د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اداري فساد د ارزونې رپوټ جوړولو کړنلاره

ډاکټر محمآجان مرزئ 31.01.2016 14:10

د روڼتيا نړېوال سازمان (Transparency International) د روان ميلادي کال د جنورۍ مياشت په ۲۷ نېټه په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ په هېوادونو کې د اداري فساد نوی رپوټ خپور کړ. د دې رپوټ له مخې افغانستان د ۱۶۸ هېوادونو په ډله کې د اداري فساد د لوړتيا په ارزونه کې دوهم ځای خپل کړ. په لمړي ځای کې سوماليا او شمالي کوريا ښودل شوې دي. افغانستان په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې په دې ډله کې څلورم ځای درلود. په دې توګه د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د افغانستان د حکومت ژمنې له يوې خوا عملي شوي ندي او له بلې خوا اداري فساد زيات شوی هم دی.
زه به په خپله دې ليکنه کې زيار وباسم چې د دې رپوټ د جوړولو کړنلاره روښانه کړم او د اداري فساد اقتصادي او ټولنيزې پاېلې تشرېح کړم. خو مخکې له دې به د روڼتيا نړېوال سازمان چې له ۱۹۹۵ کال راپدې خوا د هېوادونو د فساد د کچې په هکله هر کال يو رپوټ جوړوي په لنډه توګه معرفي کړم. دا سازمان يو نړېوال غېردولتي بنسټ دی چې په ۱۹۹۳ کال کې د ختيځې افريقا لپاره د نړېوال بانک د پخواني مشر پېتر آېګېن او او نورو کسانو له خوا چې موخه يې اداري فساد سره مبارزه ده تأسیس شو. د دې سازمان مرکزي دفتر د آلمان په پلازمينه برلين کې دی او د نړۍ په نوي هېوادونو کې څانګې لري. د نوموړي سازمان په وېب پاڼه کې د سازمان موخې په لاندې ډول تعريف شوي دي: « زموږ مأموریت د ټولنې په ټولو سکتورونو کې له فساد څخه مخنيوی، د روڼتيا، مسوليت او صداقت لوړول دي. زموږ بنسټيز ارزښتونه روڼتيا، مسؤليت، صداقت، همبستګي، جرأت، عدالت او دموکراسي دي.» (۲۰۱۶). د دې سازمان د کار په نتيجه کې د اداري فساد پر ضد ځينې نړېوال قوانين رامنځته شول، د هېوادونو فاسد مشران محکمه شول او شتمني يې ضبط شوله او د زيات شمېر ملي او نړېوالو شرکتونو اداري فساد څرګند شو (د روڼتيا نړېوال سازمان، ۲۰۱۵). د روڼتيا نړېوال سازمان د يوه غېرانتفاعي شرکت بڼه لري او خپلې مالي زېرمې له دولتي ارګانونو، نړېوالو سازمانونو، بنسټونو، خصوصي سکتور، افرادو او نورو منابعو څخه ترلاسه کوي.
د روڼتيا نړېوال سازمان د هېوادونو د اداري فساد لست له ۱۹۹۵ ميلادي کال راپدې خوا هر کال خپروي. په دې رپوټ کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د موجود اداري فساد ارزونه کېږي او بيا دا هېوادونه درجه بندي کېږي. په هېوادونو کې د اداري فساد کچه د فساد د احساسېدو شاخص (Corruption Perception Index – CPI) په مرسته سنجول کېږي. په دې ځای کې په لمړي سر کې د دولتي مامورينو او سياستوالو په منځ کې احساس شوی اداري فساد رول لوبوي. دلته باېد د احساسېدو کلمې ته پاملرنه وشي د دې لپاره چې د حقيقي فساد روښانول ګران کار دی. د دې شاخص له مخې چې يو ترکيبي شاخص دی او د بېلابېلو مستقلو بنسټونو د اقتصادي ټولپوښتنو (دا ټول پوښتنې عمومي بڼه نلري)، تحقيقاتو او شاخصونو د محاسبې پر بنسټ د هېوادنو د سياستوالو او مامورينو ترمنځ احساس شوی موجود فساد سنجول کېږي. په سنجشونو کې ديارلسو بېلابېلو ادارو او موسسو تحقيقات شامل دي، لکه نړېوال بانک، د اقتصادي استخباراتو واحد او داسې نور. دا ادارې خپلې شننې د هېوادونو له شنونکو او متصديانو سره د ټولپوښتنو پر بنسټ ترسره کوي (ليکساس، ۲۰۱۶).
په هېوادونو کې د اداري فساد د شاخص رقم له صفر څخه تر سلو پورې دی. د سل رقم هغه هېواد ته ورکول کېږي چې کاملاً روڼ او پاک وي او صفر هغه هېواد ته ورکول کېږي چې هيڅ ډول روڼتيا او پاکي پکې موجوده نه وي، په بل عبارت له اداري پلوه کاملاً فاسد وي. په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د افغانستان د اداري فساد د شاخص رقم ۱۱ و او له ټول ټيټ رقم ۸ و چې د سوماليا او شمالي کوريا په هکله ښودل شوی دی. دا رقم په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې په افغانستان کې ۱۲ و، په دې معنی چې په تېر يوه کال کې د اداري فساد کچه لا نوره هم زياته شوې ده. د دې رپوټ له مخې په نړۍ کې له ټولو پاک هېوادونه دنمارک (۹۱)، فنلند (۹۰) او سويدن (۸۹) وو.
د اداري فساد په هکله د روڼتيا د سازمان د ۲۰۱۵ ميلادي کال رپوټ له مخې هيڅ يوه هېواد د سلو رقم ندی ترلاسه کړی. په ياد شوو ارقامو کې مو وليدل چې په درو تر ټولو پاکو هېوادونو دنمارک، فنلند او سويدن کې هم چې د اروپا د ټولنې غړي هېوادونه دي يوه اندازه اداري فساد موجود دی. د ۲۰۱۴ کال په پېل کې د دي ويلت په نامه د آلماني جريدې له مخې د اروپا په ټولنه کې غړو هېوادونو ته د اداري فاسد له امله په کال کې څه ناڅه ۱۲۰ ميليارده يورو تاوان رسېږي (۲۰۱۴). د ځينو ارزونو له مخې په ټوله نړۍ کې هر کال د اداري فساد له مخې نړېوال اقتصاد ته ۲،۶ بليون ډالر تاوان رسېږي. د روڼتيا د نړېوال سازمان د ارقامو له مخې يوازې په مخ پر ودې هېوادونو کې هر کال دولتي مامورين ۴۰ ميليارد ډالر رشوت ترلاسه کوي (د. روندې، ۲۰۱۶). د ملګرو ملتونو د سازمان د يوه رپوټ له مخې په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې په افغانستان کې د اداري فساد له مخې ۳،۹ ميليارده ډالره تاوان ورسېدو (ملګري ملتونه، ۲۰۱۳). دې رقم په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې د هېواد د کورنيو ناخالصو محصولاتو ۱۹ سلنه برخه جوړوله.
د اقتصادي همکاريو او پرختيا د سازمان (OECD) د ارزونو له مخې اداري فساد هېوادونو ته اقتصادي او ټولنيز تاوانونه رسوي. د اداري فساد له امله د اقتصادي فعاليت لګښت زياتېږي او په ډېرو حالاتو کې له دې امله متصديان خپل اقتصادي فعاليت کموي او يا هم دا لګښتونه د بېو له لاري د مستهلکيونو په اوږو ږدي. دا په خپل وار د تقاضا يا غوښتنې د کمېدو لامل ګرځېدلای شي. د اداري فساد له امله د دولت زياته اندازه مالي وسيلې ضايع کېږي، سياستوال او دولتي مامورين د دولتي اقتصادي بنسټيزو او نورو پروژو کار داسې کسانو او تصديو ته ورسپارې چې يا د کار مسلکي وړتيا نلري او يا دا چې دولتي پروژې په سمه توګه نه عملي کوي او په دې توګه دولتي شتمني بېځايه مصرفېږي. په ځانګړې توګه په وروسته پاتې هېوادونو کې اداري فساد د لوږې د زياتېدو لامل ګرځي. اداري فساد په هېوادونو کې قوانينو او قانونيت ته هم تاوان رسوي، پر حکومت د خلکو باور کموي او حقانيت يې له منځ وړي.
اخځليک
۱- د روڼتيا نړېوال سازمان، مأموریت، ليرليد او ارزښتونه ، ۲۰۱۶،
(Transparancy International: Mission, vision and values)
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ:
https://www.transparency.org/whoweare/organisation/mission_vision_and_values/0/
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۳۰)

