د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړی څخه د خلاصون لیار!

بسم الله بسمل 13.02.2016 15:44

ډیر کورنۍ سیاسې شنونکې په دی باور دي چه د افغانستان ستونزه او کشاله دری عمده بعده لرئ چه لومړې یی نړیوال، دوهم یی سیمه آیز او دریم یی کورنې اړخ دي، چه نور لږکی کورنی سیاسی مبصرین یی د دوی سره تر یوه بریده منلای شی. دغه لیکنه د هر بعد علل، عوامل او انګیزۍ د لیکوال د نظره په ځغلنده او لنډ ډول څیړی او د خلاصول محتملی لیاری یی ګرانو لوستونکو ته د څولیکنو په لړاو ترڅ کې په نزولي ډول (پورته نه ښکته) وړاندې کوي.
دا به منو چه هر جیوپولتیک یا سیاسی جغرافیایې خطوی د خپلو ملي ګټو يه موخه بهرنې پالیسی او یا بهرنې سیاست ته اړینه اړتیا لری چه د بهرنیو اړیکو تکثر د هیواد د ملي ګټو اوسیاسې شخصیت د قوت سره مستقیما متناسبه وی، چه له همدی کبله اوسنئ امریکا او متحدینو یی د نړیوال رهبریت خوب لیدلی او بهرنی اړیکی یی پراخه کړی اودی نړیوال رهبریت موخې ته رسیدو په لړ کې ورته روس، چین او اسلامي نړۍ په تیره بیا مذهبی بنسټ پالنه ستر خنډونه دی، چه دی خنډو لرئ کولو په موخه امریکا ځانګړې بهرنیو پالیسی ته اړتیا درلوده چه ښاغلی جورج واشنګتن ورته دا اړتیا پوره کړیده.
امریکایی جنرال اوامریکایی فوځ ستر درستیز ښاغلي جورج واشنګتن چه د هغه هیواد اولین ریس جمهور په ډول یی په ۱۷۸۹ تر ۱۷۹۷ زیږدیز کلونو کی دنده ترسره کوله دفوځ نه د خدای په امانی او یا ریاست جمهوری ته د راتلو په غونډه کې یی د هیود نظامیانو، سیاسیونو او ملت ته د نورو ملیتونو سره د اړیکې ساتلو په هکله یو ستر نصیحت وکړچه خپل خطاب په ترڅ کې وویلی چه “Avoid Entangling Alliances” .
زما په اند دا یو ډیره جامع او مجمله جمله ده چه ډول ډول تعبیرونه ترئ اخستل کیدای شی،لیکن په هر حال د امریکۍ بهرنې پالیسی په همدی نصیحت ولاړه ده. که څه هم د امریکی بهرنې پالیسی اهداف او موخی ډیری ځلیدونکی دی خو ټول ځلیدونکی شیان نجیبه فلزات یا طلا نشی کیدای نو ځکه دا اهداف کاذب او درواغجن ښکاری.
اول تعبیر یی جنګې تدبیر او تاکتیک ده چه امریکا باید د ماتی په صورت کی تری کار واخلی. امریکا او متحدینو یی د دوهمی نړیوالی جګړی څخه وروسته د سړی جګړی تر عنوان لاندی په مختلفو محاذونو د خپلو نړیوالو حریفانو مخی ته راووتل د بیلګی په ډول ویتنام ، آلمان ، کوریا او هندوستان، افغانستان او داسی نورو جګړو کې ځانګړۍ لور اختیار کړ او د Isolationism پالیسی یی غوره کړه چه د آلمان په خلاف اوس هم نومړی بیل شوی ملتونه د اختلاف په ترڅ کې دغرب یا د شرق د ګټو په موخه خپلی وینی تویوی. نوله همدی امله ویلای شو چه د امریکا د انزوا ګرایی بهرني پالیسی چه د ازمویښت بلوغ ته رسیدلی ده، جنګی تدبیراو تاکتیک ده چه په نړیوال رقابت کی د خپلی ماتی خوندی کولو دپاره یی په کار اچوی چه افغانستان یی د ماتی په صورت ددوهم ځل دپاره په ښکارکی بولم.
دوهم تعبیریی جنګی ستراتیژی تعینول دی. امریکا باید جنګی اتحادیوکی ځان مدغم نکړی چه د استقلالیت شخصیت له لاسه ورکوی بلکه نور د ځان سره ملګری کړی چه د همدی تعبیر پر بنسټ د پخوا په خلاف په خپل مشر تابه یی غربی ایتلاف جوړ کړي او خپلو نړیوالو حریفانو یعنې روس، چین او اسلامي نړۍ د ماتی دپاره راوتلی دي.
دریم تعبیر یی جنګې موخې تاکل دی. امریکا د نړیوال رهبریت په موخه تول جنګی او اقتصادی قوطونه باید له منځه یوسی چه په لنډ محاله کی یی موخه روس، چین او اسلامي نړی ده او په اوږد محاله کې د بریتانیی، فرانسی، اروپایی اتحادیه او استرلیا خیر نګورم.
