د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي یوالی د افغانستان دپایښت بنسټیز شرط دی

بسم الله بسمل 16.02.2016 12:32

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

داسې ا ټکل کیږې چه طالبانئ ایدولوژې د امریکا او پاکستان د وودۍ (منتر) نه تر یو بریده وتلې وي او پړه یی هم د افغانستان په حکومت اچول کیږې. ښاغلي غني په مشری منتخب تش په نامه ملي وحدت حکومت په ارګ کی د بقا سختي ورځې شپی سبا کوې.
کله چه د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د ډسمبر میاشتې په اوایلو کې د ملا محمد عمر مجاهد د مړینی او یا د وژنې ګنګوسئ خورۍ شوي نو نه یوازې د افغانستان د لوری دحشمت خلیل کرزی په مشری د سولئ بهیر یی ټکنی او وننګاوه بلکه د طالبانو تحریک یی، د ملا اخترمحمد منصور او ملا محمد رسول په مشری په دوه منشعبو ډلو وویشه.
ملا اختر محمد منصور چه د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ځای ناستی یئ ځان معرفی کړ د ښاغلي ملا محمد الرسول او د هغه دوه معاونینو لخوا هریو مرحوم ملا منصور دادالله او ښاغلی عبدالمنان نیازي او ددوي له پلوانو لخوا ورسره بیعیت مردود او د ملا محمد عمر مجاهد قاتل معرفی شو، چه داختلافاتو لړۍ یی په زابل کې مسلحانه جګړو تر بریده ورسیده چه ان تردی چه د مرحوم ملا منصور دادالله د وژنې سبب شوه.
که څه هم یو تعداد طالبانې تحریک اعضاوو دغه انشعاب اود ملا منصور دادالله مړینه د خطر زنګ وباله اود پاکستان د استخباراتي ادارې په وساطت یئ د روغې جوړي کوښښونه وکړل لیکن نوموړې اختلاف اوس هم په خپل شدت سره د طالبانو په لیکو کې باقی دي.
پدې دوران کې ښاغلي ضمیر کابلوف چه د افغانستان دپاره د روسیې جمهورریس خاص استازې ده د اطلاعاتو د تبادلې په موخه د طالبانو سره د روسي اړیکو نه پرده پورته کړه او په ډاګه یی کړه چه روسان او طالبان د داعش په ځپلو کې چه د روسانو او طالبانو مشترک دښمن دي همغږې لري.
که څه هم طالبانو دغه اړیکې سمدستی مردودی وګڼلۍ خو د افغانستان حکومت سره د امریکا او نور غربی انډیوالو غیر ډیپلوماتیک چلند او د هغوي سیاسې فشارونه، د ډنډغوری جګړه، په افغانستان د منځني آسیا بریښنا پریکیدل د اشکونه زیاتوی چه روسانو په رشتیا هم د طالبانو سره اړیکې ساتلی دي او په شمال کې د افغانستان د حکومت، غرب او ناټو دتوقع په خلاف جګړه رهبرې کوي.
ځما په اند د سولې تر عنوان لاندی د ګړندیو هڅو اصلی موخه د همدی روس مټه طالبانو راضی او مهار کول دی چه د جګړې په بدل د افغانستان حکومت سره یوځای شي لیکن د روسانو د نوې دریځ سره د بهیرد ناشونتیا تر بریده ځنډیدالی شی.
دی مسآلې د غرب په تیره بیا د امریکا او ناټو قهر راپارولئ چه اوسنی افغان حکومتی ادارۍ ته سیاسی سقوط ګواښونه کوی چه په عکس العمل کی ښاغلي غني دافغانستان په آمنیتې ارګانونو پړا اچوی او ورځ تر بلې یی په بی کفایتی توهینوی تردی چه ګنګوسی وی چه ملي امنیت ریس په تعقیب دکورنیو چارو وزیر باید استعفی وکړی، لیکن د غربیانو قهر پدی استعفاګانی نه سړیږی، هغوی د سولې دبهیر ماتی په خوب کی نده لیدلی بلکه اټکل کړی یی ده او لیګیا دی پاکستان ته د F16 جنګی الوتکو په ورکړی دروسی سره د جګړی تابیا او چمتوالی نیسي.
