کوی. هغه افغانی هنری آثار چه له ماقبلالتاریخ له دورو څخه مونږ لپاره په میراث پاتی دی، سره له دی نه چه "ابتدایی هنری آثارو" په شمیر کی راځی او لکه د نورو هیوادونو "ابتدایی هنری آثارو" غوندی له "ننی هنری آثارو" کیفیتونو څخه برخورداره نه دی، خو مګر سره له دی نه، له دی کبله چه له ماقبلالتاریخ افغانانو څخه مونږ لپاره دیو "هنری پیغام" په حیث، د یو "هنری میراث" په حیث، د یو "تاریخی پیغام" په حیث، د یو "تاریخی سند" په حیث پاتی شوی دی، مونږ لپاره ګران دی!

له هغه تاریخی آثارو په لړ کی چه مونږ لپاره له ماقبلالتاریخ له دورو څخه پاتی دی، د افغانی"غرنۍ زمري" حکاکي شوې څيرې، د افغانی"صحرايي زمري" حکاکي شوې څيرې او هم د افغانی"غرنۍ اوزې" حکاکي شوې څيرې دی، چه په ګران افغانستان مختلفو منطقو او مختلفو غرنۍ مغارو کی موجودیت لری.

اوس متاسفانه داسی اوریدل کیږی چه ایران په افغانستان کې له کلتوري ترمذهبي يرغل پورې او دا وارې يي دتیر تاريخ دورکيدو لپاره هم نوی پلانونه، پروژی او پروګرامونه پيل کړې دی.

له مرکزی افغانستان بامیان ولایت څخه را رسيدلي راپورونه وايي چې يو ایراني شرکت په بامیان ولايت کې چې ډيری اوسيدونک يي زمونږ محترم شيعه مذهبي هزاره ورورونه دي او ایران پکې متاسفانه له بیلابیلو لارو نفوذ لري او نور هم نفوذ کول غواړی، پنځه زره کلن تاریخي اثر له منځه وړی دی.

"دباميانو دتاريخي او فرهنګي آبداتو دساتنې مدير حميد جيليا هم منلې چې دآباد راهان فارس په نوم يو ایراني شرکت يو تاريخي اثر تخريب کړی دی."

منبع: افغان ځواک . http://afghanzwak.com/ایران-په-باميانو-کې-پنځه-زره-کلن-تاريخي

بل منبع: کلید. http://tkg.af/dari/report/others/18905
یک اثر باستانی 50 هزار ساله در باميان تخريب شد: سه شنبه 04 حوت 1394

ويل کيږي دې شرکت ته ايټالويانو دسړک جوړولو پروژه ورکړې وه خو دا چې دسړک په لړ کې تاريخی اثر وو څو وارې ورته رسمي مکتوب استول شوی دی خو دوی ورته پاملرنه نه ده کړې او دا اثر يي وران کړی دی. ويل کيږي پردې اثر باندې دغرنۍ اوزې او صحرايي زمري څيرې حکاکي شوې وې چې لا اقل پنځه زره کاله پخوانی وو. لرغون پيژندونکي وايي چې دا اثر دتيږو دوخت او یا "د حجر لمړنی دوره" دی او لا اقل پنځه زره کاله تاریخ لري، او په دی صورت زمونږ پخوانی افغانی تاریخ او افغانی هنر هم ثابتوی.

بلخوا دبامیانو مسولین وايي چې په يکاولنګ او فولادي دره کې هم ورته آثار شته دي چې باید دورانيدو مخه يي ونيول شي. هیره دې نه وي چې ایران په افغانستان کې خاصې مذهبي او ژبنۍ عقدې پالې او ځينې کړۍ يي موظفې کړي دي څو ددوی عقدو ته په افغاني رنګ کې دعمل جامه ور واغوندي.




د صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله