د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شاعر او لیکوال، لاهم په زلفو کې ځړېږي

محبوب الله «محراب» 27.02.2016 15:02

شاعر او لیکوال په هره ټولنه کې ځانکړی ځای او رول لري،که چیري په تاریخي بڼه فکري او مذهبي جګړو ته ځیر شو، خورا په اسانۍ سره د شاعرانو او لیکوالانو رول او ځای پکي پیدا کولای شو،که څه هم شاعران،لیکوالان او فیلسوفان په لرې پیړیو کې ډېر کم با هدفه کارول شوي، خو په نوي عصر کې ټولو یرغلګرو هیوادونو دا درک کړې چې تر ټوپک فکري جګړه لومړي توب لري او په فکري او کلتوري جګړو (یرغلونو) کې د شاعر او لیکوال ځای خورا مهم دی.
که څه هم ډېر پخوا شاعران او لیکوالان د وخت یرغلګر هیواد «لویې برتانیې» د فکري جګړې له تعریفه وړاندي د عامه اذهانو د تخریب په موخه کارولي تر څو د ملي نظامونو د تضعیف سبب وګرځي او په دې توګه نظامي یرغل ته لاره هواره کړي.
د فکري جګړې د پیل په اړه مؤرخین او محللین یو نظر ندي، او په دې اړه مختلف روایتونه موجود دي، که څه هم ډېر یې په منطقو هم ولاړ دي.
اکثره اسلام ګرا مؤرخین او علما وایي، چې د فکري جګړې پیل له صدر اسلام څخه شوئ، دوی وایي چې کفارو او منافقینو د اسلامي نظام او اسلامي شعایرو پر خلاف په لومړي ځل فکري جګړه پیل کړه، تر څو د حضرت پیغمبر ص او اسلام پر خلاف د خلکو ذهنونه تخریب او د انحراف خواته بوزي.
خو غربي فیلسوفان بیا وایي، چې فکري جګړه د سیاسي نظامونو له منځ ته راتګ سره سمه منځ ته راغلې او د وخت په تېرېدو سره یې اهمیت سیاسیونو او حکمرانانو ته لا زیات شوئ،ټول مؤرخین او فیلسوفان په دې نظر دي، چې فکري جګړه خورا زیاته ارزښتناکه ده او د نظامي جګړې بریا د فکري جګړې پر مؤثریت پوري اړه لري.
دواړه نظریات پر خپل ځای د قوت نقطې لري، خو فکري جګړه په سیاسي ډګر کې تر بل هر وخت په عثماني ترکیه کې د انګلستان لخوا د اسلامي خلافت پر خلاف زیاته محسوسه شوې.
انګرېزانو تر هرڅه وړاندي د ترکیې شاعرانو او لیکوالانو ته زیاته توجه وکړه په پنډو پنډو پیسې یې ورکړې تر څو د عثماني خلافت پر خلاف شعرونه او لیکنې وکړي او پر نظام د خلکو باور راکم کړي.
زما په اند دا په سیاسي ډګر کې لومړۍ منظمه او اغېزمنه فکري جګړه وه چې نظامي هدف یې ډېر اسانه کړ، هغه خلافت یې را وپرزول، چې په نظامي لحاظ یې را پرزول خوب او خیال و.
د وخت په تېرېدو سره د فکري جګړې اهمیت نور هم په زیاتېدو شو خو ورسره یې بڼې هم تر یوې اندازې تغیر وموند، د فکري جګړې یوه خطرناکه او مهلکه ځانګړتیا دا ده چې د ټولنې لوستی قشر یې په ضرر او هدف باندي پوهېږي، خو د داسي وران او ویجاړ هیواد لکه افغانستان یوه ډېره کمه برخه خلک او سیاستوال د فکري جګړې پر اهمیت او اثراتو باندي پوهیدای شي.
په افغانستان کې د روسي یرغل تر ټولو لویه تېروتنه دا وه، چې په فکري لحاظ یې هیڅ ذهنیت جوړونه ونکړه او په لومړي قدم کې یې نظامي یرغل پیل کړ او له ناوړه پایلو سره مخ شوو.
غربي استعمارګرو په افغانستان کې فکري جګړې ته دومره توجه وکړه، چې نظامي یرغل یې هغو مجاهدینو بدرګه کړ، چې د روس د استعمار پر خلاف یې د زرګونو افغانانو وینې توی کړې.
غرب په افغانستان کې شاعرانو ته پیسې ندي ورکړې، خو له نظامي یرغل وروسته یې رسنیو ته داسي زهر جنې دندې ور وسپارلې چې هر څه یې تر سیوري لاندي راوستل،فحشا،بوت پرستي،بې حجابي،غیر اسلامي خپرونې....یې په طبعی شکل پر خلکو ومنلې او اسلامي اخلاق یې پر ډېر په ماهرانه شکل تخریب کړل.
له بده مرغه شاعران او لیکوالان مو په داسي حالاتو کې بیا هم د زلفو،ګودرونو،کلیو او بانډو انځورونه په خپل قلم راکاږي لکه اوس چې هم ظاهر شاه پادشاه وي او دوی د خپل کلي د ګودر رڼو اوبو او یا د باغونو د ونو سیوري ته ناست وي.
د شعر او لیکنو په ویلو به داسي کاذب احساس وکړې چې نه ګودر په وینو رنګ دی او نه د پیغلو غېږې د جانان په وینو سرې دي.
په هره لار ، هره کوڅه کې د کونډو نارې او د یتیمانو زګېروی اورېدل کېږي، خو د شاعر او لیکوال غوږونه کاڼه او سترکي ړندې دي.
شاعران او لیکوالان باید د خپل ویده قوم یاغي ضمېر را ژوندی کړي او خپل خلک پر دې پوه کړي، چې هیواد یې د مسلمان او کافر لخوا تر بې ضمیره فکري او نظامي یرغل لاندي دی،دلته ملا او امي دواړه ګمراه او د وحشت په تورو تیارو کې زوند کوي،دوی باید خپله ایماني وجیبه ادا کړي.
د سمسور،هوسا او بسیا افغانستان په هیله