د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تعـــامل دې الٰهي کړه بـــشر پرېـــږده

احمد شاه حقوقي 11.02.2016 13:02

تعـــامل دې الٰهي کړه بـــشر پرېـــږده
ټول خویونه نبـــوي کړه ضرر پرېږده
 
د احســـــان ونــــه چې وکرې دنیا کې
بیړه مه کړه آخرت ته ثمـــــــر پرېږده
 
د انسان د پیدایښت هـــــــدف معلوم دی
د خلقت موخه کې بوخت شه چکرپرېږده
 
تاته سپینه او توره لار په ډاګه شوی
د امان په لاره درومه او خطر پرېږده
 
دواړه سترګې دې راواړوه خپل ځان ته
خپل وجدان دننه پاک کړه بـــهر پرېږده
 
اعـــــتدال په هر یو کار کې غوره شوی
په لټون کې شه د زړونو او سر پرېږده
 
د خیر کار کې کامیابي د آخرت شـــــــته
درمن واخله قیل او قال د بزګر پرــېږده
 
خیر د خیر په خاطر وکړه چې خیر واخلی
د فضا لور ته ایلــه دوه وزر پرېــــــــږده
 
په مزاج که برابر د ژوند شــــــریک شو
بیا د مهـــــر مسئله او زرګر پــــــرېږده
 
کور د کرکې چې رڼا په محـــــــــبت کړو
حقوقي په اخلاص خپل کړه منتر پرېږده
----------------------------------------
۱۳۹۴/ د سلواغې ۲۰ مه / متحده عربي امارات