د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړی څخه د خلاصون لیار (دوهم برخه)

بسم الله " بسمل" 23.02.2016 13:39

د افغان جګړی په اړوند تیره لیکنه د (جګړی څخه د خلاصون لیار) تر عنوان لاندې د افغان جګړی چه په نړیوال بعد یی متمرکزه وه او د هغي لیکنې په سلسله دا لیکنه د لیکوال د نظره سیمیز بعد څیړونکې ده.
غرب په ځانګړې ډول امریکا دخپلو ستراتیژیکو مخو ته د رسیدو لپاره  دهیتلر په خلاف د نورو ملیتنو اردو یا د دوي په اصطلاح د شپږمۍ اردو څخه کار اخلی. په آسیا کې د امریکا له هره اړخه مهمي او ستراتیژیکې موخی پخوانۍ شوری اتحاد او ننۍ روسیه، چین او اسلامي هیوادونه دي. امریکا هری موخې ته د واټن په بنیاد نژدې اردو یا نظامی ځواک د خپلو مخود لاس ته راوړو دپاره په ډالرو پیری اوګماری یی او هغې ته د خپلي ستراتیژی له مخی شپږم ځواک وایی.
دا چه ولې دا نوم پرئ ایښودلۍ دی او د تسمیه وجه یی څه ده؟  ځما په اند دوه دلیله کیدائ شې. اول دا چې په نړۍ کې پنځه ځواکمني اردوګانی موجودی دی چه امریکا یی ځینی خپلې بولی او ځینی یی پیریدلای نشی نو ځکه باید د پنځه اردوګانو نه سر بیره یا بیرون شپږمه اردو و پیری او خپلی موخو ته د رسیدو په موخه یی و ګماری.
دوهمه وجه دا کیدای شی چه په دوهمه نړیواله جګړه کی جرمني هره جګړه د خپل  یو نظامي ځمکنۍ ځواک په نامه یادول لکه (شپږمه پلی اردوsixth Army )چه د ستالینګراد جګړې ته وتلی وه او د ۱۰۷۸۰۰ پلی ځواکونو نه یوازی ۶۰۰۰ بیرته ژوندی راستانه شول. که څه هم دغه شپږم ځواک څو واری هیتلرته د شدید خطر احوال ورکړ او د عقب نشینی(شاتګ) غوشتنه یی وکړه لیکن هیتلر هغوی فدایان و شمیرل او د عقب نشینی فرمان او آجازه یی ورنکړه. نو پدی دواړو تعبیرونو غرب په تیره بیا امریکا د روس د راګونډو کولو دپاره د پاکستان اردو په ډالرو پیرودلی او فدایی پالیسې یی په اختیار کی ورکړی چه القایده، طالب او داعش په څیر ګروپونه وروزی او د غرب د موخو لاس راوړلو دپاره یی استعمال کړی.
ددی پالیسی په بنیاد امریکا شاید په نزدی راتلونکی کی د چینی اقتصادی او نظامی اقتدار را پرزولو دپاره د هند په اردو پانګونه وکړی دا په داسی حال کی ده چه د همدی موخی لپاری یی د جاپان او تایوان اردو له پخوا نه تر کنترول او تربیی لاندی ساتلی ده.
 د تیر په څیر د افغانستان یوه ستره ننګونه او ربړه د افغانستان جیوپولتیک موقعیت دی. روس غرب ته او غرب روس ته ستراتیژیکی موخی دی او افغانستان یی د لاری په اوږدو کی پروت دی.
په روانه جګړه کی د پاکستان پوځ او استخبارات د امریکا له لوری دیولیکلی یا نا لیکلی تړون په اساس خریداری شوی دی. کله چه پخوانئ شوروي اتحاد په افغانستان بربنډ تیری وکړ نو غرب (فرانسی او امریکا) ډیر ژر د یوی معاملی په ترڅ کې په ایران کې د کمونیستی آیدیالوژی په وړاندې د مبارزی په خاطر اسلامي ایدیالوژی حاکمه کړه او د رضا شاه پهلوی (امریکای مټه) حکومت یی د (فرانسوی مټه) اسلامي حکومت سره تعویض کړ اوهمدارنګه یی په پاکستان کې یو سوشلست حکومت د بهټو په اعدامولو سره را نسکور کړ او داسلام تر عنوان لاندی یی نظامی افراط ګرایانو ته د حکومت واګی په لاس ورکړل چه د پاکستان پوځ او د ایران ملایان په ترتیب سره د امریکا او فرانسی په اشارو چلیږی.
