د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حنیف ګردیوال ولسپال او خدمتګار چارواکی

فطرت مومند 20.02.2016 14:12

حنیف ګردیوال ولسپال او خدمتګار چارواکی
ځینې کسان وايي په يو څو ګلانو نه پسرلی کېږي په يوه مملکت کې څو تنه هيڅ نه شي کولی څو تنه به کوم ځای ته ورسېږي. ترڅو ټول ښه نه شي کارونه نه ښه کېږي.
په دغسې خبرو ساده ګان ډېر ژر غولیږي او هغه کسان چې انسان ته یوازې د جسمانیت له خوا نه ګوري بلکې تدبیر، فکر او د ادراک قوت ته ګوري هغه پوهېږي چې يو سم او صحیح انسان د یوې سمې او صحیح نقشې او صحیح پروګرام په طرح کولو سره په دنیا کې لوی لوی کارونه کوي او ډېر خلک په سمه لاره د عالي مقصد په لوري روانولی او بیولی شي.د دغه شان څو تنو سړیو له لاسه ډېر ډېر کارونه کېږي او دغسې اشخاص هرځای ته رسېدلی شي. په دغسې يو ګل باندې سل پسرلیه جوړیږي مګر په څو پسرلیو کې موږ دغه شان څو ګلونه نه شو پيدا کولی ځکه چې نه یې شو پېژندلای.زه دا نه وایم چې نه شته یا په دې خاوره کې استعداد محوه شوی دی بلکې وایم چې باید په دغسې سړیو پسې وګرځو او د وطن غرونه، رغونه کلي او کورونه ورپسې ولټوو.
که قدر و قیمت، مقام و منزلت، حیثیت او شخصیت، موقف او اخلاقیت، سړیتوب او انسانیت، وینې او مینې، راشه درشه، ناستې پاستې، خولنۍ او شیرینولۍ ، ټولنیز خدمت، ولسپالنه، سیمه پالنه، فرد پالنه، غریب پالنه، روڼ توب، عدالت، حق پلوي، تر خپلې وسې پورته کار کول او دې ته ورته نور ډېر د ملي شخصیت معیارونه په پام کې ونیسو نو دا پورتني ټول خواص د ننګرهار مرستیال والي ښاغلي محمد حنیف ګردیوال په وجود کې موندلی شئ...
موږ هغه انسان ته په حقیقي ژوند قایلیدای شو چې په په خلاصو سترګو په خپله اراده او مینه د خپل مقصد، خپل ملت او خپل وطن لپاره کار او حرکت کوي.که د یو سړي مقصد له خپل شخصي مفاد څخه لوړ او پورته وي یعنې يوازې د خپل ځان په غم نه وي اخته او د اجتماعي سعادت لپاره هم زیار باسي. د داسې خلکو ژوند ډېر قدر و قیمت لري چې باید هرڅوک يې وستايي او ورباندې خوشاله وي.
موږ باید هغه کسان چې زموږ له پاره کار کوي، خدمت کوي، په درد مو دردیږي او په غم مو اوښکې تويوي وپېژنو او له سرو سره يې وتلو، دلته زموږ هدف د انسان پېژندنه او دسړو پېژندنه ده نه د چوکیو او نومونو پېژندنه.
چې سره له لوړ دولتي منصب او څوکۍ لا هم د نیستۍ، غربت او ملنګۍ په نشه مست دی، لا هم په لارو څلور لارو کې ولاړو سوالګرو او بې وسو ته لپې لپې اوښکې تویوي...
که مو په اوسني نفسي نفسي او د مادیاتو په دور کې داسې یو چارواکي په کار وي چې ستاسو په ولسي معیار برابر وي، مانا د یو مخور، سپين ږیري، قومي مشر، جرګو مرکو سړی، د مجلسونو او بنډارونو خوږوونکی او په ټوله مانا د ولس د زړه د رښتیني منعکس کوونکي سړي په لټه کې یاست نو پرته له مبالغې ګردیوال صیب یو له هغو خلکو څخه دی چې د الفاظو لیکلي اوصاف به ختم شي مګر د ده سنګیني، دروندوالی، درناوی او خاکساري مزاجي به لا هماغسې پاتې شي...
