د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملت پاکه رأیه ، او په راتلونکي پارلمان کې د غلو مخه نیول

محمد انور ولید 27.01.2016 11:27

له تېرو (۱۶) میاشتو را هیسې د ملي یو والي حکومت له دوو ټوټوڅخه جوړ شوی چې یوه یې پر تحول او تداؤم  ، او بله یې پر اصلاحاتواو همګرايْۍ باندې لګیا د ه . د تحول او تداؤم ټیم د ښاغلي ؤلسمشر محمد اشرف غني ترمشرۍ لاندې ، او همداسې د اصلاحاتو او همګرايْۍټیم د اجرأیه ریْس دوکتور عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیرجان کېړي او د یوناما د استازي په منځګړتوب د ملي یو والي په نامه یوې داسې هوکړې ته سره رسېدلي چې ویل کېدل له پېله یې واک [(۵۰ ) پر (۰ ۵ )] سره وېشلی دئ .
خوکله چې د دواړو ټېمونو مشران له افغانستان څخه بهر د خپل سفر پر مهال له جان کېړي سره یو ځای شول نو جان کېړي دوکتور عبدالله عبدالله ته وویل چې : ته په ټاکنو کې ګټونکی نه وې ، دغه نوی پوست په ملي وحدت حکومت کې موږ تاسو ته د لانجې غوڅولو له پاره در ډالۍ کړ .
د جان کېړي له دې خبرو اورېدو سره د دوکتور عبدالله عبدالله سرښکته ولاړ . او ټولې دنیا دا صحنه ولیدله . خو کله چې دوکتور عبدالله عبدالله بېرته کابل ته را ستون شو ، نوخاص ټيم یې نوموړی تر فشار لاندې ونیو چې ګواکي موږ تاته رأیې درکړې دي . موږ ته زموږ حقوق راکړه . دوکتور عبدالله عبدالله مجبور شو چې د نیم په نیمه قدرت او صدر اعظمۍ غوښتنه را پورته کړي .
له دې سره د تحول او تداؤم ـ او اصلاحات او همګرایۍ د ټېمونو تر مینځ اختلافاتو زیاتېدو ته په پراخه توګه لمن ووهل شوه . ځینو چاپي او برښنایي رسنیو خو دومره هوا ورکړه چې له اصلي حقیقت څخه یې د مرچو مربا او د سرچوک آچار جوړکړ. تر مور مهربانه دأیو ( ګاونډیانو ) بیا له دې تشې څخه ګټه پورته کړه او په افغانستان کې د ننه یې د خپلو ايجنټانو په مرسته په خورا کینه کښۍ او پخې دښمنۍ سره دومره ناوړه لاسوهنه وکړه چې د افغانستان د تېرو تاریخونو تورې کرښې یې هم په کې پیکه او پټې کړې .
په کمین کې ناستو ماتې خوړلو زړو سیاستوالوته موقع په لاس ورغله ، د ملي وحدت دحکومت تر وخت پوره کېدو مخکې یې د کورني اړدوړ پیلېدو تابیا ونیوله ، او غوښتل یې له دې لارې خپل ځانونه یو ځل بیا د واک او ځواک دروازې ته ور لنډ کړي .
دوی یوځل له هراته د خپلسرو ملېشو جوړول د تورن اسماعیل خان په فزیکي حضور سره پیل کړل . خوکله چې ؤلسمشر په هرات کې د انارشۍ اوګډوډۍ اصلي عاملین په نښه کړل ، هلته ورغۍ او د هرات پوځي او ملکي ادارې یې سره لاندې باندې کړې . ذیدخله عناصر بې واکه او بې وسلې شول . ور سره سم د اسماعیل خان او ایران ګډه توطیْه مړه او د هرات د نا امنیو تبه هم ور سره سړه شوه .
