د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان دا ځل له روسیې سره ګوتې خوږې کړې

محمد انور ولید 17.02.2016 14:06

د ۱۳۹۴ لمریزکال د سلواغې په ۲۶ تم ماښام مې له رادیو آشنا څخه خپله واورېدل چې : د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د یوه غوښن قرار داد د لاسلیک کولو له پاره پاکستان ته تللی . په خبرکې د امریکا غږ خبریال دا هم وویل : (( دا دګازو د نل لیکې د لېږد هغه قرار داد دئ چې ( ۸۲ ) میلیارده ډالره پانګه به روسان ور باندې کوي . پخوا پاکستان په بالونونوکې دغه ډول ګاز خپل هېواد ته ورانتقالاوه ، خو اوس به مستقیماً روسان له کراچۍ بندرڅخه اسلام آباد او نورو ښارونو ته دغه نل لیکې وغځوي . ))
په خبرکې دا هم وویل شول چې : (( پخوا د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف روسیې ته تللی ؤ . نواز شریف په هغه سفرکې دکندز ترجګړې مخکې د تاجکستان او ازبکستان له جمهورو رْیسانوسره هم کتلي وو . ))
د روسانوآن له بریتانوي هند را هیسې له تور استعمار سره مناسبات او اړیکې خړې پړې وې . ځکه خو یې د بریتانوي استعماري ځواکونو په موجودیت کې د افغانستان او پاکستان تر مینځ د آزادو قبایْلو په نامه پرعایْقه سیمه توافق سره کړی ؤ . خو په افغانستان کې یې د امیر شېرعلیخان له واکمنۍ را په ایسته  رسمي اړیکې پیل کړې دي ، چې پایلې یې پرله پسې په سپینو او سروکودتاګانو ، د روسي امپراتورۍ په ړنګېدلو او په نړۍ کې د کمونېزم د خیالی او پوچې مفکورې په له مینځه تلوپای ته ورسېدلې .   
کله چې روسانو پرافغانستان باندې دګام په ګام کودتاګانو پلانونه عملي کول پیل کړل ، ټول ملت له روسانو او روسي پلوه لاسپوڅو حکومتونو څخه کرکه او نفرت ښکاره کړ ، هدفي نیول ، زنداني کول ، وژنې ، مهاجرتونه ، جهاد او نفیر عام پیل شو .
پاکستان او ایران له افغانستانه د وتلو دوې پېژندل شوې دروازې وې ، نړۍ هم د خپلو اهدافو له پاره د روسانو پرظلم او بربنډ تېري او د افغانانو په دغه زار حالت باندې له خپل مکر او فرېب څخه ډکې د تمساح اوښکې تویې کړې . نړۍ له غله او فرېب کاره پاکستان سره پر افغانانو باندې داسې سیاسي ، پو ځې ، او اقتصادي معامله وکړه چې  لومړی یې د افغانانو تر منیځ د قوم ـ ژبې ، او مذهب په نومونو د نفاق تصویر نړۍ ته وړاندې او له سره یې ټوله نړۍ پر افغانانو باندې بې باوره کړه .
مجاهدینو روسان له خپل هېواد څخه ایسلوته اړکړل . پاکستان د روسي ټانکونو له غوبل څخه د افغان مجاهدینو دکلکې ارادې ، د هغوی د پرله پسې قربانو د ژوندي احساس او بشپړ ایمان په برکت خلاص شو . پرته له وتلو روسانو بله لاره نه لرله . خوپاکستان بیا د یوه مسلط او ناظر شیطان په شکل د مجاهدینو په سیاسي ، پوځي ، استخباراتي اواقتصادي ، جوړښتونوکې د خپلمنځي جګړو اورونه ترهغوپورې بل وساتل ـ ترڅو د طالب په جامه کې یې خپل یرغل ته زمینه پرې برابره کړه .
له نن څخه (۳۷) کاله مخکې پاکستان همغه سره امپراتوري پر افغان مجاهدینو باندې  ړنګه کړه چې له هیبته یې خپل ځان د نړۍ په نقشه کې په نشت سره حساب کړی ؤ . نو اوس څه وشول چې پاکستان خپله قبله له غرب څخه بېرته شرق ته را واړوله ؟ روسانو د ناټو او وارسا تر مینځ په دغه کتلېست ډوله حرفوي هېواد ( پاکستان ) باندې څه ډول باور وکړ چې نا څاپه د هغوی د اړیکوستنه ( ۱۸۰ ) درجې د  سو یْلي آسیا د کثافاتو پر ډېران باندې ودرېدله ؟
که څه هم دا په نړۍکې اوس عامه شوې ده چې هرڅوک په ډېره ګټه پسې ګرځي ، او مادي ګټې ټولې په ناروا زدوبندونو او معاملوکې نغښتې وي . خو په معاملوکې اعتباراو مخکینی بګرونډ یو اصل دئ . که په معامله کې د اعتباراو پېژند ګلوۍ اصل تر مینځ نه وي ، نو معامله په مشکوک حالت کې څنګه صورت موندلی شي ؟
که چېرته پاکستان د روسانو له پاره کارکړی وي ، نو له والادي واستک څخه تر نیمې اروپا پورې ، او له شمالي منجمد بحر څخه ترکسپین بحیرې ، تورې بحیرې او اورا ل جهیل پورې د پخواني شوروي اتحاد سره امپراتوري د چا له خوا ړنګه شوه ، او تودو اوبو ته د سرې امپراتورۍ د رسېدو په وړاندې چا افغان مجاهدین سد سکندر جوړکړل ؟ اوکه د امریکې او غرب له پاره یې کارکړی وي ، نودا خو بیا محسوسه ده چې نن تودې اوبه ټولې د امریکې تر مشرۍ لاندې د ایتلافي ځواکونو په واک کې دي . د روسانو په کې هېڅ تصرف نه شته .  افغانستان هم د ایتلافي ځواکونو اډه جوړه ده . د امریکې د نظامي نظام قراول پیرې آن د قفقاذ د غرونو پر سر او د اوکراین په زړه کې د روسیې په وړاندې عملاً ولاړې ، اواقتصادي بمبې یې د منځنۍ آسیا د زېرمو په شارګونوکې ورته ښخې کړې دي .
