د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټاپي- د افغانستان اقتصادي بدلون

توریالی ملیار 20.02.2016 14:12

نه مرسته ده نه د چا احسان او نه یې ګټه مشروطه ده په سیمه کې د افغانستان جیو پولیټیک موقعیت او د افغان حکومت هڅې دي چې په فکرونو کې نغښتې او لسګونه کاله وړاندې د کاغذ پر مخ کښل شوې ستره اقتصادي پروژه عملي پړاو ته ور ننوزي.

له افغان لوري یوازې د امنیت ډاډ د یو ستر مسوولیت په بڼه بللی شو ځکه (٪۵) د پیسو ونډه چې باید افغانستان یې په دغه پروژه کې ولګوي درې سلنه یې نړیوال بانک ورکوي چې پاتې نوره افغان دولت په اسانه برابرولی شي.

البته دا هم د یادونې ده چې د خواوشا 7000 امنیتي ځواکونو لګښتونه چې (۶۰ میلیون ډالر) کېږي د پروژې د ګډونوالو په غاړه دي، همدا ډول د خواوشا 4000 نور پرسونل ډېره برخه به هم افغانان وي چې هغوی ته به هم د پروژې له خوا مالي امکانات برابریږي.

ګټه یې له همغه وخته پیل کیږي چې په افغانستان کې یې عملي کار پيل شي، په لومړي سر کې د ماین پاکۍ موسسې په لویه کچه په کار ګومارل کیږي، د پروژې د تخنیکي سرویرانو کارونه پیل کیږي او کرار کرار په نورو بر خو کې د کار ځواک په کار ګومارل کیږي.

پروژه انجنیران غواړي، ډيماینران، سرویران، د محاسبې کاروونکي، اداري پرسونل، د ټولنیزو چارو پوهان، مسلکي کدرونه، امنیتي ځواکونه، روغتیايي کارکوونکي، مطبوعاتي ټيمونه، او نور کسب ګر چې دوی به د خپل مسلک له مخې په دغه ستره اقتصادي پروژه کې په کار بوخت شي.

دغه پروژه نه یوازې یوه اقتصادي پروژه بللی کیږي بلکه یوه سیاسي او امنیتي پروژه هم ده چې په عملي کېدو سره به یې د افغاستان او پاکستان ترمنځ ترینګلی حالت ښه شي او له بله پلوه به د افغانستان په جنوب لویدیځ او لویدیځو ولایتونو کې د جګړې لمبې کرارې او ځای به یې د ځوانانو بوختیا ونیسي.

دغه پروژه د نړۍ په کچه هم د افغانستان موقف لوړوي، په نورو تکیه کمیږي او همدا ډول په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ډګر کې یې نړیوال باور لوړیږي.

له بله پلوه دغه پروژه د نوور اقتصادي پروژو د پیل زیری هم بللی شو، د دغې پروژې په بریا به د رېل هغه پټلۍ هم په عملي ډګر کې پلې شي چې د افغانستان له لارې جنوبي اسیا له مرکزي اسیا او بیا له اروپا سره نښلوي او په مرسته به یې د افغانستان پیدا وار جنوبي اسیا او اروپايي بازارونو ته په ارزانه او لږ وخت کې و رسیږي. له تاجکستان او قرغزستان څخه پاکستان ته د برېښنا (کاسا زر) د لیږد پروژه د پیلېدو په حال کې ده او که د ټاپې پروژې کارونه پر بریا پیل شي نو زر به کاسا پروژه هم ورسره پیل شي او په دې پسې به له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا دلېږد نورې سترې پروژې هم رامنځ ته او عملي شي ځکه د جنوبي اسیا ډيری هیوادونه د بریښنا له سخت کمښت سره مخ دي او غواړي له مرکزي اسیا څخه چې پرېمانه بریښنا لري د خپلې اړتیا وړ برېښنا وپېري. همدا ډول دغه پروژه د هغې پروژې د پيل مقدمه هم بللی شو چې د چین تولیدات د ریل له لارې په اسانه او چټکه توګه له افغانستان څخه ایران او منځني ختیځ او همداسې اورپايي هیوادونو ته لاره پیدا کړي چې په دې سره به د وریښمو پخوانۍ هغه لاره را ژوندۍ شي چې اوس یوازې د کیسې او فسانې په بڼه پاتې ده.