په کندهار ، ننګرهار ، مزارشریف ، کابل او نورو سیموکې هم ورته اصلاحات وشول . د توطیْه ګرو د فساد او وراني عایْداتي سرچینې مخ پر وچېدو شوې . نو بیا یې په خپلوکې یوې بلې سیاسي ناکامې هڅې ته لاس واچاوه . او هغه داچې دوی ( له بحران څخه د افغانستان د نجات او وتلو ) په پلمه په خپلوکې سره را ټول ، د پاکستان ، ایران ، تاجکستان ، عربستان اونورو سیمه ییزو هېوادو له استخباراتي او سیاسي چینلونو اوکانالونو سره په تفاهم کې خپلوځانوته په خپله نوي پُستونه اعلان کړل . هغوی له وسله والو مخالفینو سره تماسونه ونیول . خو بیا ددوی دا پروسه هم چا ور سره ونه منله او ناکامه شوه . ځکه د تحول او تداؤم د ټیم اصلي ډرېوران د حزب حق او عدالت په نامه د دوره یي ( ۴۵ ) کسیز شورا یي سیستم همغه آزمویل شوي پخواني مُجرب غړي دي چې تر ببرک کارمل وروسته یې یوازې په خپلوخامیو اصلاح کولو او واک تر لاسه کولو او ساتلو باندې له څوکالو را هیسې ښه پوخ کارکړی دئ .
د دوی اوسنی تولید یوازې پرملي تدارکاتو باندې دکارکولو هغه ژوندۍ پروژه ده چې له مخې یې تر اوسه پورې په میلیاردونو افغانۍ سپما اعلان کړې ده ، ولې ددِې پروژې د فعال ساتلو په خاطر ملي امنیت راوستوته اړتیا لري ، خو ملي امنیت د هر اړخیز فساد د مخنیوي او د قانون د عملي کېدو په صورت کې مینځته را تلی شي . چې متأ سفانه تراوسه پورې د فساد تور داغ د ملي وحدت د حکومت پر لمنه باندې هم لیدل کېږي .
دوی له دغه تورڅخه خپل ځانونه سپین بازان ګڼي ، او وایي چې دا میراث موږ ته له تېر حکومت څخه په میراث را پاتې دئ . ولې پو ښتنه دا ده چې دوی د کوم مصلحت له مخې تر اوسه پورې د فساد دغه غورچاڼ شوی قشر په خپلو اداروکې ژوندی له ځانه سره ساتلی ، چې په خوله یې وایي ، خو د لیرې کېدو په اړه یې لاسونه ترڅټ تړل شوي دي ؟ دا پوښتنه یوازې یوځواب لري ، هغه هم دا چې د اجرأیي تبرخولې ته خا مخا کوم لمڅی پروت دئ . نو تر پلو لاندې حتماً کومه مولۍ ، او ترکاسه لاندې نیم کاسه شته . چې قرباني یې تل د تېر په څېر تعلیم یافته ، مجرب ، په کار پوه ـ ولې بې پرې مأمورین ورکوي . ځکه هغوی هم له حکومت سره پر کار کولو باندې بدنام او هم د حکومت د واکوالو ادارو له خوا له هرڅه نه محروم ساتل شوي .    
له واکمن نظام سره مخالفواو واک ته تږو عناصرو دکوکنارو د فصل اوحاصل ټولو په خاطر هلمند او ارزګان ته لاس واچاوه . پخوا به خپلسرو وسله والو ـ  زور واکو او له مافیایي بانډونو سره تړلو خلکو دغه ډول جګړې له وسله والو طالبانو سره د تریاکو د حاصلاتو پرسرکولې ، خو سږکال طالبانو او دوی په ګډه له ارزګان څخه د هلمند تر دیشو ؤلسوالۍ پورې دغه جګړه روانه ساتلې وه . ځکه  دمخه داسې راپورته خپاره شوي وو چې د هلمند په ناآرامیو او قاچاق کې د مخالفینو ترڅنګ ځینې مخکیني لوړ پوړي مخلوع چارواکې او زور واکي هم خپلې ګټې او لاسونه لري .
دوی له ګاونډیو استخباراتي کانالونو سره هم معاملې لري ، ځکه په کونړ او نورستان ولایتونوکې د ځنګلونو د قاچاق او اوبو پر سر ، او په بدخشان کې د کانونود غیر قانوني او غیر فني کیندنو پر سرد همدغو وسله والو ډلو په ملاتړ د پاکستان په ګټه جګړې روانې دي ، چې د غلا په کیندنوکې د نواز شریف دکورنۍ او پاکستاني پوځ لاسونه دي .