ګردیوال لکه د نورو ولایاتو د مرستیال والیانو په شان ندی چې په ټوپکو او ساتونکو کې نه ښکاري او یا هم په میاشتو او اوونیو نه پیدا کېږي او یا دې څوک نه ورپرېدي بلکې که ته غواړې چې خپل غږ او خپله عریضه په ننګرهار کې ولایت مقام ته ورسوې نو تر ټولو اسانه کار همدا دی د ګردیوال صیب د معاونیت دروازې د ټول ولس پر مخ خلاصې دي...
له مراجعینو سره يې برخورد د هغوی څېرې او عمر ته په کتو سره دی، که سپين ږیری ورغی نو دی ښه سپين ږیری دی، که ځوان ورغی نو ښه ځوان دی، که ورکوټي ورغی نو ځان ورسره هماغسې وړوکی کړي مانا د هرې طبقې سړی چې د کار په موخه ورشي نو ایله يې په دولت کې د غږ اورېدو په اړه زړه ډاډه شي چې شکر خدایه په دولت کې هم دومره څوک شته چې په سړه سینه زموږ غږ اوري...
دی نور ډېر عجیب خواص لري ته فکر نه کی چې دی د یو مهم ولایت مرستیال والي دی زه يې دغه توصیف او ځانګړنې درته یوه یوه زبادوم.
که غواړې له ګردیوال صیب سره ټيلیفوني اړیکه ونیسې نو اړتیا نشته چې لومړی یې سکرتر ته زنګ ووهې بیا وخت درته واخلي او یا هم تر ډېر زنګ وهلو وروسته پدې بریالی نشې چې خبرې ورسره وکړې بلکې ګردیوال صیب خپل ټيلیفون پخپله اخلي هغه که د ولسمشر وي که د ولس د یو عادي فرد، ستا ستونزه په سړه سینه اوري لارې چارې درته ښيي خپل د معاونیت ټوله اداره ستا په خدمت کې کوي اړوند مرجع ته دې ورپېژني او موضوع دې تعقیبوي. خو برعکس نورو ولایاتو معاونین بیا بدبختانه داسې ندي هغوی حتا د یوې عریضې د لاسلیک لپاره هم میاشتې میاشتې نه شې پیدا کولی، هغوی د ولس په سر ناست سرزوري حاکمان دي، نور معاونین خپل موقف او دولتی منصب په ولس خرڅوي، خپل ماموریت په ولس احسانوي خو ګردیوال صیب بیا تر دوی ډېر متفاوت دی.
ځینې داسې معیارونه او خبرې دي چې په یو چا کې نه وي او ته يې ورپورې تړې نو په داسې بېځایه خبرو سړی هم خدای ته مسوول کېږي او هم بنده ګانو ته هم به د خدای پر وړاندې ټيټې سترګې وي او هم به ولس ته مخ نلري چې دومره بېځایه اوصاف دې کړي، خو زه نن یوه خبره په زغرده کوم او په ډېر مسوولانه او بې پلوه ډول اعتراف کوم چې یوازې ګردیوال صیب دی چې په ننګرهار کې پرې ولس راټول دی، د ولس غږ اورېدل کېږي، ولس او دولت ترمنځ په ولایتي او مرکزي کچه د اړیکو پالونکی دی.
د اداري او ولایتي ادارو د کنترولولو ترڅنګ علمي، فرهنګي، پوهنیزو، نمانځغونډو، مشاعرو، فراغت غونډو، ولسي غونډو، د ناروغانو پوښتنې، د ټپيانو عیادت، خوښۍ، واده، جنازه او دې ته ورته نورو ټولو هغو راټولیدنو او غونډو ته ورځي چې په دغه ولایت کې دایریږي.
د ګردیوال صیب د سکرتریت دفتر مسوول داسې یو ځوان دی چې د ډېرو خوږو اخلاقو، انسانیت، سړیتوب، خوش مزاجۍ، سنګینۍ، ښه خوي او مینې سمبول دی دومره شرافتمندانه برخورد درسره کوي چې په ځان پورې به خجالت شې مانا د ګردیوال صیب او مراجعینو ترمنځ د ښو او خوږو اړیکو ښه او وړ مدیریت کوونکی ځوان دی که ورته نور چارواکي هم داسې یو باصلیقه، مینه ګرکی او په کار ځوان له ځانه سره ولري نو له ولس سره د دولت واټن له تر ډېره بریده راکم شي.
