د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دموکراسي باید زده او پخه شي

نور محمد غفوري 06.02.2016 12:25

د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د دموکراسۍ پراختیا او د دموکراتیکو ظرفیتونو ارتقأ ته خورا زیاته اړتیا ده. لا تر اوسه په هیواد کې ډیر هغه کسان او سازمانونه چې ځانونه تر نورو زیات دموکرات بولی او د دموکراسۍ دعوا کوی، د علمي مقیاسونو پر تله د نظري لحاظه نیمګړتياوې لري او عمل یې له مدرنو دموکراتیکو اصولو سره جوړ نه دی. ځینې سیاسی ګوندونه هم چې ځانونه دموکرات بولي، په واقعیت کې د شلمې پیړۍ د پخوانیو غیر دموکراتیکو، توتالیتار او اوتوریتار نظرونو تر اغیزې لاندې دی او په عملي فعالیت یې منفی اغیزه لري.

که ټولنیزه آګاهي او سیاسي شعور د انسانانو د عینی ژوندانه د شرایطو محصول وبولو، نو دا خبره تر ډیره طبیعی هم ده چې د افغانستان د جګړو او ناامنیو څخه ډک ټولنیز چاپیریال، وروسته پاته اقتصادی حالت او د پوهې او سیاسي شعور په ټیټه سطحه کې د رښتینو دموکراتیکو افکارو او فردی آزادیو د ودې امکانات کم دي او د هغو د عملی کولو شرایط اوتاریخي تجربې نشته. د لوړو دموکراتیکو افکارو وده پرمختللی عینی شرایط غواړی او د دموکراتیکو عملونو زده کړه هم وخت، پراتیکی امکاناتو او عملی تجربو ته اړتیا لري. ډیر افغانی سیاستوال چې د کوچنیتوب او ځوانۍ له وخته په ایدیولوژیکو، بنسټګرو او جنګی ډلو او ګوندونو کې تربیه، را لوی او په کارعادت شوی، د یوویشتمې پیړۍ د دموکراسۍ د واقعي جوهر درک ورته ستونزمن دی. ډیر یې لا تر اوسه ددې پرځای چې دموکراتان وی، د خپلو ګوندي او قومي رهبرانو د پټو سترګو پیروان دي. د خولې او زړه خبره یې یوه نه ده. په ظاهره یوه شي ته رایه ورکوی، خو په اصل کې بله عقیده لري او بیل ډول عمل کوي. د سیاسی ګوندونو ځیني غړي پخپل ځان او خپل نظر بې باوره دی او د رهبرانو په وړاندې د نظر د ښکارولو او په مسایلو کې د زغردې ونډې د اخیستلوتوان، جرئت او عادت ور سره نشته. ډیر سیاسی فعالین او ګوندي کادرونه د ګوندي سازمانونو په داخل کې د نظر د علنی طرحې پرځای یو د بل په وړاندې د پټو ګروپو په جوړولو او په منفی فرکسیوني فعالیتونو روږدي دي.

د دموکراسۍ د پراختیا له پاره مبارزه لکه چې د ټولنې په کچه اړینه ده، همدا راز د ګوندي سازمان په د ننه کې هم دموکراتیکو چلندونو ته ضرورت دی. ددې اړتیا شته چې په افغانستان کې دموکراتان له دموکراتیکو لارو ځانونه فعال کړي. د دموکراسۍ له پاره مبارزه د غیر دموکراتیکو سازمانی لارو مطلوب ثمر نه ورکوی. دا باید په نظر کې ولرو چې دا دموکراسي چې په یوویشتمه پیړۍ کې مطرح ده، د ډیرو سیاسي فعالینو له پاره د شلمې پیړۍ له هغې توپیر لري. د دموکراسۍ له پاره د عملی کار ملی، سیمه ایزو او نړیوالو شرایطو هم تغیر موندلای دی. د دموکراسۍ اساسي رُکن حکم کوی چې په ټولنه او ګوندي سازمان کې ټولو غړو ته د پریکړو د نیولو په وخت کې د ګډون امکان او مساوي چانسونه ورکړل شي.

