د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ دولتی تشکیلاتو ته یوه لنده کتنه

افغان تحرک 25.02.2016 13:11

په ګران افغانستان کی مونږ یو دولتی تشکیلات لرو چه نوم یی "د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت" دی.

لمړی خو د تخصصګرایی په یو عصر کی پوښتنه مو دا دی چه دا څنګه دولتی تشکیلات به وی چه هم د کرنې په وسیعیو ساحاتو کی، هم د اوبولګونې په مغلقه ساحاتو کی او ورسره د مالداری په مخصوصه ساحه کی تول ګران افغانستان لپاره په شه توګه، په پر کیفیته او په پر کمیته توګه دا تول کارونه مدیریت او یا منجمند وکړی؟

سره له دی نه چه زمونږ اوسنی وزیر صیب، ښاغلي محترم اسد الله " ضمیر" چه یو لایق ځوان، تعلیمیافته، با انرژی، پوه، با احساس، له مختلفو ظرفیتونو او ښه والی څخه دکه شخصیت ښکاری، مګر پوښتنه همدا اولی پوښتنه ده، چه ایا دا څنګه یو تشکیلات به وی، چه هم کرنې ته وده او پرختیا ورکړی، هم اوبولګونې په شه او عادلانه توګه صورت اخلی او بلاخره هم مالدارۍ ته ارتقا ورکړی؟

بی له شکه لکه چه ښاغلي محترم اسد الله " ضمیر" پخپل بیوګرافی کی لیکلی دی: " ښاغلي "ضمیر" د ماسټری تر کچې لوړي زده کړې کړي دي او د ماسټری دوه سندونه لري، چې لومړی سند يې د اقتصاد په څانګه کي د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون څخه او دویم سند يې د ستراتیژیک مدیریت په څانګه کې د پاکستان د پرستن پوهنتون څخه تر لاسته کړی دی. نوموړی د ستراتیزیک مدیریت په برخه کې د انګلستان د ادارې او مدیریت انسټیټیوټ څخه، د طبیعي سرچینو په برخه کي دانګلستان د اکسفورډ پوهنتون څخه او د امریکا د مدیریت ټولنې (AMA) له خوا د اقتصادي پراختیا په برخه کي باوري بریلیکونه لري. ښاغلی "ضمیر" د لوړوزده کړو او باوري سندونو په لرلو سره په دولتي او غیر دولتي بستونو کي د لوړې تجربې خاوند دی. نوموړی د کلیو دبیارغونې او پراختیا، ښوونې او روزنې، کانونو او پطرولیم او دکرنې، اوبولګونې او مالدارۍ په وزارت کې د وزیر دلوی سلاکار او دپروګرامونو دلوي رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده. همدارراز ښاغلي "ضمیر" د امریکا متحده ایالاتو (USAID)په نړیوال بانک او پراختیایي اداره کې دسلاکار په توګه هم دنده ترسره کړي ده. ښاغلی "ضمیر" د مرستو دلاسته راوړلو د پراختیایي پرګرامونو دجوړونې او دهغه دپلي کولو په برخه کي دیوې ځانګړې تجربې درلودونکی دی او په مهمو مسلکی او پراختیایي برخو لکه ( عامه مدیریت، د طبیعی سرچینو دپروژو مدیریت او په ځانګړي ډول د کرنیزو پروژو په برخه کې ډیرتالیفات او ژباړي لري)."

بی له شکه چه یو داسی پوه، لایق او متخصص ځوان دا انژی او توان لری چه حتی ممکن په راتلونکی شل کاله کی هم یو وزارت په شه توګه مدیریت وکړی!

مګر د کرنې وده او پرختیا زمینه، د اوبولګونې زمینه او هم د مالدارۍ ارتقا زمینه باید ورته مساعد کړو!

مثلا:
- چیرته دی زمونږ د اوبولګونې مسلکی افراد او اشخاص چه دا وزارت سره په دقیق او علمی توګه مثمر همکاری وکړی؟
- چیرته دی زمونږ د کرنې په ساحه کی مسلکی، کار پوه، فعال او صادق متخصصین چه دا وزارت سره په دقیق او علمی توګه مثمر همکاری وکړی؟
- چیرته دی زمونږ د مالدارۍ په ساحه کی مسلکی، کار پوه، فعال او صادق متخصصین چه دا وزارت سره په دقیق او علمی توګه مثمر همکاری وکړی؟

په یو داسی پراخه وزارت کی یو څو مسلکی او کار پوه متخصصین کفایت نه کوی، بلکه مونږ یو داسی پراخه وزارت لپاره شه "مسلکی او فعال لښکر" ته اړتیا لرو، تر څو دزمونږ په هر کلی کی، تر څو دزمونږ په هر ولسوالی کی، او یا هم تر څو زمونږ په هر ښار کی په ذکر شوو ساحاتو کی رسیده ګی صورت اخلی!

وزارت همهغه عالی دولتی مرکزی اداری سیستم ته وایو چه دیو منظم او منسجم تشکیلات خاوند وی، او یو مدبر او کار فهم شخص هم د وزیر په حیث په سر کی وی. اوس خو د خدای په فضل د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت په سر کی یو مدبر او کار فهم شخص لرو، چه البته د شکر ځای هم دی، خو مګر دزمونږ په هر کلی کی، دزمونږ په هر ولسوالی کی، منظم او منسجم تشکیلات به څنګه کیږی؟

له دی کبله چه دیو وزارت محولۀ وظائف خو د هیواد د تولو نقاطو او ساحاتو د أمور اداره او مدیریت دی!

له کرنیز مدیریت، له کرنیز منجمنت، او یا له کرنیز اداره له نظره د ګران افغانستان کرنیز سیستم د کرنی وزارت د تولو ارګانونه او دیپارتمنتونه مجموعه ګنل کیږی، چه هدف یی "په ښه توګه خاوره کرنیز کیدل دی" ، چه البته د مشخص مقررات او د مشخص اصولو پر اساس، په متحدانه توګه فعالیت کوی.

زمونږ کرنیز ارګانونه او کرنیز دیپارتمنتونه په کلی او ولسوالی ګانو کی څه وخت فعال کیدای شو؟



یوازی زمونږ د کرنیز سیستم ارتقا، البته کیفیتی او کمیتی ارتقا یی، زمونږ د کرنیز کاری سیستم ارتقا ته، زمونږ د کرنیز تخنیکی سیستم ارتقا ته، زمونږ د کرنیز تربیوی سیتم ارتقا ته، زمونږ د کرنیزتدریسی سیستم ارتقا ته هم اړتیا او ضرورت لری، ترڅو مونږ خپله خاوره په مناسبه او شه توګه "کرنیز کړو" چه عظمی حاصلات او تولیدات یی ورکړی.

دا تول ذکر شوی کرنیز کاری سیستم، کرنیز تخنیکی سیستم، کرنیز تربیوی سیتم، او د کرنیزتدریسی سیستم یو بل سره یا په مستقیمه او یا هم په غیر مستقیمه توګه ارتباط لری، یو بل سره نامرئی او یا هم مرئی تړون لری، هر کله چه په یو سیستم یی کوم نقیضه را ایجاد شی نو بیا خپل تأثیرات پر "کرنیز سیستم ارتقا" باندی اچوی.


یعنی: زمونږ کرنیز ستراتیجی، زمونږ د اوبولګونې ستراتیجی، زمونږ د مالدارۍ ستراتیجی څه دی، چیرته دی او څه وخت، په دیره شفافه او خلاصه دول افغان ولس لپاره خپاره کیږی؟

ولس د شفافیت او د معلومات په انتظار کی دی!


د سولی، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله