د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکابل محاصره

محمد روښان ښاد 26.01.2016 12:01

د افغانستان د وراني، تباهي، بدمرغي او ناامني تر ټولو ستر عاملین جنګسالاران او د دوی خبیثه حلقه ده، ځکه چې دوی پرېمانه وسلې او جنګیالي لري. جاسوسي، انسان تښتونه، بریدونه، چاودنې او نور ټول ترهګریز او بشر ضد فعالیتونه همدغه خبیثه حلقه ترسره کوي. دوی تل یوازې د خپلو نامشروع ګټو په فکر کې وي او کله چې د دوی ګټې له خطر سره مخ شي، نو بیا هرې نامشروع کړنې ته لاس اچوي.
همدا څو اونۍ وړاندې د ولسي جرګې د غړي ملا تره خېل چې په عام ولس کې د ملا لېوني په نوم شهرت لري، جګړه مارو او خپلسرو په احمدشاه بابا مېنه کې د دولسمې ناحیې پر ودانۍ یرغل وکړ، د ودانۍ لوحه یې، چې د احمدشاه بابا او ولسمشر غني عکسونه هم ورباندې وو، را وغورځوله، د ودانۍ ښیښې یې ماتې کړې، وسایل یې چور او تالا کړ او د ناحیې اسنادو ته یې اور واچاوه. د ناحیې تر څنګ لاره یې بنده کړه، ډزې یې وکړل، هټیوال او عام خلک یې سخت ووېرول او د واټونو پر منځ کې یې زړو ټایرونو ته اور ورته کړ، چې څو ساعته یې دوام وکړ.
دوی ځکه دا کار وکړ، چې د ملا تره خېل ورور د دولسمې ناحیې مشر ته ورغلی وو او هغه ته یې ویلي وو چې ناحیې ته مخامخ د  جومات ځمکه د ده په نوم کړي، خو د ناحیې مشر ورته ویلي وو، چې دا کار غیر قانوني دی. د ملا تره خېل ورور ورته ویلي ووچې زه دې د قانون په کیسه کې نه یم او په زور یې درباندې کوم.دا د مافیایي کړۍ او د جنګسالارنو د ظلم، وحشت او کړنو یوه وړه بېلګه وه.
د یادونې وړ ده چې له دغې پېښې وروسته په احمدشاه بابا مېنه کې د احمدشاه بابا د نجونو عالي لېسې ته د شپې له خوا اور واچول شو، د لېسې کتابتونه او د لېسې ملازم یې هم په کې وسوځاوه، چې د لېسې ودانۍ هم په کې متضرره شوه او تر ډېره داسې باور کېږي چې دا کار هم د ملا تره خېل کسانو وکړ او په دې ډول یې حکومت ته خپل زور ور وښود، ځکه چې په احمدشاه بابا مېنه کې یې له هغه وروسته ډېره سیمه چې عامو خلکو په کې کراچۍ درولې وې او خپل حلال رزق یې په کې پیدا کاوه، هغوی یې وشړل او پرځای یې دوی غرفې کېښودلې او خلکو ته یې په کرایه ورکړې. دا هغه غصب دی چې دوی په رڼا ورځ په پلازمېنه کابل د احمدشاه بابا مېنه کې وکړ.
همدارنګه تاسو ټولو ولیدل چې کله تېرې ولسمشریزې ټاکنې ناندریزې شوې، نو د ډاکټر عبدالله پلویان له پرېمانه وسلو سره د کابل واټونوته راووتل، د واټونو په منځ کې یې خېمې ودرولې او خلک یې وګواښل، حتی وې ویل که د ټاکنو پایلې د عبدالله په ګټه اعلان نشي، نو دوی به د وسلو په زور ارګ ته ننوځي.
