د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پګواش په غونډه کې څه تېر شول؟!

نورآغا حقیار 30.01.2016 12:52

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د روان ۲۰۱۶ میلادي کال د جنوري په ۲۳ او ۲۴ نېټه د پګواش بنسټ له لوري د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سولې اړوند غیر رسمي دوه ورځینئ غونډه وشوه، تر ډېره غونډه د سولی په اړه د څېړنو او سولې ته د رسېدو په هدف جوړه شوې ووه ، دې غونډې ته د حکومت په ګډون مختلفې ډلې او ټپلې وربلل شوې وې د حکومت له لوري قطب الدین هلال چې د سولې په برخه کې د ولسمشر غني سلاکار دی، د سولې د عالی شورا ویاند او همدارنګه نور حکومتي چارواکي وربلل شوی وو خو حکومت د یو شمیر نامعلومو دلایلو په خاطر پدې غونډه کې د ګډون څخه ډډه وکړه ولې تر ډیره داسې انګېرل کیږی چې ملالۍ شینوارې چې د ولسمشر سلاکاره ده او همدارنګه قیوم کوچی چې د ولسمشر تره دی او په دې غونډه کې دواړو ګډون کړی وو تر ډیره د حکومت نماینده ګي کوله د حکومتي چارچوب څخه بهر بیا د حراست او ثبات شورا لخوا محمد عمر داوودزی، د اپوزېسیون لخوا انورلحق احدی د سیاسي او علمي څیرو له لوري ډاکترفیض محمد ځلاند، اسحاق ګیلاني، عبیدالله شهراني، عبد الجبار تقوی، خواصی او نورو ... هم پدې دوه ورځینئ غونډه کې ګډون کړی وو.
په هر صورت غونډه د جنوري میاشتې په ۲۳ نېټه په محلي وخت د سهار په نهو بجو پیل شوه، د ځینو راپورونو پر بنسټ چې د غونډې په پیل کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر فاتحه واخیستل شوه، ددغه راپور پر بنسټ فاتحه د سیاسي دفتر د یوه غړی مزارګل صالح لخوا د قرانکریم د څو آیتونو په تلاوت سره واخیستل شوه . ګډونوالو همدارنګه د ملاعمر مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایعه بللې! (نن ټکې آسیا)
د پګواش بنسټ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دا غونډه د دوه اړخيز درناوي او د يو بل د زغملو ښه نمونه ښودل شوې د پګواش د اعلامیې پر بنسټ چې د غونډې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د سولې پر اهميت خبرې وکړې او ډېری ګډونوالو د سولې لپاره د خپلو ژمنو د عملي کېدو ټټر هم وواهه.
د پګواش په غونډه کې پر کومو لارو چارو خبرې وشوې؟
لومړی: د ګډونوالو په وینا چې سوله د افغانانو لومړنۍ او بیړنۍ اړتیا ده او دغې اړتیا ته د رسېدو لپاره باید په مناسبو لارو چارو خبرې وشي ترڅو یوې مناسبې پایلې ته ورسیژو.
دوهم: بهرنیان باید دافغان سولې په چارو او پروسه کې هیچ کوم ډول مداخله ونکړي، او نړیواله ټولنه دې د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره تخنیکي مرستې وکړي.
دریم: نظامي عملیات او جګړې باید پای ته ورسیژي، خپلواکي، امنیت او سوله باید د خبر اترو له لارې تر لاسه شي او تر ټولو مهم دا چې بهرني پوځیان باید په ټولیزه توګه له افغانستان څخه ووځي.
څلورم: د افغانستان اساسي قانون باید تعدیل او د ځینو نورو ګډونوالو په ټینګار باید بیخي لغو او له سره ولیکل شي.
پینځم: طالبان او د دوی مشران باید د تور لېست څخه ویستل شي او د طالب مشرانو پر سفرونو دې لیګېدلی بندیزونه لرې او د وېزو اسانتیاوې دې ورته برابرې شي او بل دا چې طالبان باید یو ځانګړی او مشخص آدرس ولري.
شپږم: اوربند باید د خبرو اترو له مهمو برخو څخه وي.
اووم: د ټولو ګډونوالو ډېر ټینګار د ولسي خلکو د ژوند ژغورنې او د مرګ ژوبلې مخنیوی وو او دا یې شریکه هیله وبلله او تاکید وشو چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه باید ټول طرفونه باید ځواب ویوونکی وي.
آتم: د پګواش اوسنۍ غونډه به د چین، امریکا، افغانستان او پاکستان د څلور اړخیزې غونډې پر وړاندې هېچ ډول خنډ نه جوړه وي.