نو بیا څه آسماني ټکه را پرېوته چې ناټو خپل دغه تندی ملګری په نیمه لارکې له پیو بېل او اوس یې د سرې غواګۍ د اقتصادي غولانځې تی په خوله کې نیولی؟ داسې خو به نه وي چې اوس به ناټو مخ پر وچېدو وي ، یا به بل ځای امید واره وي ، اویا به اوس ور باندې پوه شوې وي چې دا ځه باندې یوه لسیزه کم نیمه پېړۍ یې خوشې په خوشې پردي بچي ( پاکستان ) ته په مړه ګېډه پۍ ورکړې دي ، اوس به ترخولې څه نه ورځي او پر پیوبه یې سم نه مړېږي ، او یا داچې د خپل خصلت سره سم به همزمان هغه چاته ډېرې سترګکې وهي څوک چې ډېرې پیسې ، امکانات او ډول ډول امتیازات ورکوي .  
خو نه داسې نه ده . پاکستان له هرچا سره هر ډول څو اړخیزه ګېم وهلی ، او بیا به یې هم وهي . د ځوانې مخته خورې بدلمنې د یارانواوکوڅو شمېرهم کم نه وي . خو تر ډېره به له هغه چا سره وي چې ډېرې پیسې ورکوي .
( ۳۷ ) کاله یې له امریکې سره ناروا اړیکې لرلې ، خو دا ځل یې له چین او روسیې سره ګوتې خوږې کړې دي . ځکه چین د ګوادر بندر او لارې جوړولو پر سر ( ۴۶ ) میلیارده ډالرد امریکې د پروګرامونو شنډولو په خاطر پاکستان ته ورکړل ، او روسیې (۸۲ ) میلیارده ډالرله کراچۍ څخه تر اسلام آباد او نورو ښارونو پورې دګازو د لېږدپه نامه قرارداد له پاکستان سره لاسلیک کړ، چې نور سیاسي او نظامي ابعاد هم ورسره مله دي . که چېرې داسې وي نوڅرګنده خبره ده چې پاکستان په لوی لاس له روسانو سره په ګډه په دغه نوې معامله کې په افغانستان او سیمه کې د امریکایانو کلکې محاصرې او بشپړې ماتې ته ملا تړلې ده . او روسان به له امریکایانو څخه خپل غچ په پاکستان کې واخلي .
اوس هم لا وخت شته ، امریکایانو چې کوم بېځایه لګښتونه پر پاکستان باندې کړي وو . هغه ټول اوبو وړي . خووروسته له دې که امریکایان د افغانانو هغه شنډې روسي درنې وسلې بېرته ورته جوړې ، فعالي او په لاس ورکړي چې دوی د ( ډي ډي آر ) په نومونو په دښتو کې درولې دي ، او د پاکستان نیم مصارف پر افغان ملي اردو ، ملي پو لیسو او دولت باندې وکړي ، پاکستان هېڅکله دا جرأت نه لري چې د افغان دولت او امریکایانو په وړاندې خنډ شي .
که نه نو پاکستان د خپلې آزادۍ پرمهال پربلوڅانو باندې معامله وکړه اوتراوسه پورې یې حقوق خوري . ( ۳۷ ) کاله وړاندې یې له امریکایانوسره د روسانو پر ضد معامله وکړه ، د روسانو د اقتصادي تیر ملا یې پر افغان مجاهدینو باندې ور ماته کړه او پخوانی شوروي اتحاد یې (۱۵ ) ټوټي کړ ، آ بل پرون یې پر مجاهدینو باندې معامله وکړه چې پر مټ یې تر ننه پورې په افغانستان کې وینې بهېږي . پرون یې پرطالبانو اوطالب رژیم باندې معامله وکړه ، چې اوس هم له پاکستان سره یرغمل ، اسیر او اجیرکارکوي . اوس یې پر ناټو او امریکه باندې له روسیې سره معامله وکړه ، غواړې دا ځل اروپایي اتحادیه ور ړنګه ـ او د امریکې متحده ایالات پر( ۵۲ ) ټوټو سره ووېشي . مرګ په داسې سیمه ییز او نړیوال پرازیتي وایرس چې خپله د سیمې او نړیوالو له خوا یې ملاتړکېږي .او ټوله نړۍ یې ور باندې ولړله