 د کمپاینونو پرمهال د ډاکټر عبدالله عبدالله ویندویانو او پلویانو په تلویزیوني بحثونو کې هم څو ځله ګواښ وکړ، چې که دوی د ټاکنو ګټونکي نشي نو په کابل کې به د وینو لښتي وبهېږي، دا خبره فضل رحمن اوریا چې د عبدالله د کمپاین ویاند او پلوی وو، له لمر تلویزیون سره په ګردي مېز کې وکړه.
همدارنګه د ډاکټر عبدالله یو بل جنګسالار ملاتړي او کمپاینر حضرت علي شاړي په خپله یوې غونډې ته د وینا پرمهال اعتراف او کیسه وکړه ویل یې: ډاکټر صاحب عبدالله ته مې وویل چې اته ولایتونه به طالبانو ته ور پرېږدو او دا نور به موږ د خپلو جنګیالیو او وسلو په زور ونیسو.
جنګسالارانو چې د ټاکنو د لومړیو پایلو له اعلان وروسته په پلازمېنه کابل کې د لاریونونو پرمهال د وحشت، دهشت او د خلکو د وېرولو په موخه کومې وسلې له ځانونو سره واټونو ته راوړې وې، نو هغه وسلې دوی بېرته له ځانونو سره یووړې، هغه او لس هومره نورې هغومره او حتی له هغو خطرناکې وسلې دا اوس هم په پلازمېنه کابل کې د جنګسالارانو په ولکه کې دي او جنګسالارانو له کابل څخه یوه خبیثه حلقه را چاپېره کړې ده.
د پلازمېنې چار چاپېره د جنګسالارانو دخبیثه حلقې خطرناکې کړۍ په خپله عبدرب الرسول سیاف، د هغه وراره/ خوریی قوماندان ممتاز، قوماندان توپان، حاجي شېرعلم چې د ځمکو د غصب یوه لویه مافیا ده، همدارنګه قوماندان الماس، الله ګل مجاهد، ملا تره خېل، حاجي منجی، قوماندان قلم، چمن او لسګونه نور لوی او واړه جنګسالاران چې د کابل په خواشا په بېلابېلو سیمو کې بانډونه، مرکزونه، ډيپوګانې، وسلې او جنګیالي لري، د دغې خبیثه حلقې کړۍ دي.
همدارنګه د دوی تر چتر لاندې او د دوی تر څنګ ګڼ نور ګروپونه او بانډونه چې انسانان تښتوي، غلا، لوټ، غصب او قاچاق کوي، ترهګریز او نور غیر قانوني فعالیتونه ترسره کوي، شتون لري. د دغو جنګسالارانو، مافیایي کړیو او ترهګریزو ګروپونو شتون د پلازمېنې کابل لپاره یو لوی خطر او جدي تهدید دی. دوی هره شیبه د کابل امنیت او ښاریان ګواښي.
حکومت ته ښایي چې د جنګسالارانو، مافیایي خبیثه کړۍ، غاصبانو او ترهګریزو ګروپونو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي او د راتلونکي کال تر پسرلي پورې پر پلازمېنې کابل را چاپېره دغه خبیثه حلقه ماته کړي او کابل ښاریان د همېش لپاره د دوی له تهدید او خطر څخه وژغوري.
که حکومت پر وخت اقدام ونه کړي او په دې برخه کې ځنډ او بې غوري وکړي، نو خدای مه کړه کابل ښار به هم د کندز په برخلیک اخته شي او هغه مهال به یې بیا مهارول او بېرته د حکومت په ولکه کې راوستل ځکه سخت وي، چې هغه مهال به په دغه څو ملیوني نفوس ښار کې حکومت د دښمن پر ضد په خلاص مټ عملیات نشي کولی، نو پکار دی چې حکومت په دې برخه کې خپل وار ړومبی کړي او د افغانستان دغه اصلي دښمنان چې دوی د هرې بدمرغۍ مورینه دي له منځه یوسي او په دې ډول پر پلازمېنه کابل د جنګسالارانو او د دوی د خبیثه کړۍ را چاپېره محاصره ماته شي.