نهم: ټولو ګډونوالو ټینګار درلود چې داعش افغاني پدیده نده او ددوی هر ډول فعالیتونه یې په یوه خوله وغندل.
لسم: د افغانستان حکومت باید اسلامي وي، په قانون کې باید تعدیل راوستل شي او د واک انحصار باید پای ته ورسیژي .
یولسم: د بیان آزادي ، د مدني ټولنو فعالیتونو او له اسلامي صولو سره سم پر ښوونیزو پروګرامونو باندې د ټولو ګډونوالو له لوری هوکړه وشوه.
دولسم: د جګړې هر ډول بقایا، چې حیات ته ګواښ را منځته کوي، باید له منځه یووړل شي.
دیارلسم: ټولو ګډونوالو په یوه خوله ژمنه وکړه چې د ښځو د حقونو څخه به ساتنه کوي د ښځو پر ضد د هر ډول تاوتريخوالي مخنيوی به کوي.
څوارلسم: ښوونې او روغتيا ته بايد په ترجيحي توګه پرمختګ ورکړل شي.
پینځلسم: د روغتونونو، ښوونځیو، زېربناوو او نورو ورته ملي بنسټونو نه باید ساتنه وشي .
شپاړلسم: په غونډه کې ټولو ګډونوالو له بهرنیو هیوادونو او نړیوالی ټولنې سره د دوه اړخیزو اړیکو هر کلی وکړ.
اوولسم: او په آخر کې موافقه وشوه چې د پګواش د دواړو غونډو په څېر نورې ورته غونډې باید دوام وکړی.
په غونډه کې د طالبانو لخوا شیر محمد عباس ستانکزي د هغه چارواکې د خبرو پر وړاندې چې ظاهرا یې اشاره د ولسمشر غني د تره قیوم کوچي خبروته وه چې له طالبانو څخه یې غوښتي وو دمجاهدینو پر وړاندې باید حملې ترسره شي او دوی له منځه یوړل شي توند غبرګون وښود او ویې ویل چې، پخواني مجاهدین د روس په خلاف جهاد کې د افغانستان اتلان دي دده په خبره چې طالبان د هغوی سره هر رنګه جوړ جاړي ته آماده دي دده په وینا چې د کابل ادارې ته نیژدې کړۍ اوس مونږ ته دا توصیه کوي چې د جهادي مشرانو په خلاف بریدونه او جګړه توده کړو، چې مونږ یې په کلکه ردوو.
نوموړي همدارنګه ویلي چې ددوی او مجاهدینو تر منځ مشترکات ډیر زیات دی، هغوی که د روسي یرغل په خلاف جنګېدلی، قربانۍ یې ورکړي، مونږ هم د هغوی تر څنګ دریدلي یو، او د هغه تر څنګ مو د امریکایانو په خلاف هم جهاد کړی.
پدې غونډه کې طالبانو په ډیر ټینګار سره ویلي چې دوی به هیچاته اجازه ورنګړي چې افغانستان د تجزیې لور ته بوځي ددوی په خبره چې دوی کله هم د هلمند او یا کوم بل ولایت د ترلاسه کولو غوښتنه نده کړې بلکې دوی ټینګار کوي چې په ټول افغانستان کې باید د سولې او ټیکاو لپاره په ګډه کار وشی.
طالبانو پر کومو غوښتنو ډیر تاکید کاوه؟
د کابل پوهنتون د استاذ او د سیاسي چارو د شنونکي فیض محمد ځلاند په خبره چې د طالبانو ډیر تاکید پر دې وو چې د قطر دفتر د طالبانو د رسمي آدرس په توګه ومنل شي، ټول بهرني عسکر باید له افغانستان څخه ووځي، طالب بندیان باید له بندخونو څخه خوشي شي او طالبان دې د تور لیست څخه ویستل شي.
د پګواش غونډې پر وړاندې د ملي وحدت د حکومت غبرګون څه وو؟
له یوه حکومت څخه دوه ډوله غبرګون وښودل شو، ولسمشرۍ ماڼۍ د پګواش غونډې پر دوهمه ورځ خپل پیغام د افغانستان د دفاع وزیر لخوا غونډې ته واستولو په پیغام کې راغلي وو، چې افغان حکومت طالبان د سیاسي مخالف په توګه په رسمي ډول پېژني او حکومت هوډ لري چې نیغ په نیغه له طالبانو سره خبرې وکړي.
خو دوهم غبرګون د اجراییه ریاست له لوري وو ددې ریاست مرستیال ویاند له رسینو سره دا غونډه بې ارزښته او بې ځایه وبلله او همدارنګه یې د طالبانو لخوا کوم شرطونه یا غوښتنې چې شوې وې هغه یې هم بې ځایه وبللې.
پای