د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سږکال به کابلیان له جګړوڅخه نه ، بلکې له تندې کډې بارکړي

محمد انور ولید 23.02.2016 13:34

هسې هم زموږ په ټول هېواد کې د پردیو توطیؤ او پردیو تپل شویو جګړو له لاسه له تېرو (۳۷ ) کالو را هیسې نا امنیو زور اخیستی . هېڅوک په غره ، راغه ، کور ، کلي او ښارونوکې د خپلې نږدې او لیرې راتلونکې په اړه امنیت او خوندیتوب په ذمه واره توګه نه شي اټکلولای . ځکه مسؤولو چارواکو او نهادونو خپله له وېرې تر ځانونو پاخه دېوالونه راتاوکړي او د یوې دروازې پرځای یې لکه د ګوانتانامو د زندان څلور پینځه ځایه دروازې جوړې کړې او پیرې یې په کې درولې دي .
حضرت عثمان ( رض ) ته یو صحابي ورغۍ او ورته ویې ویل چې : اې امیر المؤمنینه ! پرځا پیرې ودروه ، امنیتي وضعیت خراب دئ ، چېرې نه چې د حضرت عمر فاروق ( رض ) په څېر پر تا باندې هم څوک حمله وکړي .
حضرت عثمان ( رض ) یې په ځواب کې وویل چې : دا به بیا یو دود شي ، او خواران غریبان او مظلومان به بیا د سترو چارواکو حضور ته د څه کاراو حاجت پوره کولو له پاره نه شي ورتلی او د مشرانو دروازې به د مظلومانو او محتاجانو پرمخ وتړل شي . له همدې کبله زه د مظلومانو پر مخ خپله دروازه نه شم تړلی . مرګ او ژوند دواړه د خدایتعالی له جانبه دي . په کومه ورڅ چې زما مرګ وي ، که ټوله دنیازما د خلاصون له پاره راشي ، بیا به هم زه مړکېږم . اوترڅوچې زما ژوند وي ، د پیغمبر( ص ) د حدیث مبارک پر بنسټ ؛که ټوله دنیا زما په مرګ پسې هڅه وکړي ، بیا به هم زه ژوندی یم . دا خکه چې الله تعالی ټول ژوندي موجودات او د هغوی خوراک او څښاک ـ حرک او سکون ـ خوب  او ويښه ناسته پاسته ، اوکړه وړه په ډېره دقیقه محاسبه سره پیداکړي دي . ترڅو چې د هغوی د ژوند دغه ټول اړوند څيزونه د پاني دنیا په دغه مستودع( ګودام ) کې تمام شوي نه وي ، دوی به هم ژوندي وي .کله چې دا هرڅه خلاص شول ـ بیا به د خپل تولیدي ، عروجي او نزولي فطري مسیرطی کولو سره سم خا مخا مري او د خپل اصلي استقرار ( قبر ) ځای ته به ورځي .
ولې انسا ن د خپل خدای ورکړي عقل اوعلم له مخې هم د خپل ځان ، اوهم د نورو په وړاندې یو مسؤول او ذمه وار مخلوق دئ چې ځانته په ټولنه کې د خپلو حسنه اخلاقو او نېکو اړیکو پر بنسټ خوندي ځای پیدا کولای شي . ځکه خپله ژبه ، خپل لاس او خپل فکر د هر انسان هم دښمن دئ او هم دوست . د ګلانواو اغزوکرهم په لاس ، ژبه او فکر سره کېږي چې سړی هم خپله سیمه پرې ګلزارکولی شي او هم یې د خپلو پښو خارګرځولی شي  .
 
خو داسې نه چې چارواکي د زر ، زور او تزویر له لارې د خلکو او مظلوم ؤلس پرسر د پاسه ور ناست وي . د ژوند په سختو شرا یْطوکې د خپلې ذمه وارۍ خلاف ځان پرمظلومو خلکو باندې ساتي ، او په آسانه شرایْطوکې بیا د ژوند ټول امنیازات د خپل پلار او نیکه زوړ میراث ګڼي او وایي : داچرګ خو یو مارغه دئ ، چې چاونیو د هغه دئ . نه داسې هم نه ده . ژرنده که د پلارده هم په وار ده . انسان باید تل خپل اصل ، نسل او فصل ته پام وکړي .