خو دکندز جګړې بیا بل اړخ درلود ، او هغه دا چې تر دې د مخه د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف تاجیکستان او ازبېکستان ته سفرونه وکړل چې ښایي دده د سفر موخه به له همدې ځایه پرکندز باندې د حملې تابیا نیول شوې وي . ځکه کندز د تاجیکستان له لارې مخالفو وسله والو طالبانوته دهغوی د موجودیت د اعلان په خاطر سپارل شوی ؤ ، خو فاریاب بیا د مخدرو موادو د قاچاق په یو مهم مرکز باندې بدل شوی ؤ ، ددې د پاره چې هم مرکز له مینځه ولاړ شي او هم د ټاپي د پروژې د عملي کېدو پلان شنډ او له خنډ سره مخ کړي ، له همدې امله یې پر فاریاب باندې حمله وکړه ، خو دکندزبرخلیک لا هم نه دئ معلوم . ځکه طالبان تر اوسه پورې هلته شتون لري او پخې مورچلې یې په کې جوړې کړې دي . د خواوشا جګړې یې هغه مهال پرځان باندې یوازې د حکومتي ځواکونو د فشارکمولو په موخه پیل کړې وې ، ترڅو هلته دوی په ډاډه زړه د خپل امارت اساس اعلان کړي ، ولې په اصل کې د افغانستان د تجزیې پېلامه له همدې ځایه پیلېدل ددوی تر ټولو ستره موخه او هیله وه ، خو داسې ونه شول ، او ډېری طالبانو خپل سرونه په کې وخوړل .
اوس دادې یوځل بیا په بغلان کې د حکومتي ځواکونو او هغو طالبانو تر مینځ خونړۍ جګړه پیل شوې او بیه یې افغان امنیتي ځواکونه اوملکي وګړي ورکوي چې تېرې څو میاشتې وړاندې افغان حکومت د ډنډ غوري ؤلسوالۍ پرته له لویې لارې د طالبانو په واک کې ورکړې وه .
طالبانو ځکه د سترا تیژیک سوق الجیشي مرکزجوړولو په خاطر د پردیو په اشاره او مرسته دا کارکړی چې له دې لارې ایران او بدخشان د اسماعیلیه فرقې د پیاوړي کولو او غني کولو له پاره سره وصل کړي .
همدا اوس زورواکوله ځان سره غټې وسله والې ملېشې ساتلې دي ، چې د ځینو اکمالات یې خپله د دولت پر غاړه ور اچولي خوکار خپلو بادارانو ته کوي . اوځينې د غلاوو ، شوکو او سړي تښتونو له لارې تمویلېږي . ولې ځینې نورې بیا د سترو مافیایي کړیو په واک کې ورکړشوې دي .
ددې ټولو تر شا له واکه لیرې ځیني افغان مشران ، او دداسې افغان مشرانو ترشا بیا ګاونډي استخباراتي کړۍ ، او ددې ټولو تر شا بیا نړیوال استخباراتي مرْیي او نا مرْیي لاسونه کارکوي او افغان حکومت او نظام یې په افغانستان او سیمه کې د خپلو ناروا ګټو له پاره پرله پسې پرې یرغمل ، نا آرامه ، کمزوری ،  بې ثباته  ، مجبور ، بېوزله  ، له تولیده لیرې او د یو مصرفي هېواد په توګه ساتلی دئ .
په افغانستان کې د افغانستان د نظام او خاموش اکثریت اصلي دښمنان همدغه دری پدیدې دي چې یوه یې د وسله والو مخالفینو پدیده ده . بله یې همدغه کورني د وسله والو ملېشو لرونکي بې واکه مشران . او درېیمه یې په نظام کې د ننه د پیځم ستون هغه منافقین او درواغجن پرازیت دي چې له یوې خوا د نظام هستي او نېستي ټوله همدوی وخوړله . او له بله اړخه د نظام ، ملت او مخالفو وسله والوافغان طالبانو سره د سولې په اړه خنډونه را پیدا کوي .
دغه منافقین یوازې په خپل سر دا کار نه کوي ، بلکې ددوی اصلي ملاتړي پاکستان ، ایران ، روسیه او نور استخباراتي کانالونه دي . ځکه د افغانستان جګړه او کورني اختلافات دوی ته د پېښو سمندر او دوی په کې ځانونه سلطان بحر اساسوي . که دا جګړې نه وي ، نو ددوی د عمر هم بیا وروستۍ سلګۍ دي . ځکه خو دوی ټول په ګډه سره په افغانستان کې د خپلو ګټو په خاطر انارشي تل ژوندۍ او پیاوړې ساتي .