دموکراتانو او دموکراتیکو ګوندونو او سیاسی سازمانونو او د هغو رهبرانو ته لازمه ده چې له تړلو محدودو کړیو راووزي، د خپل انحصار او حصار دیوالونه ونړوی او د ولس له تودو او ځوان قشر سره شریکه ژبه او د ګډ عمل مناسب ډګرونه ومومي. د ګوندونو او سازمانونو داخلی اړیکې د رهبرانو له دستورونو، فرمانونو او قوماندو څخه خلاصې او د شلمې پیړۍ د زاړه کمونستی «دموکراتیک مرکزیت» د اصل پرځای «دخپلې خوښې دموکراتیک مرکزیت» (مرکزیت داوطلبانهء دموکراتیک) پرنسیپ د خپلو تشکیلاتو د ملا په تیر بدل کړي. د نړیوالې دموکراسۍ او په آزاد رقابت کې د سیاسی فعالیت روشونه او لارې سمې وپیژني او هغه د ګوند او ټولنې د اړتیاوو او عیني شرایطو له په نظرکې نیولو سره په ګوندی سازمان او ټولنه کې سم عملی کړي.

دا واقعیت باید لومړی درک او بیا پرې باور وشي چې په دموکراسۍ کې تر ډیره حده آزادې سیالۍ د سیاسی بهیرونو او ګوندونو برخلیک ټاکي. په رښتینو دموکراتیکو فعالیتونو کې استخباراتی لوبو او اوپراتیفی چلندونو، پټو توطیو او د ملت او یا د ګوندي غړو تر شا پټو معاملو ته ځای تنګ دی. د دموکراتیک ګوند غړی د رهبر او رهبرۍ تابع نه، بلکې د هغو د سیاسي موخو د عملی کولو د لارې خواږه ملګري دی. په دموکراسۍ او دموکراتیک تشکیل کې رهبر د ګوندیانو له پاره مذهبی- سیاسی بُت نه دی چې عبادت یې وکړي او هر ډول قوماندې او دستور ته یې غاړه کیږدي، بلکې هغه څوک دی چې په ټاکلو شرایطو کې یې ګوندیان د ګوند د بریا د ترلاسه کولو په خاطر د معین وخت له پاره ټولنې ته وړاندې کوی او هر وخت یې چې د ګوندی بریا د ښې وسیلې او اړینې وسلې په حیث کار ورنکړ، بیرته یې لرې کوي. په دموکراتیکو تشکیلاتو کې قومانده نه چلیږي، د رهبر د فیصلو او امرونو عملی کولو ته هیڅوک نه مجبوریږی او هر څوک د شخصی آزادۍ له حقه ګټه پورته کولای شي.

لنډه دا چې که له یوې خوا په هیواد کې د دموکراسۍ د ضعف او کمبود علت د غیر دموکراتیکو ځواکونو تسلط دی، د بلې خوا له دموکراسۍ څخه د دموکراسۍ د مدعیانو او دموکراتیکو سازمانونو د پیژندګلوی لږوالی او په عملی فعالیتونو کې په سمه توګه نه کارول هم د هیواد د وضعې د خرابوالی او دموکراتو ځواکونو د ناکامۍ غټ سبب دی. که په دا وروستیو کلونو کې پرمختګ غوښتونکو دموکراتو قوتونو د خپلې سیاسي مبارزې په بهیر کې له رښتینو دموکراتیکو مدرنو اصولو کار اخیستی وای، په یقین چې متقابل باور به یې رامنځته کړی او ځان به یې د هیواد په سیاسی ډګر کې اغیزمن ثابت کړی وای. د مبارزې په جریان کې د دموکراتیکو اصولو کارَوَنه پخپله د مبارزینو ترمنځ د ښې پیژندګلوۍ او دوه اړخیزه باور ښه شرایط رامنځته کوي. دې درک ته اړتیا شته چې د پخوانیو وختونو د پخوانیو ګوندونو د مبارزو او فعالیت د روشونو د په کار اچولو له لارې نوی ګوندونه په نویو شرایطو کې بریالی فعالیت نه شي کولای. همدا تریخ حقیقت موږ ته د تیرو پنځلسو کالونو عملی تجربو ښه په ډاګه کړ چې ترې پند او درس اخیستل اړین دی.

موږ باید د تودو له منځه په ځوان قشر کې داسې دموکراتان وروزو چې د هغې ټولنې د جوړولو له پاره آزاد او زغرد فعالیت وکړي چې په خپل فکر او خیال کې یې تصویر او تصور لري. له نورو سره په خبرو، میټنګونو، مطبوعاتو او د پارلمان په کچه خپل نظر بې له ډاره ووایي او هغه تصویر او تصور چې له ځانه سره یې لري، خلکوته ورسوي. دموکراتان باید د ټولنې په متن او بطن کې خپل حضور په څرګند ډول وښئي او د خپل منځو لویو او کوچنیو غونډو د جوړولو څخه د باندې را ووزي. په مطبوعاتو، قومی شوراګانو، مسلکی اتحادیو، موجودو ګوندونو او سازمانونو کې حضور ولری او په فعالیتونو کې یې اغیزمنه ونډه واخلی. په هیواد کې موجود اقتصادي، سیاسی او کلتوري جوړښتونه په مطلوب لوری رهبري کړی. مظاهرې او مبټنګونه او د اړتیا په وخت کې نوې جبهې، نوی سازمانونه او نوی ګوندونه رامنځته کړي.

