د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ضیا مسعود پر ملېشو ولایتونه ساتي

ډاکټر نبي مصداق 11.02.2016 12:18

د افغانستان د ملي یوالي حکومت چې ویل کېږي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په نوښت جوړ شوی، افغانانو ته وښودله چې ۳۵۰ ميلیونه ډالر چې د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو مصرف شول، بابېزه وګڼل شول. د امریکې په دې اقدام سره وړونکی او بایلونکی یو ځای شول او ډاکټر اشرف غني چې د ټاکنو د کمپاین پر وخت یې وویل چې د نفې پر سیاست باندې چې د افغانستان د بې اتفاقۍ او قومي بدبینۍ سبب ګرځېدلی عقیده نه لري او غواړي چې له ټولو خواونه، با تجربه او کارپوه کسان په خپل حکومت کې ولري. خو د جان کیري پر ډیموکراسۍ د لوبې تجربه، هر څه بابېزه کړل او حکومت یې له بایلونکي ډلې سره شریک کړ. په دې یو نیم کال کې د ملي یوالي حکومت د مشرانو تر منځ ټول کړاونه افغانان دې پایلې ته رسولي دي چې د ګډ حکومت تجربه یوه ناکامه تجربه ده او باید راتلونکې لویه جرګه تصمیم ونیسي چې په یوه دولت کې دوه مشران وساتي او که دې تجربې ته د پای ټکی کېږدي.
د ولسمشر یو نازولی هم د ضیا مسعود مقرري وه چې مخکې یې له ډاکټر عبدالله نه، له هغه سره د خاص استازي د ټاکلو وعده کړې وه چې باید په ښه حکومت ولۍ کې ګوټلي ګامونه پورته کړي. ښاغلي ضیا مسعود له خپل ټیم سره یو ځای، په ډېرو موضوعګانو، له پوره تحقیق او څېړنې وروسته، د اصلاح لپاره، خپل نظر له مطبوعاتو سره شریک کولو چې ټول یې د قدر په سترګه ګوري.
خو کله چې موضوع قومي او سیمه ییزه شي، ټول حیرانېږي چې دا د نیک عمل او خوا خوږی دولتي مامور بیا د مجاهدینو پر پخوانیو نیمګړتیاو او تېروتنو سترګې پټوي او یوه قومي او سیمه ییزه لاره تر مخه کوي. ښاغلي مسعود په هغه وخت کې چې امریکایي قواوو په شمال کې د یوه قوماندان ضراد خان یا وسلتون بمبارد کړ، د دې ډلې ټولو مشرانو په یوه خوله هغه حمله و غندله او نوموړي قوماندان ته یې د وسلو د لمنځه وړلو فاتحه ورکړه.
اوس چې د افغانستان ټول خلک د تېرو ۳۸ کالو له جنګونو او نارامیو څخه پوزې ته رسېدلي، په کورونو او جوماتونو کې شپه او ورځ د سولې لپاره دعاګانې کوي؛ خو داسې ښکاري چې ښاغلي مسعود ته، دا څلور اړخیځه خبرې چې د افغانستان د سولې لپاره پیل شوي، بې ګټې او بې پایلې ښکاري او وايي چې "دولت افغانستان با روند صلح خودرا بازی میدهد" د مسعود له خولې دا خبرې د کابل په ورځپاڼو کې چې د فبرورۍ په ۸ مه یې کړي، نقل قول شوی دی. د هشت صبح ورځپاڼې د مسعود له خولې لیکلي: "روند صلح طولانی است، و تا زمانیکی منافع بعضی از کشورها تأمین نشود، صلح نیز تأمین نخواهد شد... پروسه صلح بسیار طولانی و دوامدار است. این شروع کار است و خدا میداند چقدر دوام میکند؟"
له بلې خوا د ولسمشر ویاند هاشمي وايي چې ولسمشر د سولې خبرې اترې د خپل کار په لومړیتوب کې نیولي او هر دقیقه په دقیقه یې څاري.