الله تعالی په پاني نړۍ کې ټول نعمتونه انسان ته د ټولنیزې ښېرازۍ په خاطر مُسخرکړي ، اوبه هم د ژوند کولو له پاره یو مهم الهي نعمت دئ چې د ټولو یو حجروي او کثیر الحجروي ، فقاریه او غیر فقاریه ژوواو نباتانو ژوند ور پورې تړلی دئ .
ځمکه ـ او په ځمکه کې ټول مافیها پراوبوباندې ژوندي دي . الله پاک په قرآن کریم کې هم فرمایلي دي چې : ما اوبه له آسمان ( بلندۍ) څخه ځمکي ته را نازلې کړې ( د بارانونو ، واورو او ږلیو اورېدوپه شکل ) ترڅو مړه ځمکه پرې را ژوندۍ کړم . ځکه ژوند په اوبوسره دئ . که اوبه نه وي نو ژوند هم نه شته .
د افغانستان تېرو حکامو هر یوه د خپل واک پر مهال یوازې خپل عیش او نوش کړی ؤ ـ افغانستان ته یې هېڅ خدمت نه دئ کړی ، او ټول عمر یې ملت تېر ایستلی ، در واغ یې ورته ویلي او د ملت سترګو ته یې خاورې ور شیندلې دي . ځکه موږ په خپل هېواد کې هرڅه لرو ، خو د پروسېس او په کار اچونې له چل څخه  یې محروم او لیرې ساتل شوي یو . پخوانیو چارواکو له داسې دولتونو سره خپلې اړیکې تودې ساتلې وې چې هغوی خپله د افغانستان طبیعي زېرموغلا کولو ته په دوو پښو څک ناست دي .
افغانستان د لېتیم او یو رانیمو له هغو سرشارو عناصرو څخه ډک دئ چې په زرګونو، لکونواو مېلیونوچنده د آبي اولمریزې برېښنایي اوحرارتي انرژۍجوړولوقابلیت اوطاقت په کې شته . خومتأ سفانه چې له تېرو( ۳۷ ) کالورا هیسې زموږ دغه حرارتي او برښنایي انرژي غلا کېږي ، پر زېرمو یې د سیمې د امنیت په پلمه پوځي پېزونه  جوړېږي او د ځمکې او هوا له لارې وړل کېږي  ، خود مخنیوي څوک یې نه شته .
دا چې په روانه اوونۍ کې افغان دولت د ځمکو د غاصبینو او افغان اوبو مهارکولوپر پروګرام جوړولو باندې هوکړه وکړه ، یو نېک ـ ملي او اقتصادي کار دئ . خدا ی دې وکړي چې د عمل جامې ور واغوندي . ځکه د افغانستان له روانو اوبو څخه د افغانستان ګاونډیان ډېره مفته ګټه اخلي ، آب ګردان او د برښنا تولیدولو بندونه یې نه شته ، خپلې ځمکې او دښتې یې شاړې پرتې دي ، د افغانستان د خودکفأکېدو امکانات په افغانستان کې شته ، خو د چارواکو یې خوښه نه وه چې له دغو امکاناتو څخه ملي ګټه پورته کړی . دهغو لومړیتوب د هغوی په واک کې پاتې کېدل وو او بس . اوس هم ځينې کړۍ یوازې د ارګ یا مرګ چیغې وهي او همدا یې لومړیتوب دئ ، نور د هېڅ شي په قصه کې نه دي .
افغانستان ته زبرځواکونه را غلل ، ملت ورسره وجنګېد ، هغوی یې له خپلې خاورې ایستو ته اړکړل او په نیمګړي ارمان یې دې خاورې ته شاکړه . لوږې ، بې کورۍ ، بې روزګارۍ ، مرګ ژوبلې ، تهدیدونه مهاجرتونه او محرومیتونه یې ټول وګالل . خو اوس په خپل کورکې د خپلوسیندونو له غاړې له تندې مري ، په تیاره کې ناست دي ، له لوږې مازیګر څملي او د بې روزګاریو له لاسه د پردیو وطنو مرغۍ شړي . .  
د برښنا پخواني بې مسلکه وزیر په (۲۲) میلیارده پردیو ډالرو پردۍ کرایي پرښنا د افغانستان ځینو ښارونوته په نمایشي توګه را وارده کړه او د خپلې برښنا د زرګونو مېګا واټه برښنایي تولید ظرفیت یې په لته پرې وواهه ، چې له امله یې نن د افغانستان پلازمېنه کابل هم په تیاره کې ډوب دي اوکابلیان په تیاره او یخنۍکې شپې ورځې تېروي . دېته وایي بربنډه او سپین سترګې درغلي .
