د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا په افغانستان کی دولت اداری فساد ماتوی او یا اداری فساد دولت ماتوی؟

افغان تحرک 28.01.2016 12:28

د "دولتونو اداري فساد مشاهدات جدول" چه د دولتونو یو دول "اداري فساد نښاني جدول" دی، په انګلیسی ژبه کی
د Corruption Perceptions Index او په المانی ژبه کی د Korruptionswahrnehmungsindex
تر نومونو یادیږی.

د "دولتونو اداري فساد مشاهدات جدول" له ١٩٩٥م. کال را په دی خوا، د یوه غیر دولتی المانی موسسه لخوا چه Transparency International نومیږی او د مونږ ځینو افغانانو تر مینځ "د روڼتیا نړيوال سازمان" تر نوم شهرت لری، هر کال څیړنیږی.

د همدغه غیر دولتی المانی موسسه لخوا هر کال، د میلادی کال په اخر کی، د افغانستان په اړه کی هم، د اداري فساد د موجودیت په هکله، یوه نسبتا دقیق علمی څیړنی صورت اخلی.

یو ځل بیا د شرم او خجالتی ځای دی، چه افغانستان د اداري فساد په لړ کې، د نړۍ د ۱۶۸ هېوادونو په کتار کی، دريم ځاى خپل کړ!

دغه غیر دولتی المانی موسسه په خپل وروستي راپور کې وايي چه:

"په افغانستان کې فساد ځکه ډېر شوی چې حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې اراده نه لري"

اوس پوښتنه دا ده چه که د افغانستان حکومت وایی چه دا خبره درسته نه دی، باید چه لطفا ولس لپاره په معقوله او دقیق توګه ثابت وکړی چه د افغانستان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې اراده چیرته دی، څه رنګه دی او په دی ساحه کی څه موفقیت او څه اراده لری؟

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د دې نړيوال سازمان د راپور خپرېدو سره هم مهاله ويلي چه:

"د ملي یوالي حکومت نه دی توانېدلی چې د فساد په کمولو کي کومه لاسته راوړنه ولري".

له بله خواه واضع خبره ده چه په افغانستان کي د ناامنیو د ډېرېدو تر ټولو لوی لامل هم اداري فساد دی.

بی له شکه چه لومړی بايد وکتل شي چې دغه راپور چه له دغه المانی موسسه لخوا خپاره شوی دی، څومره کره دی، په ځانګړې توګه د افغانستان په برخه کې د هغوی معلومات څومره صحت لري او په دې اړه بايد دقیق پلټنه وشي، مګر ایا دا یوازنی راپور دی چه په افغانستان کی له موجوده اداري فساد څخه شکایت لری؟

ایا په اخری څوارلس کلونو کی د افغان ولس اکثریت له موجوده اداري فساد له لاسه "چیغی نه وهی" ؟

ایا له کمسواده، کم احساسه، بی مسولیته ځینی دولتی او حکومتی "لاشخورانو" څخه یوازی په همدی اخری څوارلس کلونو کی، د اداري فساد په ذریعه، یو دول مردارخوره میلیونران جوړ نه دی شوی؟

بی له شکه چه یو څو دولتی مشران هم د اداري فساد له موجودیت څخه کله نا کله لا اقل لفظی شکایتونه او یو لږ میدیایی چیغ او پیغ کړی دی او د افغان حکومت ځینی مشران د فساد پر ضد خپلو ژمنو باندې ولاړ ښایی، لکه چه په دې برخه کې تېر کال یو لږ کار هم شوی دی، او بی له شکه دا هم واضع خبره ده چه د فساد له منځه وړل يوه پروسه ده او وخت ته اړتيا لري، مګر جدی پوښتنه دلته دا دی، چه دا څه رنګه پروسه ده او څومره وخت ته اړتيا لري؟

افغانان له اداري فساد له لاسه سخت نفرت لری او "غلواکان" په هیڅ لهاظ نه منی، پس باید ژر تر ژره د يوې قوي، غير سیاسي، مستقلې ادارې درلودل چې د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي، دقیق، علمی او صادقانه اقدامات صورت اخلی!!!

زمونږ دولتمردان باید ځانونه او ذهنونه د زمونږ پر افغانی فلسفه باندی په واضع او دقیق توګه پوه کړی، چه دولتی تشکیلات او حکومتی تشکیلات د ځینو افرادو د "ویښتان جوړول"، "سینګارول" او "لاشخوری" لپاره نه دی مینځ ته راغلی، بلکه دولتی تشکیلات او حکومتی تشکیلات یو داسی مصنوعی شی دی چه په اصل کی د افغانانو او هم د ټولو نورو انسانانو په ذاتی طبعیت کی نه دی، دولتی تشکیلات او حکومتی تشکیلات فقط او فقط د سوله او ثبات، د ټولنیز عدالت، قانونیت او د ټول ولس د رفاه لپاره مینځ ته راغلی دی!

یعنی: افغانان په هیڅ صورت "غلواکی" نه منی !!!

پس باید ژر تر ژره د يوې قوي، غير سیاسي، مستقلې ادارې درلودل چې د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي، دقیق، علمی او صادقانه اقدامات صورت اخلی!!!


د سولی، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت او رفاه په هیله

ومن الله التوفیق