غزل
نیکمل ځاځی 17.02.2016 13:02غزل
ای رقیبه ستا په رنګ ندی جانان
شکر ښکلی دی بدرنګ ندی جانان
یو په ما باندې قلنګ لري د مینې
په بل چا پسې ملنګ ندی جانان
تور باڼه او تورې زلفې یې اوږدې دي
کنه نور له مانه دنګ ندی جانان
حوصله یې غرونه غرونه دی منم یې
په زړګي کې راته تنګ ندی جانان
دا نیکمل خو په ستړیا هیڅ نه پوهیږي
ځکه غیږ کې مې را ړنګ ندی جانان
۱۳۹۴/۱۱/۲۸
خبرونه
- ممبۍ د اسیا د میلیاردرانو پلازمېنه شوه؛ د نړۍ میلیاردر لرونکي هېوادونه وپېژنئ
- د امریکا پخوانی سیاستوال او سناتور جوزف لیبرمن مړ شو
- ایا افغان طالبان د پاکستان له پوځ سره جګړه کولای شئ؟
- ایران د یو مظاهره کوونکي د وژنې په تور د پولیسو یو مشر په مرګ محکوم کړ
- لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
- افغانستان کې د جنګي جرایمو ادعا؛ یو بریتانوی وزیر د زندان له سزا سره مخ دی
- اسرایلو د لېبنان پر جنوبي برخو هوايي بریدونه کړي
- پنځه کارونه چې حافظه پیاوړې کوي
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019