د همدی کبله دافغانستان د کشالی لومړی بعد نړیوال دی چه تاریخ په اوږدو کی د نړۍ سترو قوتونو اقتصادي، سیاسي، او ایدیولوژیکو سیالیو ښکار شویدی چه د افغانستان جیو پولیتیک یا سیاسی جغرافیایی موقعیت یی اصلی یا عمده لامل بلل کیدای شی. د افغانستان شمال کې د پخوانئ شوری اتحاد ایدولوژیک، سیاسي اوځانګړې اقتصادی نظام او اوسنی منځنی اسیا د اقتصادی زیرمو شتون په افغانستان د تاریخ په اوږدو کی د نا امنی لړی ګرمه ساتلی ده چه دوځله د انګلیس د امپراتوری ښکار شویدی او روسانوهم د ځان د ژغورنی او خپلو ملي ګټو او یا غچ په موخه دی هیواد ته مخه کړی او زمونږ ګران هیواد ته یی په خپل وارسره نه جبرانیدونکی اقتصادي، اجتماعي، او نظامي تاوانونه اړولی دی اوس یو ځل بیا غرب په تیره بیا امریکا د روس د ماتې او خپلو ملی او اقتصادی ګټو يه موخه مټی رانغښتی او د مذهب تر عنوان یی جګړی په لاره اچولی ترڅو اسلام او اسلامي نړۍ بدنامه او ورسره روس تابع کړی دا پداسی حال کی ده چه د افغان ولس یی د لاری په اوږدو کې قربانی دي.
اوسنۍ بهرنې سیاسي او دیپلوماتیک فضا ته په کتو سره افغانستان په دواړو صورتو کې یعنی دغرب بریا او ماتی په صورت کې به ترتیب سره نا ارامه او توان کې وي. که چیری امریکا او اوسنۍ متحدین یی د روس پر ماتی او مینځې آسیا ته درسیدو سره بریالې شي نو افغانستان تر ډیره عمره مستعمره پاته کیداۍ شي نو د روسانو انتقامی او مقاومتی دریځ له کبله او د افغانانو د فطری طبعیت په اتفاق د چریکی جنګونو لړی دوام پیدا کوی او دا هیواد نا ارامه پاته کیږی او بر خلاف که امریکا او متحدین یی ناکام پاتې شي نو جنګی تاکتیک سره سم امریکا او متحدین یی افغانستان د دوهم ځل لپاره تجزیه کوي چه افغانستان به د تل دپاره د شرق اوغرب محتاجه او په خپل مینځ کی به د کوریا ، د هندوستان او اوسنی پاکستان، پښتونستان او اوسنئ افغانستان په شان په پیړیو په غمیزو او ملي جنګونو اخته وئ.
ځما په اند ددی نړیوال بعد د کنترول او مخنیوی دپاره افغانستان هیواد او افغان ملت په متحد او خپلواک ډول یو تعداد ځانګړې ملي پریکړو ته اړتیا لری. پداسی حال کی چه هرنړیوال ملت، هیواد او سیاسی جغرافیې په نړیواله کچه خپله خپلواکې لری خو یو بل ته د تهدید وسیله هم جوړیدای شی نو اړینه ده چه هیوادونه د ځان، ملت او ملی ګټو ژغورنو دپاره ځانګړی پریکړی وکړی او د هیوادونو اقتصادی، سیاسی او نظامی اتحادی جوړی کړی د بیلګی په ډول په سیمه کی پاکستان او منځنې آسیا هیوادونه په ترتیب سره په غربی او شرقی مشتراک المنافع هیوادونی اتحادیه کی شامل دی.
ملي امنیت د ملي منافعو د خوندې توب تضمین کوی لدی امله هر هیواد ته امنیت اړین ده. هیوادونه کولای شی چه د ملي آرزښتونو د ژغورلو دپاره نظامی اتحادی جوړی کړی. ، د افغانستان په خلاف ډیرو هیوادونه د همدی تضمین په موخه نظامی تړونونو سره یوځای شوی چه (ناټو) او (واسا) یی څرګنده بیلګی دی، خو له بده مرغه افغانان دغه مصونیت د یو یا بل هیواد سره د تړونونو پوری منحصرکړیده چه په ټوله کې د تاریخ په اوږدو کی خپله همدا ستراتیژیک یا نظامی تړونونه د هیواد داشاغلیدو سبب شویدی چه د امریکی سره نظامی تړون بی د کومی فایدی به همدا نقصان وی.
په لنډه کې ددی غمیزی نه د خلاصیدو یواځینئ لار څو هیوادیزه مشترک نظامی تړونو سره یو خای کیدل بولم. داسی چه افغانان باید اول ملي سریښ پیدا کړی او سره یو شی، په یوه غږ ملي یا لوی جرګې غوښتونکی شی، ملي یا لویه جرګه باید اساسی قانون کره کتنه وکړي، د هیواد زعیم، اونوی حکومت، او خارجه پالیسی وټاکی چه د یو نظامی تړون سره یوزای کیدو اجازه ورکړی چه زما په اند افغانستان ته په اوسنې حالت کې (چه واسا د نظامی قوت په خلاف د کمونیستی ایدولوژی ځینی بی غاښه تمساح یا سمساره جوړه ده) د (واسا) سره یو ځای کیدل غوره ده.
دوام: د جګړی سیمیز بعد یی لطفا په پرله پسی لیکنه کې وګوري
بسم الله " بسمل"
۲۳ دلو، ۱۳۹۴