لڼډ مهاله حکومت: د هیواد دروانې غمیزې نه د وتلو لار
24.02.2016 13:17بسم ﷲ الرحمن الرحيم
افغانستان باید د سولې ، امنیت او ملي واکمني د تامین او د اوسني ناورین د پای ته رسیدلو لپاره د ملګرو ملتونو تر کلکې څارنې لاندې له لاندې پړاونو څخه تیر شي :
۱ ــ ملګرې ملتونه د جګړې د اړخونو په توافق د سولې د پلویانو څخه یوه پنځه کسیزه کمیټه د « سولې کاري کمیټې » ( س ، ک ، ک ) تر نامه لاندې جوړوي. « س،ک،ک » خپل مشرټاکي او لاندې دندې سرته رسوي :
الف. د نړیوالو حقونو د اصولو په بنسټ باندې امریکايې چارواکې دیته هڅوي چې د وسلوالو مخالفینو سره مخامخ خبرې وکړي تر څو چې هغوي د ګاوندیو مداخله ګرو هیوادونو د ستراتژیکو ګتو د تامین په مقصد د سولې د پروسې په ضد د لوښې په توګه ونه کارول شي.
قطر دفتر ته رسمیت وربښل ، د طالب مشرانو پر سر جایزې لغوه کول، د طالب بندیانو برخه لیک ټاکل ، اوربند ، د سولې په پروسه کي د ملګرو ملتونو ونډه ، د لنډ مهال حکومت د جوړیدو څرنګوالی ، په راتلونکي سیاسي نظام کې د مقاومت (طالبانو) ځاي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالویښ ټاکل د هغې اجندا موضوعات جوړوي چې د وسلوالو مخالفینو او امریکا تر منځ په خبرو کې مطرح کیږي.
ب. د اوربند په موخه د جګړي د اړخونو سره خبرې کوي.
ج. د حکومتي او غیر حکومتي سیاسي کړیو د هراړخیزو مشورو په نظر کې نیولو سره په راتلونکې سیاسي نظام کې د وسلوال مقاومت ځاي ټاکي.
د. د جګړې د اړخونو او د جګړې څخه د باندې د مختلفو کړیو دریځونه د راتلونکي لنډ مهاله حکومت د غړیو د لسټ جوړولو په موخه رانږدې کوي.
۲ ــ د ملګرو ملتونو په مرسته دودیزه لویه جرګه رابلي.
لویه جرګه د علماو، قومي او روحاني مشرانو ، مدني ټولنو او د ولایتي شوراګانو د استازو څخه جوړیږي. د همدې مقصد د پاره په ټول افغانستان کې د اوربند او امنیت د نافذیدو او د الکترونیکي تذکرو د ویشلو څخه وروسته د ولایتي شوراګانو ټاکنې تر سره کیږي.
۳ ــ د سولې د کاري کمیټې مشر د لنډ مهال حکومت لسټ لویې جرګې ته وړاندې کوي. لویه جرګه په لیسټ کې د اړتیاوو په صورت کې د تعدیل راوستلو څخه وروسته حکومت ته د باور رايه ورکوي او د دوو کلونو د پاره يې کاري موده ټاکي.
۴ ــ نوې حکومت د بهرنیو هیوادونو له خوا په رسمیت پیږندل کیږي او د اوسني مستعفي حکومت ځای نیسي.
۵ ــ لویه جرګه له خپلو غړو نه د ولایتونو د نفوسو په بنسټ یوه سل کسیزه جرګګۍ ټاکي. لویه جرګه د ملي شورا واکونه ( د اساسي قانون پنځم فصل ) جرګګۍ ته د سپارلو نه وروسته ړنګ کیږي.
۶ ــ لنډ مهاله حکومت خپلې دندې د اوسني اساسي قانون په چوکاټ کې پرمخ وړي. خو د اساسي قانون پنځم ( ملي شورا ) او شپږم ( لویه جرګه ) فصلونه تعلیق او اړوندې چارې د تقنینی فرمانونو په بنسټ باندې سر ته رسوي.
د اساسي قانون د دویم فصل ( د اتباعو اساسي حقوق او وجایب ) حکمونه پدې شرط باندې نافذیږي چه د امنیتي حالاتو سره په ټکر کې نه وي.
۷ ــ لنډ مهاله حکومت د اسلامي او ملي اصولو د روحیې سره سم هغه مثبتې لاسته راوړنې چه د نړیوال نظامي ایتلاف د حضور په موده کې د بیان ازادي، بشر او ښځو حقونو په برخه کې تر لاسه شوې خوندي ساتي.
۸ ــ حکومت هغه تړونونه چې د افغانستان د ملي ګټو سره په ټکر کې وي باطل اعلانوي.
۹ ــ حکومت به له ټولو زندا نونو څخه سیاسي بند یان خوشې کوي. د جنایي بندیانو برخلیک به د قانون سره سم په لنډ وخت کې ټاکل کیږي.
۱۰ـ لنډ مهاله حکومت د امنیتي اوضاع په نظر کې نیولو سره له افغاستان څخه دټولو بهرنیو پوځونو او جنګیالیو د وتلو لپاره په واقعیتونو ولاړ پلان طرحه او پلی کوي.
۱۱- لنډ مهاله حکومت موازی قوتونه ړنګوي او د انجوګانو فعالیتونه د افغانستان د قوانینو لاندې راوړي.
۱۲ ــ په ټول افغانستان کې د پراخ امنیت د ټینګیدو نه وروسته ، لنډ مهاله حکومت د خپل کار د مودې د وروستي کال په پیل کې د اوسني اساسي قانون د حکمونو او د تقنیني فرمانونو سره سم د ولسمشري او پارلماني ټاکنو زمینه برابروي. د ټاکنو په بنسټ رامنځته شوې نوې حکومت د لنډ مهاله حکومت ځای نیسي.
د سولې پدي طرح کې د اساسي قانون د جنجال نه ډک تعدیل هغه راتلونکې حکومت ته سپارل شوې چه د ازادو او عمومي ټاکنو د لارې مشروعیت تر لاسه کوي ، بشپړ امنیت ټینګوي او د اوږد مهالې جګړې د عصبیتونو د سیاسي چاپیریال نه لرې جوړیږي.
و من الله توفیق
فرانسه ــ د فروري ۲۲ ــ ۲۰۱۶ م کال