دبلخوا دواړه ګاونډي هیوادونه په خپل وار سره خپل سیاسي او اقتصادې موخې لرئ چه په روانه جګړی کې یی باید په لاس راوړی او کنه د جګړې نه لاس په سر کیدل خپله ناکامي بولی. د ډیورند کرښه رسمئ کول، د افغانستان په سیندونو او اوبو کې خپله برخه ثابته ول، او د افغانستان په خارجي سیاست قبضه کول د پاکستان د فوځ او حکومت مهم سیاسی، او اقتصادی ارمانونه دی.
اخوا ایران په ټوله کې خپلو ملي ګټی ته ډیر ژمن ده چه د شعیه آیدولوژی په محور څرخیژی او په سیمه (اسیا) کې د شیعه مذهب امپراطوری جوړول یی لوی ارمان دی . په افغانستان کې د کمونستی رژیم په دوران کې یی د افغانستان په وړاندی دوه مخی پالیسی غوره کړی وه چه دواړه چپ ګرا او راست ګرا شیعه ډلو سره یی مرسته جاری ساتله، ښاغلی سلطان علی کشمند یی د وخت صدراعظم جوړکړ او بلخوایی شیعه مخالف وسلوال ګروپونه حمایه کول. په سوریه، عراق، او ترکیه کی همدا ډول پالیسی لری.
بلخوا ایران په افغانستان سنی مذهبه افراطیت، انارشستی او بربریت کې خپله سیاسي اقتصادی او مذهبی بقا ګوری. چه یوه پلوه ایرانی سنی مذهبه کوردان او بلوچ سیاسی حمایت پیدا نکړی او دبله پلوه افغانان د هلمند او هریرود د اوبو بندولو جوګه نشی او دریم اړخه سنی مذهبه ایدولوژی په افراطیت او ترهګری بدنامه کړی او د همدی موخو دپاره طالبانی ایدولوژی حمایه کوی پداسی حال کی چه خپل شیعه ګروپونه باید په حکومت کی په مرکزی رول وساتی.
په آخر کې آمنیت، صلح او ثبات په ټوله کې د یو هیواد بقا ضمانت کوی، نو لدی امله زمونږ ګران هیواد ته په سر کی امنیت بیا صلح او بیا ثبات ته ګړندی اړتیا ده او کنه هیواد په نړیواله او سیمه ایزه قضا کی په تدریجی مرګ محکوم دی.
 ددی ناورین او بدنیتیو نه د خلاصول لار د افغانان په یو والی کی وینم. افغانان باید په متحد ډول لمړی د انتخاباتود کمیسیون تر سیوری لاندی د ملي دودیزی جرګی له لاری د اوسنی حکومت بدیل پیدا کړی، دوهم د هیواد بهرنې پالیسی په یوالی سره تصویب کړی، دریم یو نړیوال نظامی او امنیتی تړون (ناتو یا واسا) ته ورداخل شی خو واسا ورته غوره بولم، څلورم د هند سره نظامی او امنیتی تړون لاس لیک کړی پنځم ملي اردو باید خپلی خاوری یعنی پښتونخوا ته ورداخله شی، شپږم کویټه او بلوچستان د بلوچو په ذریعه خپل کړی بیا د صلح خبری مطرح کړی نو امن، صلح او ثبات به شونی شی او  کنه دا اوسنی روانی هڅی د وخت ضیاع او ناکامی یی متصوره بولم.              
دوام: د جګړی ملی بعد یی لطفا په پرله پسی لیکنه کی وګوری

۲ حوت، ۱۳۹۴