رښتیا ده چې د ۳۸ کالو جنګونو او دربدرۍ ټولې په یو ځل نشي حل کېدای؛ خو د حکومت یو استازی پر ځای د دې چې خلکو ته ډاډ ور کړي چې خبرې روانې دي او "حکومت په محتاطانه ډول امیدوارده دی" وايي چې پخوانۍ ملېشې باید فعاله شي چې خلک ورڅخه نفرت لري.
ښاغلی مسعود تخار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې پر پخوانیو مجاهدینو غږ کړی چې "ولایت های شمال کشور تا یک و نیم ماه دیګر با یک (جنګ تمام عیار) مواجه خواهد بود... تروریزم بین المللی، طالبان باهم تصمیم دارند که در بعضی از ولایت های شمال کشور مسلط شوند و پایګاه مجاهدین را که در تخار، بدخشان و کندز است اشغال کنند".
ښاغلي مسعود له هغوی وغوښتل: "تا خود را از همین حال در برابر جنگ تمام عیار بهار آینده آماده سازند".
د سر خط ورځ پاڼې د ضعا مسعود دا خبرې د فبرورۍ په ۹مه په خپله سر مقاله کې ښه دریا وهونکی ته ورته بللي دي. سر خط لیکلي "ښه حکومتولي همداسې وي چې یو بې بندوباره، بې سواده، جګړه مار انسان ته وسله په لاس ورکړه او پر شایې و ټپاوه چې ونیسه، امینت وساته! آیا ولسمشر همدا غواړي چې پخوانۍ ملېشې بیا سره را ټولې شي او یو ځل بیا دا هېواد ټوکر، ټوکر او تیکه تیکه کړي؟"
د سرخط ورځپاڼه په یوه پرګراف کې خپلې خبرې خلص کوي او د پخوانیو ملېشو په باب داسې لیکي: "دا وطن چا دې حالت ته ورساوه؟ د هېواد دیوالونه چا دښمن ته ونړول، چا د دې خاورې حدود د ښمن تر چټلو لاسو لاندې کړل، چا د دې خاورې هستي او نیستي ولوټله... چا دلته د دین او مذهب سیمې او قوم په نوم وژنې وکړې، چا په یوه شپه یواځې له یوه غره نه، په کابل ۱۴۰۰ راکټونه وویشتل، هغه څوک وو چې کابل یې د ۶۰۰۰۰ زرو وګړو په وینو و لمباوه، هغوی له کومه راغلي وو چې سل کلنه اردو یې ټوکر، ټوکر کړه، هغوی څوک وو چې د نظام ټولې ادارې یې له بېخه ونړولې، اوسني څوک دي چې تر غوږونو په فساد کې ډوب دي، دا اوس چې یې وطن هره ورځ دا دی له لاسه په غم ککړ دی څوک دی؟"
سرخط زیاتوِ: "همدا د مجاهدینو په نامه ټوپکوال وو چې په میلیونونو هېوادوال یې له لاسه کډوال شول، وطن یوه پېړۍ شاته ولاړ، څلور نسله بې سواده لوی شول..."
واقعیت هم دا دی چې ولسمشر په هېڅ صورت نغواړي چې پخواني ملېشې بیا رامنځ ته شي او په همدې موضوع ویل کېږي چې له خپل لومړي مرستیال سره هم په مخالفت کې وي. نو د هغه د ښې حکومت ولۍ لپاره مامورته لازمه نه ده چې هم پدې حکومت کې وي او هم پخوانۍ ملېشې تشویقوي چې د سولې خبرې بابېزه دي او باید خپلې وسلې په لاس له خپلو ولایتونو نه دفاع وکړي او که نه، په یوه نیمه میاشت کې به خپل ولایتونه، له لاسه ورکړي. د یوه حکومت مشران، په دو بېلو، بېلو لارو تګ، پرته له دې چې هېواد وال لا هم مایوسه کړي، نور به څه پایله ونه لري.