۲- د روڼتيا نړېوال سازمان، شل کاله ، ۲۰۱۵، (Transparancy International: 20 Years)
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ: http://www.transparency.org/20years
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۳۰)

۳- ليکساس، د اداري فساد د احساسولو شاخص ، ۲۰۱۵، (LEXAS: CPI)
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ: http://www.laenderdaten.de/indizes/cpi.aspx
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۳۰)

۴- دي وېلت جريده، د اروپا ټولنې ته د اداري فساد له مخې په کال کې ۱۲۰ ميليارده يورو تاوان رسېږي ، ۲۰۱۵،
(Die Welt: Korruption kostet Europa 120 Milliarden pro Jahr)
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ:
http://www.welt.de/wirtschaft/article124487738/Korruption-kostet-Europa-120-Milliarden-pro-Jahr.html
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۳۰)

۵- دانيېل روندې، فوربېس، د دې وخت رارسېلای دی چې نړېوال اداري فساد ته جدي پاملرنه وکړو، ۲۰۱۶،
(FORBES: It's Time To Get Serious About Global Corruption )
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ:
http://www.forbes.com/sites/danielrunde/2015/01/22/time-to-get-serious-global-corruption/#5dff179d4fae
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۳۰)

۶- د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر، په افغانستان کې د اداري فساد لګښت کابو څلور ميليارده ډالرو ته رسېږي، ۲۰۱۳،
(UN News Centre: Cost of corruption in Afghanistan nearly $4 billion )
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ:
http://www.un.org/apps/news/story.asp?NewsID=44091#.Vq1WwWsl8Xw
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۳۰)