له بله پلوه ټاپي پروژه د هوا په پاکوالي هم اغیز کوي، افغانستان به په ارزانه بیه (لومړي لس کلونه 500 میلیون متر مکعب دویمه لسیزه یو میلیارد متر مکعب او په درییمه لسیزه کې به یو نیم میلیارد متر مکعب) معیاي ګاز وپيري چې له یوې خوا به پرې تر ډېرې کچې د سون توکو د مافیا مخه ونیول شي او له بله پلوه به خلکو ته په ارزانه بیه معیاري ګاز ورسیږي، په افغانستان کې به ورسره د تیلو او لرګیو سون کم شي، د ونو او بوټو بې ر حمانه وهل او له بیخه ایستلو بهیر به کرار شي او په مرسته به یې په تدریجي ډول د ځمکې د سر او تر ځمکې لاندې د اوبو زیرمې له زیان وژغورلې شي، د اوبو سطحه به پیاوړې شي او د ونو، ځنګلونو او وحشي بوټو د بیا شنه کیدو او ډېرېدو لړۍ به په طبیعي ډول ځواکمنه شي.

له دې پروژې سره به د کار او ځواک مهارتونه نوي او پیاوړي شي، د کانونو په برخه کې د جامدو کانونو په څير د مایع کانونو د پوهنتوني زده کړو زمینې به برابرې شي او د هېواد په پوهنتونونو کې د مایع کانونو د پوهنځي د ایجاد لاره هم برابرولی شي، د هېواد د نفتو او ګازو اړوند شرکتونه او ادارې به ورسره وروزل شي چې په مرسته به یې په هېواد کې د ننه د غازو د سرچینو د فعالولو لپاره یو روزل شوی افغاني ټیم برابر شي چې کرار کرار به په خپلو پښو ودریږي او په دې برخه کې به په نورو تکیه کمه شي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند اړیکې به د یوې اقتصادي ملتیا پړاو ته ور ننوزي او په دغو هېوادونو په تیره افغانستان او پاکستان کې به د تا وتریخوالي او جګړو زور کم شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د بې باورۍ کچه را ښکته او دولتي حاکمیت به غښتلی شي.

له 400 تر 500 میلیون ډالرو پورې به افغانستان د هر کال لپاره عواید تر لاسه کوي چې د دغو پیسو په مرسته افغانستان کولی شي د نویو اقتصادي پروژو په ملاتړ او معیاري کولو کې ترې ګټه واخلي.

د پروژې لپاره دولت باید څه وکړي؟

د یو منظم پلان له مخې باید په هره برخه کې ورته اساسي او عملي پلانونه جوړ او عملي کړي.
دغه پروژه له تخنیکي برخې نیولې تر سیاسي او امنیتي ډګره ډېر اخلاص او اغیزمن عملي کار ته اړتیا لري چې زمینه یې باید دولت برابره کړي.

دولت ښايي سر له اوسه په نورو هېوادونو کې په مسلکي ډول ورته بشري او کاري ځواک وروزي.
چون د ایران په څېر ځينې ګاونډي هیوادونه د دغې پروژې له عملي کیدو ویریږي نو دولت باید د پروژې پر وړاندې احتمالي چلنجونه له پامه ونه غورځوي او د ستونزو جوړېدو پر وړاند پر وخت او جدي عمل وکړي.
د پروژې په اړه د ټولو اړوندو دولتي ادارو ترمنځ ښايي بشپړه همغږي موجوده وي او دغه پرژه د سیاسي هدفونو لپاره زیانمنه او قرباني نه شي.

مدني ټولنه، ځوانان، سیاسي او قومي مشران ښايي ولسونه او په تیره هغه خلک چې له سیمې یې دغه نل لیکه تیریږي د دغې پروژې له ارزښته خبر کړي او په ولس کې داسې یو فکر را ژوندی کړي چې هر څوک تر خپلې وسې د خپل کور په څير د دغې پروژې په ساتنه کې ونډه واخلي.