ښاغلي غني هم د مونیخ دوه پنځوسم امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال شکایتآ ظاهره کړه چه د افغانستان جګړه کورنې نده بلکه سیمه آیز او نړیواله جګړه ده، دپاکستان او منځني آسیا د هیوادونو په شمول چین او روس افغانستان ته جګړه مار طرحګر راستوی لیکن دا څرګندونئ د غرب اود افغان ملت مات شوی باور په ملي حکومت نشې رغولئ.
اخوا ناټو NATO دحالاتو نه خپل مایوسیت څرګند کړ، جنرال کیمپبل په افغانستان کی د ناټو د قوتونو عمومي قوماندان په اصطلاح روسې مټه طالبانو د ګوت څنډنی په توګه خبر داری ورکړ چه باید د سیاسی سولی د بهیر سره یوزای شی کنه په افغانستان کې د حکومت کولو خوبونه باید ونه ویني.
بل خوا غربې ایتلاف د افغانستان حکومت نه د مختلفو راپورونو د نشر په ذریعه خپله کرکه څرګنده کړیده.د ايشيا فاونديشن Asia foundation سروي له مخی، چه ٨٢٪ خلك له حكومت نه د فساد او كمزوري حكومتداري له امله خفه دی ، د ديموكراسي انترنيشنل democracy international سروي له مخې چه ۸۲٪ ځوانانو عمده مشکل بیکارې او فقر ده او د همدی لپاره د هیواد نه کډوالۍ ته اړ شوی او د ریس جمهور وعدی یی نړۍ ته درواغجنې ثابتی کړی، د شفافيت نړيوال سازمان Transparency international چې افغانستان حكومت يي يو وار بيا د د نيا دويم فاسد حكومت دنيا ته ور پیژندو كړ او ددی حکومت مبارزه یی د فساد په وړاندی وننګوله، سيگار SIGAR راپور چې د حكومت د حاكميت په هكله يي دنيا ته منفی تصوير وراندې كړ اوپه غیر مستقیم ډول یی اوسنۍ اداره بی کفایته بللې، د بشر د حقونو Human rights watch اداري په خپل وروستی راپور کې د افغانستان د بشر د حقونو او د قانون د حاكميت له نظره خطرناك ترين هيواد بللی، اخوا د ملګرو ملتونو وروستی راپور کی ۲۰۱۵ کال د ملکی وګړو مرګ ژوبله په تیرو دولسو کلونو کې بی څارئ وبلله، د امريكا د ملي امنيت د راپور په اساس افغانستان حكومت د سياسي سقوط سره مخ دي، ناتو NATO ۲۰۱۶ زیږدیز کال افغانستان ملی ځواکونو، حکومت او ولس ته خونړی او د ننګونو کال بللی.
زما د انګیرونو او اټکل له مخې دا ټول مسایل د افغانستان ولس ته د خطر زنګ دی. اوپه دی باور یم چه غرب او ناټو د افغانستان نه لاس په سر شویده خو ځه دا حالت د افغان حکومت نه بلکه ملت ته دسروزرو چانس بولم، اوس ناټو په سوریه کې او اوکراین کې د واسا سره مستقیما جنګیږی اوبله ګرمه جبه د پاکستانی اردو په مټ افغانستان کې وازوی، د افغانستان د آبادي کاذب شعارونه نور هم کاذب شول، دا ولس او هیواد نور ددوی په لمړیتوبونو کې نده ،اوس افغانستان ته د نورو پلاس د سولی راستولو هیلی ساتل ندی پکار، د غرب د جنګی تاکتینو پر بنسټ د افغانستان یوالې او پایښت په آخر کې تر پوښتنې لاندی رازی باید د هیواد پریوالی او نه پایښت ربړه ژور فکر وکړی.
ځما په اند د هیواد پایښت او سوکالئ په راتلونکی کې د افغانانو ریښتینی یوالي کې نغښتی ده او افغانان باید د زړه له کومی سره یوشی اود هیواد یوالی او پایښت په خپله وژغوری. زه خپله دا لیکنه د باچا خان پدی وینا رانغاړم چه وایی: یا به یو کيږو یا به ورکیږو