که مرکزي حکومت په تېرو دیارلسو کلونو کې په ولایاتو کې دغه ډول ولسي او معنوي خلک دولتي منصبونو کې استخدام کړي وای نن به د دولت او ولس ترمنځ واټن دومره نه ډېرېده چې اوس يې دولت په راکمولو میلیاردونه ډالر لګوي.
په ولایتي کچه چې ګردیوال صیب یوازې د اقتصادي پیاوړتیا، سوداګر پانګونې ته د هڅولو په موخه، په ولایت کې د لاسي صنایعو دودول، د ملي تولیداتو لپاره کمپاین، د ولایتي صنعتي فابریکو د پياوړتیا، د صنعتي ودې او پراختیا لپاره هلې ځلې، د ټيټې کچې د سوداګرو لپاره د زمینې چمتو کولو، د میوه جاتو او سبزیجاتو د کرونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او دې ته ورته نورې ډېرې اقتصادي زیربناوې دي چې ګردیوال صیب حتا وخت په وخت د دوی فابریکو ته ورځي دوی سره له نږدې کیني، د دوی ستونزې تر مرکزي دولته رسوي، په ولایتي کچه ورته هر ډول اسانتیاوې او مارکیټ برابرولو برخه کې مرسته کوي. د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ په فعالولو، پاللو او خوندي ساتلو کې د ګردیوال صیب لوی لاس دی.
همدا اوس اوس يې د پوهنې ریاست څخه جدي نظارت پيل کړی دی چې د جلال اباد ښار سربېره په یو شمېر ولسوالیو هم وګرځېد د لېسو او ښوونځيو وضعیت يې له نږدې مطالعه کړ او شته ستونزې يې پخپله درک کړې اوس لګیا دی د پوهنې د پياوړتیا لپاره شپه ورځ کار کوي او د پوهنې منسوبین يې تر سخت تهدید او جدي څارنې لاندې نیولي ترڅو شته ستونزې حل او د راتلونکي لپاره يې مخنیوی وکړي.
د زراعت، پوهنې، روغتیا، بیا رغونې، پوهنتونونو، زده کړه ییزو مرکزونو،ښاروالۍ، ترافیکو، قومندانۍ، پولیسو، امنیت، اقتصاد، د ولس د ژوند خوندیتوب، ولس ته د وړ او سمو خدماتو ترسره کول او ټولو هغو برخو کې منډې ترړې او هلې ځلې کوي چې د ولس ورته اړتیا ده او ولس ورسره ډېر مخیږي.
په ننګرهار کې د کرزي په دوره کې دا درېيم والي دی چې ګردیوال صیب ورسره د مرستیال والي په توګه کار کوي ننګرهاریان که غاړه بنده نه کړي او حق ته حق ووايي نو تر والیانو موږ ته ګردیوال ډېر په ګټه وه او موږ سره يې ډېر د شرافت او عزت برخورد کړی دی. ننګرهاریان ټول په ګردیوال صیب راټول دي والیان بدل شول لاړل راغلل او ځي به خو ګردیوال صیب خپل موقف، شخصیت، حیثیت، مقام او عزت داسې وساتل چې د ګوت نیونې ځای يې نه دی پرېښی او تراوسه پورې به داسې څوک ثابته نه کړي چې د مظلوم پر وړاندې یې د ظالم حمایت کړی وي بلکې تل يې د مظلوم ملاتړ او د ظالم او جابر مخالفت کړی دی.
دا چې په مرکزي او لایتي کچه ځينې ستونزې او فسادونه شته او مخنیوی یې حتا د ولسمشر او تر ولسمشر پورته زورورو د وسې خبره هم نده نو که په ولایتي کچه هغه ته فساد او ستونزې اوس هم وي نو دا مانا نده چې ګوندي والي بیخي برات لري او یوازې مرستیال يې ددې هرڅه مسوول دی.
خدای حاضر دی چې د ده په وجود کې شته انرژي یوازې د ولس د بهبود لپاره کارول شوې ده او بس...