په (۲۲) میلیارده ډالرو سره د برښنا تولیدولو او اوبو ذخیره کولو ډېربندونه جوړېدل چې افغانستان له کرایي واردې شوې برښنا څخه پرې خلاصېدای شوای . خو داسې ونه شول . دداسې عناصرو خولې له پخوا را هیسې د کرګسانو په څېر د اداري فساد په مردابونوکې خوږې شوې او اوس هم په افغانستان کې د واک ګدیوته د رسېدو په تمه خپلو مذبوحانه هلو ځلو ته ادامه ورکوي . له هرې خوا یې د نظام جوړونې په نامه کاغذ پرانیو ته چیلک ور اچولي او غواړې له دې لارو څخه خپل ځانونه یوځل بیا واک ته ورسوي .
د اشرف غني حکومت که چېرته په ریښتیا سره دا خاوره او ددې خاورې بچیان د ځان ګڼي ـ نوپه بنیادي ملي کارونوکې دې لومړی هغو لومړیتوبونو ته لومړیتوب ورکړي چې همدا اوس د خلکو ژوند ګواښي .
دغه لومړیتوب سږکال د څښاک د اوبوخبره ده . پخوانیو متل کاوه چې (( کابل بې زر باشه ، بې برف نی )) سږ کال ټول په خپلو سترګو وینو چې په کابل او د افغانستان په اکثرو سیمو کې واورې بارانونه ونه شول ، کال ډېر وچ ښکاري ، د ځمکې د اوبو سطحه هم خورا ټيټه لوېدلې ده ، د اوبو سیستمونه نشته ـ او یا هم له مینځه تللي دي، دکابل په اکثروناحیوکې بمبې اوڅاګان وچ شوي اوخلک له ډېرولیرې سیموڅخه دڅښاک اوبه خپلوکورونو ته په موټرو او نورو وسیلو سره وړي .
دا په داسې حال کې ده چې د لیرې پرتو سیمو نیمه ژورڅاګان او بمبې هم یا په وچېدو دي ، اویا هم چاته د خپلې یوې بوشکې ډکولو نوبت نه پرې ور رسېږي .
ؤلسمشر هره  ورځ پرتدارکاتو باندې خپلې غونډې را بولي او لومړیتوبونه په کې په ګوته کوي ، خو د کابلیانو د حیات سره پر تړلې اصلي او عاجله موضوع هېڅوک خبره نه کوي .
که چېرته ددې سترې ستونزې د هواري په هکله همدا اوس ژر تر ژره بحث ونه شي ، په اړه یې لازم او بیړني عملي تدابیر و نه نیول شي ، په کابل کې د خلکو د څښاک د اوبو ستونزه له مینځه ولاړه نه شي ، د پسرلي له پیلېدو سره سم به خلک د څښاک د اوبو د نشتوالي له امله له کابل څخه کډې بارکړي ، نه د جګړو له وېرې . کابل دې بیا پر همدغو څوتنوچارواکواوددوی پرباډي ګارډانواوخارجیانوباندې مبارک وي . ددوی په خالي کورونوکې به بیا ترورېستان ځالې جوړې کړي . دکابل اوسېدونکي به خپلوهغوپلرنیوسیموته ترې وکوچېږي چې هلته  اکثره طالبان ، داعشیان اوترورېستان پراته دي ، د اوبو واک هم د هغوی ترکنټرول لاندې دئ . اوهلته به بیا هغوی د ترورېستانوپه شرطونوقبلولوسره خپل ژوندکوي ، چې دا به بیا دې حکومت ته یوبل ستر امنیتي سرخوږی اولوی ګواښ جوړکړي .
ؤلسمشر دې ژر تر ژره د تدارکاتوکمېسیون را وغواړي او دکابل د څښاک د اوبو ستونزه دې له هره اړخه په کې وڅېړي . د شکر درې بنددې فعال کړي او دکابل د څښاک د اوبو مدیریت ته دې داسې څوک وټاکي چې غل نه وي ، صادق او په کار پوه وي .که نه نو دولت دې په لوی لاس خپل ځان ته نورې ستونزې نه جوړوي . بس مو همدا را پېښې ستونزې دي چې ور سره لاس اوګرېوان یو . د ښې ، خواخوږې او صادقې حکومتدارۍ په هیله .