د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غربي ښکیلاکګر بشر دوستان که چپاولګران

عبدالسمیع واحدي 03.02.2016 14:55

د بشر په تاریخ کي چی کوم تمدونونه تیر شوي دي په ټولو کي هغه تمدنونه او امپراطوري چي د ځمکي د خاکي کري په غربي څنډه کي سر اوچت کړي او رامنځ ته شوي دي لکه  د پخواني روم او یونان تمدنونه، د منخنیو پیړیو د هسپانوي ، انګریزی او اروپایی هیواودونو امپراطورۍ او د معاصر وخت د امریکایی امپراطوری واکداران  د نړی د نورو ټولنو د وګړو په وژنو، استثمار او زبیښاک لاندی راوستلو، دهغوي د ځمکو او شتمنیو په غضب نیواک او زبیښاک  باندي پیل شوی دي عروج ته رسیدلی او بیرته د همدغو امپراطوریو د زمامدارانو د ناوړه او ظالمانه کړنو په اساس ولسونه دی ته اړ شوی دي چي د وخت د ظالموحاکمانو په وړاندي مبارزه پیل او د هغوي ظلم او وحشت ته د پای ټکی کیږدی.د بشری تاریخ په ټولو دورو کی د غربي تمدن فاشیست او مغروره زمامداران او اوسنی وارثین  دخپل ځان د شتمن کیدلو او بډاییني په خاطر د نورو ټولنو  د خلکو ځمکي، دکار نیرو ، اومه مواد اوبازارونه د خپل سیاسیي اقتصادي برلاسی دپا ره مصادره اودهغو هیوادونو خلک له دارایی اویا له خپلو شتمنیو څخه محروم اویا سلب مالکیت کړي او لا یی کوي ،  دروم دامپراتوری بنیاد ایښودونکی شارلما نی یا لوی کارل  انسانان دی ته اړ کول چي په معد نونوکی دمرګ تر پولی کار وکړي  چی بیا دغه کارکونکی به یی اسالو باله اکثرا اسالو به د شرقی اروپا تر اسارت لاندی وه اسالوکلمه د شرقی اروپا د اسالوو څخه اخیستل شوي چی د برده ګي او غلامی سره  په معنی کی مترادف دي. په شپاړلسم پیړی کي هسپانیوی لښکر په مکسیکو ،مرکزی امریکا یا پیرو کی هندی تمدن ته سقوط ورکړل  اود لوړتیا غوښتني او فاشیستي فکر د لرلو له امله په لوټماري او چپاول بوخت شول  ددغو هیوادونو لویه او ګران بیه شتمنی ( طلا )او نور هر څه یی  دځانه سره ویوړلي او ددغو ټولنود وګړو د ژوند ټولی چاری  په اجبار او زور سره تالا او ترغه کړل. د غربي اروپا د غیرانساني کړني او نیواک لمړني قربا نیي کوم چي د بل اروپایی نیواک ګر پواسطه سره ترسره شوه  ایرلینډ وه چه څه دپا سه 800 کاله مخکی ترسره شوه یعنی ایرلیند د انګلستان پواسطه چي وروسته د بریتانیا دامپراتوری په نوم سره وپیژند ل شو تر نیواک او زبیښاک لاندی راغي چی  د آیرلیند یوه حصه ځمکه اوس هم د انګریزی مستمعراتو برخه ده. دنازي امپریالیزم کوم چی د ددوهمې نړیوال جګړې په موده کي سر را اوچته کړ هغه امپراطوری وه  چي دجرمن تجارو ته دلوټمارې اود غارت زمینه برابر کړل کوم چي تر اشغال لاندی خلک یی ولوټل اومړه یی کړل  چی بلاخره د نازۍ دولت د رامینخ ته کیدو شرایط یی برابرکړ. په نورو ټولنو او هیوادونو د امریکایی امپریالیستانو یرغلونه تاړاکونه لکه په جاپان د زروی وسلو استعمال، په وینتام یرغل، په عراق کی لښکر کشي او افغانستان باندی نظامی تیری  خو له هیچ چا هم پټه نه ده.

