د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلی محترم پوهنمل محمدوارث غزل یو ادبی "معجزه" غوندی ځلیږی

افغان تحرک 15.02.2016 12:17

زمونږ ملی ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، څيړونکو او فرهنګيانو په خپل اثارو کی د افغانانو د اصلي فرهنګ او ادب ژباړنه کوي او دا واقعا چه ارزښتناک او د قدر وړ دی!

دلته په دی لیکنی کی موضوع د ښاغلی محترم پوهنمل محمد وارث اخری ښایسته غزل لپاره، چه واقعا یو عالی غزل دی، تخصیص ورکړل شوی دی.

په سر کی معذرت غواړم چه سره له خپل "لږ سوادی" د پښتو خوږه ژبه په ساحاتو کی او بلخصوص د پښتو ادبیات په ساحه کی، د یو ادبی اثر په هکله خپل احساس اظهاروم، مګر دا یوازی زما تقصیر او یا ګناه نه ده، بلکی د ښاغلی محترم پوهنمل محمدوارث اخری غزل هم پکښی مقصر دی، له دی کبله چه په ما باندی یو داسی تاثیر کړ، چه زما ګنګه ژبه هم غواړی چه په ویلو کی پیل کړی.

له کبله ده زه په عنوان کی لیکلی یم: "د ښاغلی محترم پوهنمل محمدوارث اخری غزل یو ادبی "معجزه" غوندی ځلیږی".

د ښاغلی محترم پوهنمل محمدوارث اخری غزل چه یوازی د "غزل" تر عنوان لاندی، چه د ١٣٩٤ لمريز کال د سلواغې په ٢٥می، او یا د ٢٠١٦ میلادی کال د فبروری په ١٤ مه کی دلته په ګران ټول افغان پورتال کی خپاره شوی دی، یو دیر ښایسته او په مختلفه "کلام محسنات" او یا "کلام ښایست" کی استوار غزل څرګندیږی.

لوست یی ما لپاره دیر خوندور دی. دلته د هر مصرع یی په هکله خپل برداشت اظهاروم.

پوهنمل محمدوارث په خپل غزل کی یو داسی حالت او وضعیت په دیره ماهرانه توګه تمثیلوی چه د ستایلو وړ دی، لکه چه دی وایی:

"تروږمۍ په خوب ويدې شوې او که لمر دی تښتيدلی
دا ځمکه سپکه ښکاري لکه غر دی تښتيدلی"

تبصره: د سپوږمی ورکتیا، د تروږمۍ موجودیت او یا هم د صبح ورکتیا او یا د لمر تښتیدل دلته یو دول ښکلی کنایه ژبه او یو دیر ماهرانه تمثیل خپل کړی دی، چه د غر تښتیدل دا حالت او وضعیت ته د شعری او ادبی "ښکلا فضا" او یا هم د دا تصویر "مصیبت فضا" پراخوی.

"سيندونه جل وهلي د باران په طمع ناست دي
منګي قطار قطار دي خو ګودر دی تښتيدلی"

تبصره: "سيندونه جل وهل" او "ګودر تښتيدل" یو داسی ښایسته ادبی تشبیه ده چه مختلفه وسیعیو ابعادو خپل کړی دی.

لا اقل په دوه ابعاد یی دلته اښارت صورت اخلی.

١. په یو سطحی نظر دلته په کنایه ژبه "سيندونه جل وهل" او "ګودر تښتيدل" وچ کالی ته اشاره لری.

٢. مګر په یو لږ عمیق کتنی کی څرګندیږی، چه، نه، نه، دلته د یو طبعی وچ کالی موضوع نه دی مطرح شوی، بلکه دلته د "وچ سری" موضوع مطرح دی.

یعنی: د "وچ سری" له کبله د سيندونو اوبو نورو ته ځی، مګر مونږ سره له دی نه د باران په طمع کی یو،
او د "وچ سری" له کبله همدا ښکلی ګودرونو، چه همدا محترمو ښځو او انجلو لپاره مهمه "ټولنیز مراکز" و، نن صبا په تښتیدل دی او یا هم بلکل تښتيدلی دی،

مګر بیا هم د "وچ سری" له کبله او د "وچ مغزی" له کبله نه له هغه ګودرونو( ښځو او انجونو لپاره مهمه طبعی ټولنیز او کلتوری مراکز) حفاظت، محافظت صورت اخیستی دی،

او نه هم له کوم بدیل په حیث نوی مثمره مصنوعی ټولنیز او کلتوری مراکز محترمو ښځو او انجلو لپاره جوړ شوی دی.


"د ګلو ډکو څانګو خوشبوئي هر خوا خپره کړه
سپرلی په ونو راغی خو ثمر دی تښتيدلی"

تبصره: دلته شاعر له "بی ثمری سپرلی" څخه او یا د " ثمر تښتيدل" څخه شکایت لری.
کوم بل ځای کی د سپرلی او د ثمر فصل په باره کی ویل شوی دی:
سپرلی ګل دی په لاس د ثمر فصل ته ولاړ دی


"د پيغلو په سرونو دا کاږه منګي خوند نه کا
د کلي له کلاله اوس هنر دی تښتيدلی"

تبصره: دلته شاعر په ښکلی کلام د "کلي کلال" له بی هنری او یا د کلي کلال د هنر تښتيدل څخه شکایت لری.

"دمينې وچکالي شوه محبت للمي للمي دی
احساس د خلکو منځ نه لر او بر دی تښتيدلی"

تبصره: "دمينې وچکالي" او "للمي للمي محبتونه" داسی هنری-ادبی ښایسته ترکیبات دی چه په ندرت پیدا کیږی او د "لر او بر" څخه د احساس تښتیدل یوه بله تراژیدی تصویر ایجادوی چه په دیر استادانه دول په شعر کی انځور شوی دی.

"ماوی ويده احساس به دې په منډه راژوندی کړم
غزل مې بې پروا شو که اثر دی تښتيدلی"

تبصره: دلته هم د کلام محسنات او یا د کلام ښکلا وافر دی، خو مګر فکر کوم چه زیاد تره له "تجاهل عارف" څخه کار اخیسته شوی دی.


"که غم غلطوې ( وارثه ) مه ځه ميکدې ته
خمونه تش پراته دي او ساغر دی تښتيدلی"

تبصره: دلته محترم وارث صیب چه له حسن تخلص څخه کار اخیستی دی او د "غم غلطول" لپاره له "ميکدې" څخه اجتناب ښکاری، بیا په دیر موزون کلام دلیل یی د "ساغرتښتيدل" اظهاروی، چه یو "سوریالیستی انځور" ایجادوی، چه ممکن د "ساغرتښتيدل" عملیه د "ساقی قهریدل" په ذریعه مینځ ته راغلی دی.

دا ښکلی ښکلی انځورونه چه د پوهنمل وارث صیب په غزل کی لیدل کیږی، داسی ښکلی او له احساس څخه دک انځورونه، یو داسی هنری-ادبی فضا ایجادوی چه له تاثیر څخه هیچ څوک بی برخه نه پریږدی. د پوهنمل وارث صیب په قلم برکت.


د سولی، امنیت او ثبات، ټولنیز عدالت او قانونیت، ترقی او رفاه په هیله