زما يې دا خبره اوس هم یاده ده چې کله د ننګرهار پوهنتون د داخلي سرکونو د جوړولو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل شو ګردیوال صیب کور په کور کوڅه په کوڅه در په در د هر خیرخوا او ملي سوداګر او د هرې ادارې مخې ته ورغی د پوهنتون لپاره يې ترې مرسته وغوښته او سرکونه یې بالاخره بشپړ کړل. کله چې ګردیوال صیب د سرکونو کار ارزیابي کړ او کار پای ته ورسېده نو دی پخپله وايي چې پیسې خلاصې شوې او د مزدورانو او ګلکارانو پیسې پاتې شوې څوک نه ول چې دا پیسې يې ورکړې وای نو کاریګر به هره ورځ زما د دفتر مخې ته ناست ول او پیسې به يې غوښتلې...
ګردیوال صیب وايي چې بالاخره مې له کوره هم پیسې راوړې او د هرې میاشتې معاش مې هم کاریګرو ته ورکاوه او درې میاشتې چې مې مسلسل دا معاش دوی ته ورکړ نو له قرضه يې خلاص شوم نو کور کې يې راته ویلې چې دا نو څنګه ولایت دی چې د کور روپۍ پکې خورې...
نو دی وايي ما ورته ویل چې دا یو خیریه ،علمي او معنوي کار وه خدای خو شته هغه دې له خپلو غیبو خزانو راکړي...
چې د خلکو نیک خواهي لرې په زړه کې
مبارک شه پاچايي لرې په زړه کې
ګردیوال صیب بالکل پاچايي لرې په زړه کې، ته د خلکو نیک خواه يې، ته د ولس خدمتګار يې ، ته د ولس په درد دردمن یې، ته د ولس رښتینی بچی يې، ته ولسي چارواکي یې، ته ددې خاورې سپېڅلی خادم يې، تا په زړونو حکومت کړی، ته د ټول ننګرهار زړونه ګټلي تا د هر چا غوښتنه ته هو ویلي تا د هر چا ستونزه په سړه سینه اورېدلې، تا د هرچا ستغه سپوره، تېزه او بده خبره په سړو دماغو او خنده رویه څېره اورېدلې او حوصله دې ورته کړې...
ستا حوصلې، عاطفې، مینې، صله رحمۍ، انسانیت، اخلاقیت، ملي دریځ، ولسپالنې، خاورې سره د بې کچې مینې او ښې حکومتدارۍ ته صد سلام ددې خاورې بې لارې، دوه مخي او ولس دوښمنه چارواکي دې خدای ستا په لار روان کړي او له تا دې حکومت کول زده کړي.
په پای کې له مرکزي حکومته د ننګرهار د ولسونو، ځوانانو او اوسیدونکو غوښتنه داده چې:
که غواړئ په ننګرهار کې د ولس او ولایتي ادارې ترمنځ اړیکې تلپاتې ټينګې او احسنې پاتې شي
که غواړئ ولایتي اداره خپل حیثیت او موقف دروند او منلی وساتي
که غواړئ په ولایتي اداره کې د فساد پر ضد مبارزه پیاوړې او روانه اوسي
که غواړئ په ولایتي ادارو کې کارونه منظم او د خلکو شکایتونه کم وي
که غواړئ د ننګرهار ګرد ولس له حکومت او دولتي دوایرو خوش و خوشاله وساتئ
او که غواړئ د ښې حکومتدارۍ، ولسپالنې، امنیت ټينګښت، دولتي اعتماد سازۍ، ولسي همکارۍ، ولسي مرستو راجلبولو، ولس قربانۍ ته اماده کولو، اقتصاد، روغتیا، پوهنه، زراعت، مالداري، سوداګري، فابریکو خوندیتوب او دې ته ورته نور ټول اړخونه مثبت او دا هرڅه تر بل هر ولایت په یو بېل معیار او کیفیت وساتئ او ننګرهار د علم او ادب کور ترڅنګ د هېواد لومړی درجه ولایت هم پاتې شي نو ...
ښاغلی محمد حنیف ګردیوال دې د دې ولایت د مرستیال والي په حیث پاتې وي هم به مو د ولس زړونه ګټلي وي او هم به مو خپله ښه حکومتولي په عمل کې ثابته کړې وي.
د ښاغلي ګردیوال صیب د لا بریا، اوږد عمر، پرسکونه ژوند او له ولس سره د همداسې رښتیني او شیرین برخورد ساتلو په هیله...