د اسیا، افریقا او لاتینی امریکا هیوادونه چي په اصطلاح د دریمی نړی د هیوادونو(   (under developingپه نامه سره هم یادیږی ځمکی له ډیرو پخوا زمانو څخه تراوسه دغلی دانۍ ، مینرالونو ، اودنورو طبعي زیرمو د تولید اصلۍ او لوی ګدامونه او دډیرو غني طبعی موادو هیوادونه دی، خو دتاریخی روایاتو له مخی ،همدغه غربي اروپایان وه چی دلوټماری دپاره دغه هیوادونو ته د مختلفو پلمو سره سفر کول او هغوی یعنی دریم نړی هیوادونو شتمني به یی غارتول او لوټل، نو ددی هیوادونو د کمزورتیا او د وروسته پاتی کیدو اوفقر یو د اساسی عواملو څخه دهمدی اروپایانو پواسطه سره دهغوی دشتمنیو چور ، چپاول اوغارتول دي . دهمدی اروپایانو په واسطه ددریم نړۍ دطبعی زیرمو لکه سره زر، سپین زر ، دوایی مواد، وریښمینو: کتان ، لرګی ، ګوړه، شکر ،رم ) rum یعنی له ګنیو څخه شراب)لاستیک ، تمباکو ،دپنبی ارزان قیمت ټکران ،کاکوو ،کافی ،مس، دسکاره ډبری ، دخرما غوړی ، قلعیی ، عاج ،اینوس او وروسته بیا ، زنک ، منګانیز، سیماب ، پال تینیوم ،کوبالت ، bauxit ، المونییوم اویورانیم ضبط اوخپلو هیوادونو ته یی مصادره کول. حتا تردی حده چی دهغو ملکونو څخه انسانان یی هم دقاچاق په بڼه دخپل نوکری دپاره قاچاق کړل اودهغو دکارمحصول به یی تر لاسه کړل .

که له یوی خوا غرب او اروپایان د تاریخي پیر په دوران کي دخپل عروج او ځواکمنتیا په حالت کی د نورو کمزرو ملتونو باندي د هیڅ ډول ظلم ،زیاتي ، ناروا، غضب چپاول او تاړاک څخه ډه ډه نه ده کړي نو بلی خواته بیا اروپایان  نه یوآځی د خپل زوال په شیبو کي د نړی د بدوی قومونو په سر لارو کي پاتي شوي دي. بلکه د واک او ځواک په وخت کی هم یوه داسی تهذیب ته یی مخه کړي چي د انساني معنوی ارزښتونه یی ننګولي دي ،په لسمه او یوولسمه زږدیزه  پیړی کي د کلیسا د پاپانو وحشیانه او ظالمانه حاکمیت، دښځو ناوړه وضیعت، دبزګرو سره د فیوډالانو ظالمانه چلند،  د ۱۶ پیـړۍ په وروستیـو کې د کاتـولیکانو او اعتراض  چیانو(پروټیسټانـټـز) په منځ کې دیني او مذهبي جګړي، په غرب کی د کورني نظام کمزوري او حتي  نشتون، له انساني معنویاتو څخه مخ اړول، او یواځی د انسان په فزیکی اړتیاوو فکر کول، په معاصر وخت کی د ښځو د وجود د تجارتي توکو په ‌ډول کارول، هغه څه دی چی د غرب بدویت او وحشت څهره لا بربنډوی. خو له بده مرغه  ددی هر څه سره کله هم چي د غرب له لوري اشغال شوو مستعمره او نیمه مستعمره  ټولنو وګړي د لويديز په مقابل کې ځانونه کمزوري احساسوي نو دلبراليزم ، جمهوريت اود ازادۍ په څير د لويديزو اقدارو د غوره کولو کوښښونه کوي دغه وګړي چي د لویدیځ کلتور او ثقافت تر ژوري اغیزي او تاثیر لاندي تللی داسی انګیرنه او فکر لري چي د لويديز اقتصادي ښيرازتيا ، ټيکنالوژيکي پر مختگ ، عسکري قوت او د سياسي استحکام راز  د لويديز په اقدارو او ادارو کې دى. دوي  په خپلو ټولنو کې  ددغو اقدارو او ادارو د جذبولو او رايجولو کوښښونه کوي او داسي ګروه لري چي د طاقتور ګرځیدلو دپاره د لویدیز په څیر جوړیدلو ته اړتیا ده لکن په ورستیو کي د ختیځی اسیا هیوادونو چین، کوریا، اندونیزیا، مالیشیا، لاتینی امریکا ځینی هیوادونه او هند هیوادونو اقتصادي پرمختګ دا واضحه کړله چي د سیاسی اقتصادي او نظامي  ځواکمنتیا دپاره دغربی اقدارو اوادارو  دکاپی کولو څخه په غیر د خپل ځایی کلتور اوملي ثقافت مطابق د ځواکمنو ادارو او اقدارو رامنځ ته کیدلو سره هم د اقتصادی ودي او پرمختګ شونتیا ډیره زیاته او موثره ده  د بیلګې په توګه که چین ته پاملرنه وشي پرته له دی چی غربي اقدار او اداري کاپی کړي په دې وروستیو کې یې په اختراع ګانو، اکتشافونو او صنعت کې له غرب اوامریکا څخه مخکې شوی دی.... نور بیا