د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قوماندان دالنخود

توریالی ملیار 17.02.2016 14:03

د هورا او چاریار چیغو چې یوبل په ګریوان کې سره ونیول، خټک د چیغې سر ته را ووت، څوارلس کسان یې په یوه ورځ او یوه ماسپښین د انګریزي ټوپک په څوارلسو مرمیو تر دونیا تیر کړل، یو دیارلس کلن ماشوم یې په دې تور پکې وواژه چې په مکتب کې یې هورا چیغه کړې وه، کوپر ته د اوښتو لپاره همدومره بس وه.

د څوارلسو دمې یې چې ور ووښکې، د خلکو غوني وتښتیدل بیا نه د چا له خولې هورا ووتل او نه یې ځان انقلابي وباله، څو ګوته په شمیرو چې خپل سیوري په اوبو کې لیدل، کونې یې ګنډه کړې او ځانونه یې ورک کړل څو نور چې وس یې نه وو، توبه ګار شول او جومات ته به د پینځه وخته لمانځه پر ځای لس وخته ورتلل، هغه وخت به یې ژوند ته تمه وشوه چې خټک به یې سلام ته وعلیک ووې.

وخت تیرېده او خټک غوټېده اخر دومره لوی شو چې په لیرې لیرې سیمو کې خلکو لوی خټک باله، دی نو په سیمه کې د حزب اسلامي اول تره قوماندان او د وخت ولي هم بلل کېده، د ټوپک له ماشې سره یې د زیړي، پيریانو او جندیانو کف او چف هم کاوه خلکو به ویل پيریاني ورولی چې خټک هسې ورته وګوري اور په خوله پيری بیا په کوه قاف کې هم نشي ټینګېدلی.

ټولو خلکو د زمانې د ولي لاسونه مچي کول او یوازي ستړي مشي ورته لوی ویاړ او له ګناهونو خلاص والی ښکارېده، یو یو خو به داسې ورته خوشاله و چې ته وایې په ستړي مشو د دوزخ اور پرې حرام شو- همدا بزرګي وه چې چا به ورته پخه کړې شوروا رازغلوله، چا ورته له وریژو ډک غوري، چا په کوچو نازاوه او چا د دلجیګر په ګډوله.

وخت تیرېده او خټک لا مشهورېده، احترام یې ډېرېده او په خلکو کې د یوه پاک بزرګ په نامه مشهور و وې په پرتاګه یې لا لمونځ روا دی- یو دوه کاله چې تېر شول په حزب کې یې ټېکه ونه شوه، دال لوبیا تر اندازې زیات نه ورسېدل نو کرار ترې را شېوه شو.

په خلکو دومره منلی و چې په دې کار یې هم ګلبدین حکمتیار پړ باله وې دغه ستر مجاهد ته دال او لوبیا کم ورکوي او نه غواړي چې د کوپر په مقابل کې ودریږي.

تر دې وروسته د خټک په مرکز د شنه بیرغ (حزب) کلمه (جمعیت) شوه (اسلامي افغانستان) خو د ټولو یو شان و او په دې سره ټول خبر شول چې خټک بل ځای میخ وواهه.

سړی چې جمعیت ته شو، نو دلته ورته تر حزب ډېر بوټونه، جمپر، لوبیا او دالنخود په لاس ورتلل او اوس نو یو غورابي قوماندان او ولی ولا و، خټک د خپلو مټو د پیاوړتیا لپاره اوس څو واړه واړه قوماندانان او د سړک پر سر یو پاټک او زنځیر هم لرل.

چې غرمه به شوه نو د دال بویونه به د مرکز خواوشا ته لګیدل، هغه وخت نو دال داسې و لکه اوس د شینواري کړايي، خلک به ور وګرځېدل او د جهاد په طعام کې به یې خپل ثواب ډېراوه په بدل کې به بې روزګاره خلکو د مرکز پيره کوله او همداسې یې د خټک په ټکر کې شپې ورځې سبا کولې.

قوماندان خټک، له جمعیت ډاډسن وغوښته، خو چې د ډاډسن پر ځای یې ورته روسی جیپ ورکړ نو سبا وختي دغه بې مثاله ولي بې وزرو په هوا او بل تنظیم ته یې پرواز وکړ، خپل خلک یې را ټول کړل وې انسان په یوه حال ښه نه ښکاري، دلته ډېره فایده مرتبه نه ده د مرکز په پخسه یې تور بیرغ و ځړاوه دروازه توره شوه او د جمعیت شین مین مخ په تک تور واوښت.

د پير یو بل لنګر تود شو، د دالنخودو او لوبیا بوجۍ را ورسېدې، بوټونه او جمپر تش شول او توره ډاډسن له تور بیرغ سره نغده ودریده.

وخت تېرده او قوماندان خټک لا پړسیده او غټېده، خو تر تور بیرغ لاندې یې هم ګوزاره او سوبړه ونه شوه، درۍ میاشتې ژمی پيښور ته شېوه شو، چې پسرلی شو په نوي موټر یې سپين بیرغ رپیده سیمې ته را ورسید، سوباړیو یې له ډزو ورته شین اسمان سره لمبه کړ، سبا مو کتل تور بیرغ تک سپين شوی و، (اسلامي افغانستان) پر خپل ځای و د (محاذ) پر ځای (اتحاد) لیکل شوي وو او د یوه موټر پر ځای درۍ ورته ودرېدل.

طالبان چې ورباندې راغلل ورته کړل یې ما لا مخکې درته سپين بیرغ پورته کړی، څو میله زاړه ټوپک یې په طالبانو وسپارل چې د موټرو پوښتنه یې ترې وکړه وې د مجاهدینو د کالیو خوړو لپاره مې خرڅ کړي او په همدې یې له طالبانو ځان خلاص کړ.

زیرمه شوی دال یې پټ پټ په دوکاندارانو خرڅاوه، هغه چې خوسا شو ونو ته یې کود کړ.

اوس قوماندان دالنخود حکومت ته پښې دربوي وايي ما جهاد کړی په خدای چې چوکۍ را نه کړې سپین لا څه چې تور بیرغ خو به درته پورته کړم- پخواني سوباړي یې وايي اوس بیرغ په چا پورته کوې اوس خو موږ ته ولي نه، دالنخود یې.