د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ګډ حکومت جوړولو سوژه او دسیسه د چا وه ؟

ډاکټر هېواد همت 15.02.2016 11:30

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

اول خو به دا خبره وکړم ، چې د اوسني نظام سرنوشت سره یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني سرنوشت ندی تړلی .که دا نظام له منځه ځي نو یوازې به اشرف غني له منځه نه ځي . بیا به دا ټول ډنډوره چیان لکه د طلوع تلویزون ، یک تلویزون ، د شمال ټلواله ، د حراست ډله ، مجاهدین ، قانع ، ځلاند ، حامد کرزی ، سپنتا ، خرم ، یحیا ، ملي شورا ، امرالله صالح ، پتمن ، فاروق وردګ ، انورالحق اهادي او بلاخیره لنډ به ووایو چې د افغانستان هر میشت وګړی به ددغه نظام د چپ کیدو ضرر خوند ضرور او حتمي واخلي.خو که چیرې دا نظام شتون ولري او تقویه شي . نو دا پورته ټول کسان به د دیموکراسی نور پړوانو هم تمرین کړي.
له بده مرغه چې د اوسني نظام د دیوال تهداب څوارلس کاله پخوا غلط کیښودل شو او تیر دیارلس کاله دا دیوال همداسې غلط پورته شو . اوس يې که اوسنۍ ولسمشر سموي نو یا خو مجبور دی چې له بیخه يې ونړوي . چې له ګټې به يې ضرر ډير وي او که له بیخه يې نه نړوي نو په دې حساس وخت کې سمول يې هم اسان کار ندی او وخت هم اخلي .
پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې دیارلس کلنې مشرۍ په دور کې ښې لاسته راوړنې هم درلودې، خو کمې وې . او برعکس تر ټولو غټه ناکامي او ستونزه يې پر افغانانو دا وتپله . چې نن د نظام دننه او بهر فساد ، رشوت او حرام چاته حرام نه ښکاري او دومره سخت د حرامو په خوراک روږدي شوي چې کومه ورځ يې و نه خوري نو زړونه يې خفه وي او ډوډی هم خوند نه ورکوي .
قدرت او چوکي بیل خوند او نشه لري . له بدمرغه افغانانو په دې نیږدې تاریخ کې د قدرت او چوکۍ لاسته راوړلو په خاطر ډېرې ناولې لوبې هم کړي. د چوکۍ لاسته راوړلو په خاطر ورور په ورور صرفه نده کړي . تره زوی په خپل تره زوی صرفه نده کړي . شاګرد په خپل استاد صرفه نده کړي . مرید په خپل پیر صرفه نده کړي. نو همدا وجه وه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په نه زړه خپله چوکي په داسې حال کې اوسني ولسمشر ته وسپارله چې تر ننه پورې يې ترې د بیرته اخیستلو هڅه کوي.
د معلوماتو او شواهدو پر بنیاد د ګډ حکومت سوژه او دسیسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي وه . ده غوښتل چې په افغانستان کې هم د روسیې اوسني ولسمشر پوتین او صدراعظم میدویدوف لوبه تر سره کړي . په روسیه کې چې کله پوتین د خپلې ولسمشری دوې قانوني دورې تر سره کړلې نو بیا يې صدراعظم میدویدوف د خپل لاس پوڅي په ډول د اول سړي څوکۍ ته راوست او خپله صدراعظم شولو . که څه هم میدویدوف د روسيي اول سړی وه خو بیا هم ټول واک د پوتین سره وه . نو کله چې د میدویدوف پنځه کلنه دوره ختمه شوله . نو د روسيې اساسي قانون له مخې د پوتین او میدویدوف معاملې پر اساس پوتین د دریم ځل لپاره بیا هم ځان کاندید کړلو او اوله څوکي يې د دریم ځل لپاره بیا هم تر لاسه کړله ، او میدویدوف هم د دوهم ځل لپاره د روسیې صدراعظم شولو. کرزي دا خوب د زلمي رسول په روح او خلقت کې لیدلی وه. خو دا چې په افغانستان کې حالات د روسيې په شان نه وو ، نو کرزی اړ وه چې ددغه پلان اوکي په خاطر د نړیوالو رضا هم واخلي . خو امریکا دا خبره ورسره و نه منله . ځکه چې امریکا دده له فساده ډکې رهبرۍ تر پوزې راغلي وه. نو هغه وو چې حامد کرزي هم د امریکا څخه د غچ اخیستلو په ډول د امریکا سره د امنیتي ټړول له امضا انکار وکړلو . هغه دا لوبه په خورا ډير مهارت سره ولوبوله . او تر څنګ يې د ګډ حکومت سوژه او دسیسه هم جوړه کړله. دوه پلانونه يې جوړ کړل. یو دا چې یا به زلمی رسول ټاکنې وګټي نو پدې حال کې همغه د روسيې د پوتین او میدویدوف سریال دلته هم پیلیدلو . چې موټر ته به زلمی رسول ناست وي خو اشترینګ به د کرزي په لاس کې وي .دوهم پلان يې دا وه که چیرې د ده اول پلان ناکام شي نو په هغه صورت کې باید دا ټاکنې بدنامې ، ګډوډې او له یوه مخه بې باوره اعلان کړل شي او بیا د موقت حکومت رامنځته شي . چې په سر کې به يې بیا هم دای په خپله وي. نو همغه وه چې دوه زره څوارلسم کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال حامد کرزي د زلمي رسول څخه ملاتړ وکړ او د همغه ملاتړ له وجهې د پښتنو رايې تقسیسم شولې او په اول دورکې ولسمشر محمد اشرف غني کافي رايې ترلاسه نشوې کړلی . کله چې پخوانى ولسمشر د خپل پلان اوله برخه کې ناکام شولو نو د دوهم پلان په عملي کولو يې پيل وکړلو ، نو دې وخت كي امریکا هم اړه شوله چې د تیرو دیارلسو کالونو دیموکراسۍ جریان ساتلو په خاطر مداخله وکړي.
