د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غزل په اننګو کې دويم ځلاند انسان

سردار محمد همدرد 28.01.2016 11:33

((د استاد محمد صديق پسرلي د دويم تلين په مناسبت))
استاد محمد صديق پسرلی څو بعدي شخصيت وو، هغه په ادبي ډګر کې د شعر پر نغري داسې غزل بل کړ چې، د نوښت تاوده به يې تر ډېره ساړه نه سي.
دغه لوی عالم د ادب په ميدان کې له اوږده مزل وروسته دې ټولنې او په ځانګړي ډول د ادب لوستونکو، ښوونکو او مينه والو ته داسې څه راټول کړل چې تر ډېره به ورته په دغه برخه کې تورې لارې روښانه کړي.
نوموړي له شعره تر نثره، له غزله تر طنزه او په هره برخه کې چې يې اړتيا محسوس کړې يو څه ليکلي دي.
په سختو او ترخو ورځو کې يې هم خپله ژبه او ادب نه دی هېر کړی، د مهاجرت د ترخو شپو پر مهال يې خواره واره ليکوال راټول کړل، د نوي ادبي نسل روزنې ته يې ملا وتړله، په شپېتمو کلونو کې يې د سپېدې په نوم مجله چاپ کړه، چې تر ۱۳۶۴ ل پورې دغه مجله چاپېده.
نوموړي په پېښور کې ډېری ځوانان وروزل چې له برکته يې اوس پښتو ادب د نوښتونو، ډېرښتونو او پرمختګونو مالامال دی.
د معاصرې دورې په سر کې چې د پښتو غزل په تن کې يې د نوښت ساه پوه کړه، هغه ارواښاد حمزه بابا وو، تر حمزه بابا وروسته چې غزل يې په بېلابېلو نوښتونو وپسولو، د خيال نوې جامې يې ور په تن کړې، پر خلکو يې ولوستو، د ژوند رښتيني اړتياوې يې پکې انځور کړې، هر چا پکې ځان وليد هغه ارواښاد صديق پسرلی وو، چې هر څه يې د خپلو تجربو پر اساس ليکلی دي، نو ښايي همدا لامل به وي چې غزل يې د هر چا زړه ته د سکون اوبه ورکوي.
نوموړي په نثر کې هم کار کړی دی، ناولونه يې ليکلي دي خو زما په اند ډېرې خبرې يې په شعر کې کړي دي، که د نوموړي شعرونو ته په دقيقو عينکو کې وګورو نو د ژوند ډېری داسې تجربې به ترې واخلو چې تر اوسه ترې نا خبره يو.
د نثر په اړه ويل کيږي چې بايد د ولس په ژبه وي، نو هم راښکون پکې وي او هم يې خلک لولي او ستړي کېږي پکې نه، خو استاد شعر کې هم دغه هنر کار کړی دی، نو ځکه يې شعر عام فهمه دی او هر څوک پرې پوهېږي، په لاندې بيتونو کې يې مشهورې محاورې راخيستې چې ډېری وخت زموږ او ستاسو د خلکو پر ژبه وي:

(۱)
له پېښې تېښته نشته، هر څه به آسان کړي الله
راځئ لومړى له کلي واخلو د ستم جنازه

مات لاس ځي غاړې ته، د مينې منډه وي تر حسنه
لکه مجبور پتنګ چې ستا مخې ته ږدم جنازه

څومره ښه يې ويلي دي، کټ مټ همدا خبره ده. په دې کې هيڅ شک نسته چې د نړۍ ټول ملتونه خپل هدف ته په رسېدو دي خو يو د دې ملنګ شاعر ملت دی چې خپل مراد ته ونه رسېده، ده ته خپل ملت تر هر چا ښه مالوم دی او د پاچاخان مبارزه هم د ده په مخکې تېره سوې ده خو د دې ټولو سره سره د ده ملت په يو درانه خوب ويده دی لکه ده چې ويلي دي چې پښتون يو مېخ کړی ټغر پروت دی او بل په عينې وخت کې علاج هم کوي او وايي که مو ځانځاني ختمه کړه، د علم او پوهې ډيوې مو هر کور کې بلې کړې، نو بيا به پښتون خپله هغه ورکه ومومي چې په ځان ځانۍ کې پسې ورک دی:
(۲)
د مراد مزل ته هر څوک ور نږدې شو
یو پښتون لکه مېخ کړی ټغر پروت دی
که د ځان له جوړولو ور فارغ شو
په دې خاوره کې بې توله ثمر پروت دی

د استاد غضنفر له  خولې مې ډېر اوريدلي چې پلار يې پر وطن مئين سړی وو، همېشه به يې ويل: «که د وطن دا لاره جوړه سي نو ګټه به يې دومره وي، که هاغه پلانی ځای جوړ سي نو فايده به دومره وي.»
رښتيني خلک پر نورو انسانو خپه کېږي او د دوی غم ورسره وي، د دې کار تر ټولو لوی ثبوت دا دی چې يو څوک په رښتيني ډول د خپلې خاورې او خپل هېواد سره مينه ولري. ځکه د خپل وطن سره مينه له انسانيت سره مينه ده. نو استاد صديق پسرلی د ملنګۍ په جامه کې هغه عظيم انسان وو چې د پاچاخان په څېر د ډېرو انسانو د پوهولو غم ورسره و او هر څوک يې هېوادنۍ مينې ته وربللو.
ارواښاد پسرلی د اوسنۍ زمانې انسان دی، په هېوادکې  شته ناخوالې په خپلو سترګو ويني، په جنت وطن کې د افغانانو دوزخي شپې يې ځوروي، په دې خوږ وطن کې د ارام او هوساينې ارمان يې په لاندې څلوريزو کې ښه څرګنديږي:


(۳)
وطن باده،د وطن باده
د روح ارامه،د زړه مراده
کله به زړونه په تاټکور شي
کله به روح کړو،درباندې ښاده

مخکې مو د استاد د شعر پر روانوالي خبرې وکړې، ښه شعر يوازې دا نه چې ښه پېغام له ځان سره لري، بلکې ښکلی انځور هم لري، ځکه د انځور په غېږ کې ښه پېغام وړاندې کيږي او اغېز هم ډېر وي. استاد خپل شعر او په ځانګړي ډول غزل کې بېلابېل مهارتونه ځای پر ځای کړي دي، ولسي محاورې، د هر چا د زړه خبرې، رښتيني انځورونه، نوي سمبولونه او دې ته ورته نور توکي، د شعر يوه ښه ځانګړنه يې دا هم ده چې ښه تصوير وړاندې کوي، راځئ په لاندې څلوريزه کې وګورو چې يوه شپه راته څنګه تصويروي:
(۴)
چې ستا په ياد مې شپه روڼوله
تشه مينا مې راځنځوله
ستوري لاپټ وو دورو بړستن كې
پسته اور ورو،ورو شپه لمبوله

غزلې ډېرو خلکو ليکلي او ډېری شاعرانو په خپله زمانه کې دغه برخه کې پهلواني کړې ده، خو تر هر چا د حمزه بابا نوم ډېر ياديږي چې د پښتو غزل يې ځوان کړ، د پښتنو رښتينی انځور يې پکې ځای کړ، لوی لامل يې دا وو چې غزل کې يې خپلې تجربې ځای کړې او داسې جادو يې پرې وکړ چې د حقيقي مينې خاوندان خپله تنده پرې ماتوي او د مجازي مينې خاوندان خپل ځان پکې ويني.
له حمزه بابا راوروسته چې د غزل بڼ ته يې د خپل وجود وينه ورکړې او بېلابېل ګلان يې پکې کرلي دي ارواښاد صديق پسرلی دی، استاد پسرلي هم د پښتو غزل ناوې ته نوې شال ور پر سر کړ، پر نوښتونو يې ولړو، سمبولونه يې ورته جوړ کړل او د دې ټولو شيانو په برکت يې پکې د خلکو غوښتنې ځای کړې، دا لاندې غزل يې د بېلګې په توګه وړاندې کووم چې په بېلابېلو ښکلاوو سمبال دی:


نه مري، مينه نه مري، زه که ومرم واله تر به يم
تا چې لا ګړى نه وي اخيستى په ګودر به يم
سل ځلې که وره شم، که باران شم، که سېلاب شمه
هغه سمندر چې ومه، هغه سمندر به يم
ټولې مې کړې پېڅې د هستۍ له وږو تږو نه
پرې مې ږده درشل ته بې نيازه قلندر به يم
خيال د خورو زلفو دې چې ورک د آسمان وره کړمه
سترګې که راواړوې د بل کهکشان لمر به يم
ستا د ښايستونو په عالم دې مازديګر نه شي
ما که نور هم وسوځي د کلي ماذيګر به يم
ما ويل چې يم به يو څو دمه مېلمنه پرخه
شپه او ورځ چې غم راباندې ووري وچت غر به يم
ونيوله مجنون که له غمونو د صحرا لمن
زه ورته مورچل نيسم که لاړم په خېبر به يم
ته مې د څپو پر سر نسکوره جام د ځګ ګڼې
ګوره د ساقي په لاس کې پاته ډک ساغر به يم
خير دى که وهلى يم شکونو په ذهنونو کې
دا لړې که بېرته شوې د مينې سپين سحر به يم
ژوند د واقعيت دى پسرليه تر چړې لاندې
ښکلي تصور سره چې مل يمه بهتر به يم.
استاد پسرلی عظيم انسان وو، هغه د ادب سره دومره مينه درلوده چې خپل اولادونه يې هم په دغه برخه کې وروزل او د خوشال خان خټک په څېر يوه فرهنګي کورنۍ يې تر شا پرېښوده.
د استاد خبرې دومره پخې دي چې،پر هر بيت کتابونه ليکل کيږي، دا لږې خبرې د نوموړي په حق کې هيڅ دي، خو نوموړي دومره هنر پنځولی چې تر پېړيو پېړيو به نسلونه څېړنې ورباندې وکړي، هر اثر، هر غزل، هر بيت او هره کلمه به يې په څو څو ځل وشنل سي، هرڅوک به خپل ځان پکې ولټوي، له بېلابېلو زاويو به ورته وګوري او د هر وخت موجوده نسل لپاره به يې هره خبره يوه لويه تجربه او لار ښوونکې شي.
د نوموړي په لاندې څلوريزه خپله ليکنه بشپړووم چې د دغه عظيم انسان شخصيت ترې څرګنديږي، پر ګور يې نور شه.

څوک د مرغلرو پیژندوی نه و
تل د سمندر ته ګوهر بیرته وړم
راغلم جهان ځای د اوسیدو نه و
کډه په زیړي مازدیګر بیرته وړم