په دموکراسۍ کې ګوندونه باید د خپلو محدودو غړو د کوچنیو ټولنیزو منزوی ګروپونو له حالته را ووزي، د ولسونو په مابین کې نفوذ وکړي او ځانونه په داسې رښتیني ولسي ځواک بدل کړي چې نظر او عمل یې د خلکو د پراخه تودو سره ګډ او د هغو لخوا تائید شي. هغه کسان چې د ولسی تودو او په تیره بیا د ځوان نسل منځ ته د ورتلو روحیه او علاقه نه لري، یا د خپل تیر سیاست او کړو وړو په اړوند په ټولنه کې له سوالونو سره مخامخ کیږي، د ولس منځ ته د ورتګ قدرت یې له لاسه ورکړی، د خپل ځان د نوښت او انتقاد روحیه، اراده، ځواک او امکانات ورسره نشته او یا په ځان کې دولس څخه د پټولو کوم شی وینی؛ د دموکراسۍ له پاره مطلوب کار نه شي سرته رسولای او د سازمانونو په لارښود ارګانونو کې یې موجودیت نه یوازې چې ګټه نه لري، بلکې تاوان پیښوي.

دموکراتان باید تر ټولو د مخه پخپله دا باور تر لاسه کړي چې هغه کسان چې ددوی له نظر او عمل سره د خپلو نظرونو او باورونو پر بنسټ مخالفت کوي، شخصی دښمنان یې نه، بلکې سیاسی سیالان دي. دموکراتان پخپل ځان او خل نظر مینان نه دي، د خپل نظر او باور په حقانیت تر اندازې زیات ټینګار نه کوي، د ګوند او ټولنې له پاره هر تصمیم په مجرد ډول په یوازې ځان نه نیسي، بلکې د پریکړو په نیولو او عملي کولو کې د مخالفینو نظرونه، د اپوزیسیون غوښتنې او په ټولنه او ګوند کې د نورو د افکاروـ په دې لړ کې د سیاسی رقیبانو د طرحوـ اغیزې په پام کې نیسی. یوازې په همدې میتود کیدای شی چې د ټولنې او یا خپل ګوند د عموم او یا اکثریت په خوښه او د هغوی د ملاتړ وړ پریکړې ونیول شي. تنها د رهبر او رهبرانو په خوښه پریکړې په سازمانونو کې د نارضایتۍ او په نتیجه کې د غړو د روحیې د تضعیف او ضایعاتو سبب ګرځي.

هیڅوک له موره دموکرات او یا دیکتاتور نه دی زیږیدلی، بلکې همدا ټولنیز محیط ور څخه دموکرات او یا غیردموکرات جوړوی؛ نو موږ باید د ټولنیز چاپیریال په دموکراتیزه کولو کې زیار وباسو او دا هغه وخت ممکن دی چې ورسره له نږدې څخه ژورې اړیکې وساتو. په سیاسی سیالیو کې د بریالیتوب له پاره ګډون وکړو، خو له ماتې یې شرم او ډار ونلرو. پخپل مغز باندې دا قبوله کړو چې په مسابقو کې د ګډون پایلې یا بریا او یا ناکامی دي او دا دواړه نورمال او طبیعی دي چې یوه یې طبعاًخوښي او بله خفګان له ځانه سره لري. د هیڅ سپورتي، سیاسی، جګړه ایز او یا بل ډګر قهرمان په ټولو سیالیو او مقابلو کې نه دی کامیاب شوی. قهرمانان چې په سیالیو کې ګډون کوي، د ماتی د زغم ځواک هم لري. د ناکامۍ په وخت کې باید ناامیده او مأیوس نه شو، بلکې له سره خپله انرژي راټوله کړو، په نوی روش او نویې روحیه د راتلونکو سیالیو له پاره ځانونه چمتو کړو. دا ډیره مهمه نه ده چې دموکراتان په ټاکلې سیاسي مسابقه کې ماتې خوری او که بریالي کیږي، خو دا مهمه ده چې د سیاست په ډګرکې مشخصه طرحه او څرګند حضور ولري، په سیاسي سیالیو کې زغرد ګډون وکړي او د یوه الترناتیف په حیث په ټولنه کې مطرح واوسي.

