د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیالي ښوونځي د ځوان نسل تباهي

بشیر یوسفزی 10.02.2016 16:34

اوسني ګډ کومت د خپل واک په لومړیو شپو ورځو کې د پخواني حکومت له ځینو درغلیو او فسادونو څخه پرده پورته کړه. د شویو فسادونو او جنایتونو په منځ کې د خیالي ښوونځیو  موضوع دردونکې او حیرانونکې وه، چې په ولس کې یې لویه واویلا جوړه کړه. په دغه ناوړه دسیسه کې د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ، د یاد وزارت نور مسوولین، د خینو ولایتونو والیان، د ملي شورا استازي، متنفذین او په ځانګړي ډول هغه قومي مشران ملامت او مسوول ګڼل کېږي، چې په دغه غلا او دسیسه کې شریک دي.
خیالي ښوونځي عامو خلکو د پیسو او پروژو عادي غلا وبلله او دوی فکر وکړ چې دا د ښوونځي د ودانۍ، کتابونو، د ښوونکو د معاشونو او د نورو اداري او اړوندو چارو د پیسو د حیف او میل کولو یوه بدرنګه لاره وه، چې څه موده وړاندې د معارف وزارت د هغه مهال تدریسي مرستیال محمد صدیق پتمن هم وویل، چې یوه ورځ ورته خپل کوم رئیس ویلي وو، چې د ښوونځیو په احصائیه کې ۱۰۰۰ ښوونځي له خپله ځانه ور زیات کړي.
سره له دې چې پتمن له مسوولیت او ملامتیا څخه د خپلو اوږو د سپکولو هڅه کوله، مګر د ده په ګډون د یاد وزارت مسوولین دومره په اسانۍ له دې ملامتیا څخه ځانونه نشي اېتسلی. د خیالي ښوونځیو په نوم غلا شوې پیسې د فیصدي له مخې وېشل کېدلې، چاته لږ او چاته ډېرې رسېدلې، خو دوی یو هم په کې بې برخې نه وو.
دلته خبره د خیالي ښوونځیو په نوم د حیف او میل شویو پیسو د غلا او د هغو د وېش او ونډو نه ده، اصلي خبره او موضوع تر دې هم نهایت خطرناکه ده. دا په حقیقت کې د پښتنو د ځوان نسل د رېبلو، بدمرغه کولو او بې سواده کولو هغه ناوړه هڅه وه، چې پردیو د یو لړ افغان دښمنه څېرو پر مټ په ګڼو پښتون مېشتو ولایتونو کې پلې کړه او په دې ډول د پښتنو یو نسل له زده کړو محروم او راتلونکی یې بدمرغه شو.
دا په حقیقت کې له دې وطن او د دې وطن له مظلوم او بې وزلو، خو ویاړلو او مېړنیو خلکو او په ځانګړي ډول ځوانانو سره نه بښونکی جرم او جنایت وو چې ترسره شوی دی، ځکه که په وطن کې جنګ او نارامي ده، خدای مهربانه دی ی� �ه ورځ به سوله او امن راشي، که کوم ځای نړېدلی او یا کوم بل سیستم زیانمن شوی دی، خو خیر دی وبه رغېږي، مګر هغه سلګون ه زره افغان ځوانان چې د فاروق وردګ د هغه د مافیایي بانډ، غلو او ملي خاینانو له امله د زده کړو له نعمت څخه بې برخې شول د دې جبران سخت او ناشونی دی.
دا پردۍ دسیسه په لوی لاس د افغان دښمنه څېرو له لوري عملي شوه . دا په حقیقت کې له افغانانو، افغانستان او پښتنو سره ستر خیانت ، ګناه او نه بښونکی ترسره شوی جرم دی، ځکه د همدوی له امله زموږ سلګونه زره کدرونه ضایع شول. له زده کړو پاتې شول او راتلونکی یې بدمرغه شو.
خیالي ښوونځي په حقیقت کې د نسلونو رېبل او بې سواده کول دي. خیالي ښوونځي په لوی لاس د افغانانو او افغانستان بدمرغه کول او قصداًد غلامۍ لپاره د دوی جوګه کول دي. د دغو خیالي ښوونځیو ناوړه پایلې به لسیزې دوه وروسته حس شي. راتلونکی نسل به د خیالي ښوونځیو د افغان دښمنه پروسې او دسیسې تطبیق کوونکو باندې سخت لعنت ووایي.
د خیالي ښوونځیو د ناوړه دسیسې تطبیق کوونکو له افغانانو او افغانستان سره خپله دښمني وپالله. د دوی راتلونکی یې بدمرغه کړ. اوسني حکومت ته ښایي چې له هغوی سره حساب وکړي. هغوی دې د عدلي او قضایي څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته معرفي شي او د یاد جنایت د ترسره کولو له امله دې په عام محضر کې راوځړول شي، تر څو نورو خاینانو او جنایتکارو ته هم پند او عبرت شي.