د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زبیر خاکسار په اړه د افغان ټولنیز نیټورک د خواشیني پیغام

افغان ټولنیز نیټورک 31.01.2016 14:10

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د افغان ټولنیز نیټورک غړي او د مشرتابه شورا د هېواد د تکړه طنزي ژورنالیست محمد زبیر خاکسار پر وژل کیدو باندې سخت خواشني او له کورنۍ او دوستانو سره یې خپله ژوره غمرازي څرګندوي.
محمدزبیر خاکسار له کلونو راهیسي په خپله خنده رویه ژبه باندې افغان ولس ته د راډیوګانو، تلویزونونو، محفلونو او د دوستانو د خوښیو د مراسیمو لیاري خپل طنزي پروګرامونه وړاندي کول چې د خلکو د خوښیو سبب ګرځیده.
محمدزبیر خاکسار د نورو طنزي پرواګرمونو سربېره د محلي سندرغاړو او هنرمندانو سره د خپلی زیاتي علاقي له مخي د سندرغاړو سره د مرکو او د موسیقي پروګرامونو د جوړیدو له لیاري چې د هېواد ملي او نورو تلویزونونو څخه خپریده هم خپلو هېوادوالو ته زیات خدمتونه کړي دي.
خاکسارله طنز او ژورنالیستي کارونو ور اخوا یو ټولنیز سړی هم وو او تل به یې له دوستانو او خلکو سره د هغوئ د ټولنیزو کارونو د خلاصولو په موخه دولتي او غیری دولتي موسسو دروازي ورټکولی.
افغان ټولنیز نیټورک او غړي د محمد زبیر خاکسار پر ناببره وژل کیدو د خواشینې ترڅنګ له افغان دولت او په ځانګړې توګه د امنیتي بنسټونو څخه هیله کوي چې ددغي پیښي عاملین پیدا او د قانون منګلو ته ژر ترژه وسپاري.
اروا یې ښاده او جنتونه په نصیب شه.
افغان ټولنیز نیټورک د مشرتابه شورا غړی
خان ولي کامران
کابل- افغانستان
2016/01/30