د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اصلاحات که سياسي رشوت؟

خوشحال آصفي 27.02.2016 14:01

په خره سپريدل یو شرم، ښکته کيدل بل شرم
د سياسي، سليقوي او حزبي ګمارنو تازه بیلګه
تيره ورځ د ګډ حکومت ولسمشر غني د کورنېو چارو پخواني وزير، نور الحق علومي استعفا منلې او د يو فرمان پر اساس يې تاج محمد جاهد د کورنېو چارو وزارت ته نومولى دى. ښاغلى جاهد وړاندې په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان و. همداشان علومي اوس په هالينډ کې د افغانستان د سفير په توگه ټاکل شوى دى. د غه راز جنرال عبدالرحمان رحمان د کورنېو چارو د وزارت امنيتي معين ټاکل شوى دى. اوس به د کورنېو چارو نومول شوى وزير او نومول شوى څارنوال له ولسي جرگې څخه د باور رايې ترلاسه کولو ته وړاندې کېږي.
په داسې حال کې چې له استعفا وروسته علومي په ټولنيزه ميډيا فیسبوک باندې له وزارته د لاس په سر کیدو په دلايلو کې؛ ولسمشر ته په خطاب کې ويلي چې په تېر شوي يوه کال کې هغه ملاتړ چې د حکومت د مشرتابه له لوري بايد ورسره شوى وى، نه دى احساس کړى؛ خو د علومي استعفا او پر ځای يي يو دولسم پاس او مسلکي زده کړه نه درلودونکي کس ګمارلو او ددې تر څنګ يو پوځي کارکوونکی (علومي) د ډيپلوماسۍ ډګر ته داخلولو ګڼې پوښتنې زيږولي دي.
لومړی لويه پوښته دا ده؛ په داسې حال کې چې د پنځوس پنځوس سلنې ونډې پر اساس خو د کورنيو چارو وزارت څوکۍ د ګډ حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله ته رسيدلې وه او علومي هم د عبدالله له لوري ټاکل شوی و چې ولسمشر غني هم ورسره پرې موافق و او له پارلمانه يي هم ۱۳۱ تاييد رايي اخيستې وې؛ طبيعي ده چې  پارلمان به يي مسلکي توب اصل او تجربه په پام کې نيولې وي ځکه يي خو پرې د وزير په توګه باور وکړ؛ نو اوس ولې له يو کال خدمت کولو وروسته يي استعفا منل کيږي؟
آيا د ياد وزارت وړتيا يي نه درلوده؟ که وړتيا يي نه درلوده نو بیا ولې يي له پارلمانه د تاييد رايه ترلاسه کوله؟
آيا پارلمان خو د کومې معاملې پر اساس نوموړي ته د تاييد رايه نه وه ورکړې؟
دا هغه پوښتنې دي چې تر اوسه لا نه دي ځواب شوي.
بله مهمه موضوع بيا د يو ډيپلومات په توګه د يو پوځي کدر ګمارل دي. علومي اوس په هالينډ کې د افغانستان د سفير په توگه ټاکل شوى دى. داسې ويل کيږي چې علومي د عبدالله د پرله پسې فشار له امله استعفا ته اړ شوی دی او بيا د خوښ ساتلو په موخه په هالينډ کې د سفير په توګه ګمارل شوی دی. پوښتنه دا ده که ولسمشر او اجرايه رياست په کورنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په موخه د علومي استعفا منلې وي نو دا څنګه اصلاحات دي چې يو پوځي کارکوونکی دې د ډيپلومات په توګه وګمارل شي؟
اصلاً دا ټول سليقوي ګمارنې دي چې د حکومت په راس کې ترسره کيږي. همدا اوس چې کورنيو چارو وزارت ته د تاج محمد جاهد په نوم څوک نومول شوی دی؛ داسې شخص دی چې مسلکي نه دی، بريالۍ کاري مخينه نه لري، لوړې زده کړې نه لري خو دا چې ولې د کورنيو چارو وزارت ته نومول شوی؟ تر شاه يي د عبدالله عبدالله پشتيوانه ده. جاهد عبدالله عبدالله ته وفاداره نيږدې کس دی. همداشان هغه څوک چې د جنرال عبدالرحمان رحمان په نامه د کورنېو چارو د وزارت امنيتي معين ټاکل شوى دى؛ نوموړی هم د ولسمشر غني نيږدې وفاداره کس بلل کيږي.
نو له پورته جوړښته په ډاګه کيږي چې ګمارنه د وړتيا، تجربې او مسلک له مخې نه بلکه د سليقې له مخې شوې چې پر اساس يي عبدالله خپل وفاداره اشخاص او غني خپل وفاداره اشخاص په لويو پوستونو ځای پر ځای کړي دي.