اې دولته ! در ته په کار ده چې نور ددغه ډول مشرانو او ددوی د اولادونو پروا مه ساتۍ . له فرمایشي او سلیقوي برخوردونوڅخه نورتېرشۍ . انتخابات پرلاره دي . دوی ـ او ددوی معتادو اولادونو اوخپلوانوته دکاندیدولو زمینې مه برابروۍ . ملت مه مجبوروۍ چې خپله پاکه رأیه خبیثو خلکو ته ورکړي . پرغلاکړیو امکاناتو یې مه غولېږۍ . د کاندید ولو داسې مادي شرایْط مه ورته برابروۍ چې یوازې د پردیو استخباراتو مزدوران او مافیایي کړۍ یې پوره کړای شي ، او نور ملت د ور باندې تپل شوې پرله پسې نېستۍ له امله ترې محروم پاتې شي . که مو دا کار وکړ په لوی لاس به مو ملت د تېر په څېر یو ځل بیا د پینځو کالو له پاره د مافیا په لاس کې اسیر او یرغمل ورکړی وي . بیا به ملت څو کاله نور هم په سرو لمبو کې سوځي . اوتاسو به هغه مهال له خپل رسالت او ذمه وارۍ څخه ناوړه کار اخیستی وي ، او تاریخي شرمېدلې پړه به یې هم ستاسې پر اوږو در باروي .   
اې ملته ! که چېرته تاسې واک نه لرۍ ، خو زه وایم چې واک مو له دولت سره دئ ، ځکه دولت ستاسې په رأیه مینځته راغلی . پس اصلي واکمن تاسې یاست . که مادي وس نه لرۍ ، نو زه یقین لرم چې د ایمان هستي خوستاسې تر هر چا ډېره ده . تاسو د خپل ایمان په زور د خپلو کورنیو ، خپلو معصومو اولادونو . او خپل مظلوم ملت مسؤول یاست . ستاسې په یوه رأیه نه ورکولو به یو فاسد لیرې کېږي اوستاسې په یوه رأیه ورکولو به یو فاسد د واک پر پارکال سپرېږي . یعنې ستاسې د ماشومانو ، کونډو او یتیمانو برخلیک ستاسې په لاس کې دئ . ستاسې خپله خوښه چې هغه په خپل دې سند ورکولو سره اورته غورځوۍ ، او یا یې د هوسا او بسیا ژوند څښتنان کوۍ .
نو تاسې هم مسؤول یاست چې خپله رأیه په خورا ایماندارۍ ، پوره باور او خپلواکه اراده هغه چاته ورکړۍ چې بله ورځ پر تاسې او ستاسې پر اولادونو باندې له پردیو سره خپلې ناروا معاملې ونه کړي .
رأیه د خپلې خوښې اظهار دئ چې څوک پر چا باندې باور لري خپل ـ  او د خپل اولاد برخلیک ور ته سپاري . خو لېوان څوک دلمانو پر پالېز باندې پالېزوان نه مقرروي ، او نه خو لېوه څوک د رمې شپونکی ټاکي . لږ په خپل ګرېوان کې سرونه ښکته کړۍ ، له ځانه سره سوچ پرې وکړۍ ، چې دا تېر (۱۴) کاله تاسو د خپل برخلیک په اړه خپله رأیه هغه چاته په پټو سترګو ورکړې وه چې له کبله یې تر نن پورې ټول ملت په پردۍ تپل شوې جګړه کې وریت شو . په لکونو هېوادوال او خپل عزیرزان مو له لاسه په کې ورکړل . د هېواد ټولې شتمنۍ مو په پردیو غدیو باندې پرې چورکړې . موږ او تاسو ټولو داسې نا پېژاندو خلکو ته خپلې پاکې افغاني رأیې ورکړې چې د هغوی اصل او نسل لا هم نه دئ څرګند . په داسې حال کې چې رأیه خو څه تالع بجنګان نه دئ چې قمار ور باندې ووهل شي ، بلکې رأیه د خپل ځان ، خپل اولاد ، خپل هېواد او خپل نظام د برخلیک خبره ده . نو ولې څوک پر عام المنفعه ملي برخلیک ټاکونکو ارزښتونو باندې ملنډې ووهي ، او هغه د څو اوباشو د شخصي غوښتنواو ځانګړیو غریزو قرباني کړي .
په رأیه سره نظام جوړېږي . او نظام جوړونه د انسانانو له خوا د انسانانو له پاره وي . ترڅو د اعتدال په رڼا کې یې هرڅه د ضوابطو او اصولو له مخې تر مینځ عملي شي . تاسې هم د راتلونکو ملي او بین المللي غلو مخه په خپلو رأیو سره ونیسۍ .