زما په باور په هیواد کې د دموکراسۍ د ضعف د مسئولیت د بار ډیره برخه پخپله د «دموکراتانو» په غاړه ده. هغوی چې ځانونه دموکرات بولی، خو د سیاسی فعالیت دموکراتیک روشونه په عمل کې نه پلی کوی او یایې په پلی کولو نه پوهیږي، د مبارزې له زړو لارو او وسیلو کار اخلي او ډیر یې د فکري لحاظه په زړو باورونو کې هم ډوب پاته دي. د دموکراتیکو ځواکونو د یووالی او د عمل د وحدت له پاره د دموکراتیکو چلندونو عملی کولو ته اړتیا ده. یوازې همدا کولای شی چې د رنګ رنګ عقیدو، سازمانو او میلانونو تر منځ د ګډ عمل او دوه اړخیزه او څو اړخیزه باور شرایط را منځته کړي. د خلکو د کتلو نه پټ او د ګوندي غړو تر شا یو له بله سره د "رهبرانو" تر منځ د چوکیو او امتیازاتو ویشنه، جوړښتونه، سازشونه او مصلحتونه د حل دوامداره لاره نه ده. یا په بل عبارت سره د رامنځته شوو مختلفو سیاسی «آدرسونو» مصنوعی له منځه وړل او په ظاهري بڼه او تش په نامه په یوه «آدرس» بدلول د واقعی وحدت او د عمل د رښتینی یووالي نښه نه ده. برعکس، دا د مختلفو سیاسی «آدرسونو» د فعالیت د غښتلتیا مخه نیسی، له غړو یې د سیاسي مبارزې انګیزې اخلي، خو د ګډ عمل د تقویت په فکټور نه شي اوښتلای. د ډیرو سازمانونو او ګوندونو د رهبرانو ترمنځ د جوړجاړي په نتیجه کې رامنځته شوو «وحدتونو» وښوده چې له هغوی څخه مطلوبه نتیجه چې د هیواد په کچه د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د سیاسی فعالیتونو شدت او قوت و، لاسته رانغله، بلکې اغیزه یې سرچپه وه. د وحدت پروسې ته د داخل شوو دواړو لورو د صفوفو او کادرونو سیاسی فعالیت یې بطی او له سیاست سره یې علاقه کمه کړه. بیرونی جنجالونه، رقابتونه او پخوانۍ ګیلې یې حل نه کړي، بلکې هغه یې د ګوندی سازمان داخل ته راوړې، نامطلوبه فرکسیونی فعالیتونه یې تشدید کړل، یو د بل په وړاندې پټې غونډې یې رواج کړې چې د هر لوري د ګوندي فعالیت په محصله یې منفی تاثیر واچاوه.

په اوسنۍ زمانه او نننیو حالاتو کې رښتینی وحدتونه د رهبرانو تر منځ د تړلو دروازو شاته نه، بلکې د عملی سیاسی فعالیت په بهیر او د علني مبارزې په پراخ ډګر کې د ګوندي غړو په آزاده اراده، کامله عقیده، بشپړ قناعت، د ملت پر وړاندې او د ټولو تر سترګو لاندې منځته راتلای او دوام موندلای شي. د دموکراسۍ په شرایطو کې د وحدتونو له لارې د نویو لویو او اغیزمنو ګوندونو د جوړولو د تجربې تازه، عملی او مثبت مثالونه په آلمان کې د (شنه ګوندBündnis 90 die Grünen ) بنسټ ايښودل او څو کاله مخکې د (چپ ګوندDie Linke ) جوړیدل دی چې اوس یې هر یو د هیواد په سیاست کې خپل رول نسبت پخواته ښه لوبولای شي. د آلمان په اوسنیو حالاتو کې (د آلمان الترناتیف ګوند Alternative für Deutschland ) عملی فعالیت او د هغو د را ټوکیدو بهیرهم زموږ له پاره په دموکراتیکو شرایطو کې د نویو ګوندونو د جوړولو او غښتلي کولو له پاره ژوندي مثالونه او بډایه تجربې دي. د دموکراسۍ د پراختیا او د دموکراتو ځواکونو د غښتلتیا له پاره په دموکراتیکو لارو د دموکراتیکو ځواکونو رښتینی ارګانیک یووالي او ګډ عمل ته اړتیا ده. تش په نامه وحدتونه موږ نه ځواکمنوی، بلکې ټول شامل اړخونه ضعیفولای، د سیاسي فعالیت محرکه انګیزې، آیدیالونه او سمبولونه یې پیکه کولای او د غړو د مبارزې روحیه یې کمزورې کولای شي.