که امریکا د دوه زره څوارلسم کال ټاکنو کې د منځګړیتوب مداخله نه وی کړي نو د واک د ویش پرسر به هیڅکله هم د داكتر عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ جوړ جاړی نه وای راغلی . ځکه چې کرزي ډاکتر عبدالله عبدالله ته د شمال ټلوالې پخواني رسوخ له وجهې د کرکې دومره زهرجنه پیچکاري ورکړه وه چې هغه دیته راضي شوی وه ، چې نه دې زما شي او نه دې اشرف غني شي او کرزی دې بیرته په موقت ډول په همدې چوکۍ پاتې شي. کله چې امریکا او نړیواله ټولنه په دې خبره شوله نو اړ شول چې د منځګړي په ډول د جوړجاړي لپاره مداخله وکړي. تر څو د دوی دیارلس کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو نشي . نو هغه وه چې ګډ حکومت د افغانستان حالاتو ته په کتو سره مجبورآ رامنځته شولو.


اوس چې هر څنګه دی ګډ حکومت مو حکومت دی ، باید چې ملاتړ يې وشي. پنجاب چې پنځه سرئ حکومت جوړولی شي نو ایا مونږ دوه سره حکومت نشو جوړولی ؟ جوړولی يې شواو د اوسني ګډ حکومت څخه ملاتړ پکار دی ، خو د ملاتړ سره سره باید چې اصلاحي فشار هم پرې راوړل شي . دا اصلاحي فشار څنګه پرې راوړل کیدلی شي ؟ کله چې دا ولس اول خپل ځان وپيژني ، او هر ډول ډول ته ګډا بس کړي . او مخکې له دې چې سپي پسې منډې کړي خپل غوږ وګوري. نو هله کیدلی شي چې دا اوسنۍ ستونزې راکمې شي.
ما پخوا هندي فلمونه کتلي وه چې په سیمه کې به یو ټاکور وه . هغې به خپله سیمه کې د ولس د جهل په زور خپل راج چلولو . او د هر چا کار به چې بند شولو نو ددې په ځای چې قانوني مراجع ته رجوع وکړي له ښاغلي ټاکور څخه به يې مرسته غوښتله . تاسو یقین وکړی چې همدغه حالت اوس افغانستان کې هم دی . د ملي شورا وکیلانو د شورا وکلات پخوا پریښودلی ، کمیش کاري او زور ګويي يې شروع کړیده ، له بده مرغه ولس بیا هم ورته رایه ورکوي. دا وکیلان ددې په ځای چې د فساد په کمولو کې مثبت رول ولوبوي تر ټولو غټ غله همدوی دي . تاسو یقین وکړی د ملي شورا یو وکیل پيژنم چې خپله وکیل دی او کشر ورور يې د سیمې غټ غل دی . کله چې د سیمې غل کومه غلاه کوي نو د وکیل دغه ورورته پکې خپله برخه ورکوي او کله چې حکومت کوم غل ونیسي نو بیا يې همدا وکیل واسطه شي او راخلاص يې کړي . له بده مرغه چې دغه وکیل ته سره له اوسه داسې کمپاین هم روان دی ، ته به وايې چې حاجي صیب اوس د حج اکبر څخه راغلی .
