د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نجونو زده کړه

زرلښت ودان 09.02.2016 12:44

د ښځو حقونه او بیا د نجونو تعلیم تر ډېره افغانستان کې یو شعار دی. بېلابېل حکومتونه بدل شوي او پرځای یې نوي هغه راغلي دي، خو د دوی له ښځو یوازې سمبولیکه ګټه اخیستې او د شعار تر بریده یې پاللې دي، ځکه لا هم د ښځو اساسي مسایل لکه د ښځو حقونه، زده کړه، کار او ډېر نور لا هم لاینحله پاتې دي.
اوسنی حکومت تر پخوانیو هغو څخه د ښځو حقونو، زده کړې او کار ته زیات لېواله او ژمن دی، ممکن په دې کې هم په خپله د جمهور رئیس او د هېواد د لومړۍ مېرمن پاملرنه او هڅې اساسي رول ولري. څه موده وړاندې د لومړۍ مېرمن له لوري د نجونو لپاره د ځانګړي پوهنتون اعلان ښه و، حداقل یو عملي اقدام . مګر یوازې یو پوهنتون د ښځو ټولې یا حداقل د یوې او همغې اړوندې برخې ستونزې نشي حلولی. دغه اقدامات باید دوام وکړي ، نو د نجونو زده کړو ته د خلکو د هڅونې لپاره ممکن دغه لاندې لارې مرسته وکړي او کورنۍ خپلو لوڼو ته نه یوازې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي، بلکې په دې برخه کې ممکن په خپله کورنۍ ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي او د نجونو زده کړه د یو مهم مسوولیت په توګه ومني او ترسره یې کړي.
 
لومړی باید د نجونو زده کړه له شعار او تشو خبرو او ژمنو څخه د عمل ډګر ته شي. د کابل سټار هوټل له سټیج نه د ښځو د حقونو نارې وهل هېڅ درد نه شي دوا کولی. دا خلک باید ولایتونو، کلیو او بانډو ته ولاړ شي. کور په کور د ښځو د تعلیم لپاره کمپاین وکړي یا حداقل ګټې یې ووايي.
 
دوهم تعلیم یافته ښځې تر بل هر کس نه په دې برخه کې مهم رول لرلی شي. مثلا: که دوی خپله ډېره مثبت شخصیتونه ولري، چې په کلیوالو او نالوستو یا په هغوی چې د ښځو د تعلیم مخنیوی کوي اغیز وکړي. یا خپلې تجربې له ښځو او نجونو سره شریکې کړي چې څرنګ هغوی کولی شي د خپل حق لپاره مبارزه وکړي او درس ووايي په دې شاید نجونې وهڅیږي او د تعلیم لپاره اقدام وکړي.
 
دریم د ځینو امتیازاتو ورکول کورنیو ته شاید مرسته وکړي چې حداقل تر لسم ټولګي په نجونو درس ووايي. مثلا:  تېرو کلونو کې به په کلیو کې ځینو بهرنیو موسسو مرسته کوله. نجونو ته به یې غوړي، دال، نخود او لوبیا...  ورکول. څومره به چې د یوه کور زده کوونکي ډېر و، هغومره به هغه کور دا شیان ډېر اخیستل. دغسې یا داسې نور امتیازیات شاید مرسته وکړي.

څلورم د یوه سالم محیط برابرول شاید تر ټولو لوی او موثر کار وي. ډېر خلک غواړي جینکۍ یې درس ووايي خو د دې لپاره سم محیط نه لري. د دې لپاره د لومړۍ مېرمن پوهنتون ښه اقدام و.که دغسې ځایونه ډېر شي په خاص ډول کلیو کې شاید ډېر حالت بدلون وکړي او نجونې زده کړې وکړي.

څلورم د مېندو، ملا امام صاحبانو او د قومي مشرانو قانع کول دي. ځکه د نجونو د زده کړو پر وړاندې لوی مانع پلار نه، بلکې مور ده چې د لور درس ورته بد ښکاري. اول باید یوه نالوستې مور قانع شي. بیا د کلي ملا خپله لور ښوونځي کې شامله کړي، د مشر هم چې پسې ورشي مشکل حل دی. بیا هغه پیغور ورک وي چې « پلانکی بېغرته د کور پېغلې یې مکتب ته ځي». شاید تر دې نورې ښې حل لارې واوسي خو مهمه دا ده چې عملي شي.
یانې د نجونو د زده کړې هڅونه او دې برخې ته پاملرنه د کورنیو، ولسونو، متنفذینو، علماو او ټولو ګډې مرستې ته اړتیا لري، هیله ده چې دوی په خپلو سیمو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې پراته خنډونه ، دودیزې او کلتوري منفي انګېرنې لیرې کړي، د خلکو ذهنونه دېته تیار کړي چې د نجونو زده کړه مثبت او ګټور کار دی او بیا له هغه وروسته چارواکي د نجونو لپاره د زده کړې اسانتیاوې او ښه محیط برابر کړي، نو باور دی چې په دې برخه کې به په لږ وخت کې پام وړ بدلون راشي، خو د دغه بدلون لپاره د ټولو همغږي، همکاري او ګډ تفاهم حتمي دی.