د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان سولې همهغه "د رفاه ساحل" دی

افغان تحرک 09.02.2016 12:22

مونږ څوک یو او چیرته ځو؟

البته باید لمړی دلته د " رفاه ساحل" اصطلاح او دویم د "مونږ" اصطلاحګانی لږ تعریف او تشریح ته اړتیا لری.

١. "د رفاه ساحل" اصطلاح تعریف او تشریح:

"د رفاه ساحل" اصطلاح یوه نوی مرکب اسم دی، چه دلته لمړی ځله یادیږی او یا عرض وجود کوی.

"د رفاه ساحل" اصطلاح یو مرکب اسم دی، چه د "رفاه" او "ساحل" کلماتو څخه جوړښت پیدا کړی دی.
"رفاه" ځینی کسانو لپاره متاسفانه فقط شخصی او فردی بډایي، شخصی او فردی نیکمرغي او یا په یو بل عبارت شخصی او فردی معموری معنی ورکوی، چه دا دول برداشت له "رفاه" کلمه څخه دلته لږ سطحی ښکاریږی. دلته د "رفاه" اصطلاح ټولنیزه سلامتیا، ملی جوړوالی، ټولنیزه نیکمرغي، ټولنیزه بډایي، یعنی ټولنیزه معموری معنی ورکوی چه په انګلیسی ژبه کی ورته ټولنیزه "welfar" او په المانی ژبه کی ورته ټولنیزه "Wohlfahrt" هم ویل کیږی.
د یو هیواد د هیوادوالو رفاه عمدتاً له دولت له خوا تأمینیږی، مګر غیردولتی ټولنیزی سازمانونه، خیریه سازمانونه، دینی او مذهبی ګروپونه هم پکښی رول او نقش لری.
د هیوادوالو رفاه کولای شی چه له دولت لخوا په مستقیمه دول او یا هم له دولت او خصوصی موسساتو په ګده همکاری مینځ ته راشی او یا ټولنیزچوپړ ورته ایجاد شی، چه داسی دولتونو ته نو بیا "رفاهی دولت" ویل کیږی!

اوس راځو بیرته خپل مرکب اسم ته چه "د رفاه ساحل" اصطلاح دی:
"د رفاه ساحل" اصطلاح یو کنایه اسم دی چه د تخیلاتی اظهار پر اساس ایجاد شوی دی. "ساحل" د باګوهر او هم د بی ګوهر دریاب څنګ ته ویل کیږی، یعنی د دریاب او د بحر هغه تماس سیمه ته وایو چه "خشکه" سره په مستقیمه توګه مرتبط ده.

دلته "د رفاه ساحل" اصطلاح دزمونږ ټولنه په ارتباط کی خپل ځانګړی او خپلواک معنی ایجادوی چه لږ توضیح ته اړتیا لری.

د ټولنیز چوپر په دګر کی "د رفاه ساحل" اصطلاح یو داسی ساحل ته کولای شو ووایو، چه د سوله، امنیت، ثبات، ټولنیزه عدالت، قانونیت او ترقی له "سیلابونو" او"دریابونو" څخه ځان او خپل ټولنه یو نسبتا ارامه بحر ته رسیدلی له بعد بلاخره همهغه "رفاه ساحل" ته ورسیږو.

٢. د "مونږ" اصطلاح تعریف او تشریح:
"مونږ" دلته فقط او فقط صادق او هیواددوست افغانانو ته تخصیص ورکړ شوی دی!


اوس پس له دی څخه چه د " رفاه ساحل" او د "مونږ" اصطلاحګانی لږ تعریف او تشریح شو، راځم د هغه پوښتنی ځواب ته چه دی، "مونږ څوک یو او چیرته ځو ؟"

د هغه پوښتنی ځواب ځواب دیر لند دی:

خاورین سیلاب یو، دریاب شو
بحر په څنګ کی د رفاه ساحل ته ځو


یعنی: زمونږ مخرب فکری او ذهنی اسارت یو داسی مخرب سیلابی زنځیرونو غوندی دی، چه مونږ لپاره هنوز هم ممانعتونه ایجادوی چه لکه یو دریاب غوندی په یوه ګده لږ منظمه لاره روان شو، سره له دی نه چه د نسبتا ارامه بحر په څنګ کی د رفاه ساحل له سوله، ثبات، ټولنیز عدالت، ترقی او رفاه دکه فضا خپل موجویت اعلانوی.

مشکل په دی کی وینم، چه، زه داخوب د همهغه ګنګګی په حالت او د یو ګنګه په حیث کی لیدلی یم او اوس چه غواړم له خپل خوب څخه حتی کوڼ، پوچک، زیږ او کرخت انسانان هم با خبر کړم، نو یو لږ دیر مشکلات مینځ ته راغلی دی. یعنی: همداسی چه زه په ویلو کی عاجز یم دوی په اوریدلو کی هم لږ مشکلات څرګندوی.


دسولی، امنیت او ثبات، ټولنیزه عدالت او قانونیت، ترقی او رفاه په هیله

و من الله التوفیق