موټر اخلو خو لیسنس ورته نه اخلو . که اخلو يې هم نو هغه سم قانوني لیسنس نه اخلو . هلته عکس خانې ته ورشي بس د څو ناچیزه روپیو په مقابل کې د کمپیوټر په واسطه جعلي لیسنس جوړ کړي. دا خو پر ځای پریږده ، اوس که دې دولسم پاس تصدیق نامه غواړې یا پوهنتون لیسانس دیپلوم غواړې هغه هم شخصي ښوونځي او شخصي لوړو زده کړو تعلیمي موسیسات يې درکوي . ډيرو وکیلانو اخیستي هم دي. له ډاکټر صیب دې هم خدای ساته . په قسم چې اول خو دده نسخه په ټول افغانستان وګرځوه که چا ولوستله ، او بیا يې یو ټرک دوایانې هم پکې لیکلي وي . که خورې يې نو په خپل لاس ځانته باید قبر وکیندې او که نه يې خورې نو پیسې به دې پې تللي وي او ناروغ به هم وې . انجینر صیب هم به فراډ کې له چا کم ندی ، د افغانستان تازه جوړ شوي سړکونه د طالبانو له بمونو ډير انجینرانو وران کړي . قانون نشته کنه ، ځکه خو ټول ځنګلونه د غرو خلکو ختم کړل ، باران هم ځکه نه وریږي او یا که وریږي نو کاڼې ترې وریږي . نشته قانون نشته کنه په قسم که د خښتو یو بټی خو له ما په کوم کلي کې کار کړی وای . و سړیه په هرکلي کې لس لس د خښتو بټی دي ، د هرکلي هوايې دومره ککړه کړي چې اوس په هر کلي کې په اسانه څلور پنځه د سرطان ناروغان پیدا کولای شې. د چا سره دې دعوه مه شه ، او د کلي قوم ملک ته محتاج مه شې . دوی اول دواړه جانبه ښه په جنګ سره واچوي او هغه غوټه چې په لاس خلاصږي دوی يې دومره سخته کړي چې په خوله هم نه خلاصیږي . دې منځ کې پنځه او لس مړي هم وشي ، او د ملک صیب جیب هم ډک شي نو له هغې وروسته د دواړه جانبه مغزه خپله سر ته راشي او دعوه حل شي. په جینکیو تعلیم راته لا هم کفر ښکاري ، خو که چیرې ناروغې میرمنې ته مو ښځینه ډاکټره پیدا شي نو بیا ورته خوشاله اوسو خو که هغه نه وي نو بیا په ټيټو سترګو نارینه ډاکټر ته مو ور روانه کړي وي . و ظالمه ستا او زما خور او لور چې درس و نه وايي نو دا ښځينه ډاکټرې به له کومه شي. هر جوړه تر لسو کم اولادونه نه راوړي ، ځکه چې د تربیې او نفقې مسولیت نشته . پرمختللي نړی کې که د خپلو ماشومانو د تربیې او نفقې مسولیت په غاړه نشې اخیستلی نو دولت درڅخه ماشومان اخلي او بیا ته حق نلرې چې خپل ماشومان تر څو چې لوی شوي نه وي یا ستا حالت تغیر نه وي کړی تر لاسه کړې. دا نیمه دولتي ملایان د دولت تنخواه ګانې اخلي خو په پټه يې د حج اوقافو ریاست څخه اخلي او د پنځه وخته لمانځو په خطبو او مسلو کې ټوله ورځ د جینکیو تعلیم ناروا ګڼي ، په دولت کې د میرمنو ونډه سم دم قیامت بولي . خو د ځآنمرګي په هکله خپله خوله په قسم که په توپ هم خلاصه کړي ، ځکه چې ملا صیب خپله هیڅ نه غواړې چې جنت ته لاړ شي . هغه وايي چې اول دې دنیا خوندونه ضرور دي چې انسان يې باید وڅکي خو دا خبره نورو ته نکوي .
ډيرې نورې خبرې هم شته خو کومه یوه به يې زه درته ولیکم او کومه یوه به يې ولسمشر اشرف غني اوس درسمه کړي ؟ دا کار په یوازې ډول ولسمشر محمد اشرف غني نشي کولای.
راځی چې له دې يې پيل کړو . راځی چې اول خپل ځانونه اصلاح کړو او د الله پاک رضا لارې ته په واقعې ډول ځانونه سم برابر کړو . او راروانو ملي شورا ټاکنو ته هم له داسې کسانو ملاتړ وکړو چې هغوی یوازې د قانون جوړولو ، د هغې ملاتړ کولو او ملي پروژو څخه په صادقانه ډول نظارت ته ژمن اوسي او تر څنګ يې مفسدو وزیرانو ته هم رایه نه ورکوي . کله چې دا شان وکیلان ملي شورا ته ولیږو تاسو یقین وکړی چې بیا به د یو غټ دولتي کار لپاره هم د وکیل دروازه نه ټکوی او کار به مو د قانون په چوکاټ کې حکومت درته په سم ډول درخلاصوي . خو که سره له دې دومره تجربو بیا هم د سپین خورې غلو په شان وکیلان ملي شورا ته لیږو ، نو په قسم چې دا ټاکوران به تل په تاسو همداسې تجارتونه کوي.