د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رسنی څرنګه د خلکو اذهان بدلوی؟

رسنی څرنګه د خلکو اذهان بدلوی؟ 25.01.2016 12:20

رسنی څرنګه د خلکو اذهان بدلوی؟
ليکنه: کامران ملک، په نړيوال اسلامی پوهنتون کې، د اسلامی بانکداری د ماستری کچی محصل
نومیده ولید، نوموړی سریال د انګلستان یو څه بااحساس مسلمانانو لخوا جوړ شوی وو(Arrivals) څو کاله د مخه مې یو ویډیوز
چې ترکیز یې د دجال پر فتنې او د مسلمانانو پر ضد د یهودو، غرب او امریکا دسیسې باندی وو. یو لدی شیانو څخه دا وو چې دوی څرنګه وکولای شي چې ټول انسانان او خصوصا مسلمانان خپل خوا خوږی جوړ کړي دا وو چې میډیا تر خپلی ولکې لاندی راولي او همدا مختلفی رسنۍ که چاپیزه دي او که تصویری او یا اوسنی اجتماعي شبکې لکه فیس بوک، ټویټر او نوری دوی په خپل فایده استعمال کړی، د خلکو اذهانو ته هماغه څه ورسوي چې دوی یې غواړي د نړۍ او افغانستان حالاتو ته په کتلو سره دا سریال راته یو حقیقت ښکاري ځکه چې د نورو شیانو ترڅنګ چې موږ یې د تلویزیون په پرده ګورو، په رادیو اورو او څه چې په اجتماعي شبکو تماشا کوو، په پراخه پیمانه د بل چا لخوا منظمیږی او موږ ته په مختلفو طریقو رانتقالیږی ترڅو یې موږ ومنو.

کیت روپیرټ مرډاک چې د امریکا هیواد تابعیت لرونکی او دا مهال په استرالیا کې اوسیږی یو د هغه کسانو په سر کې رازی چې د امریکا میډیا ترڅنګ یی د نوری نړی رسنی هم تر اثر لاندی دی .د امریکا مشهور تلویزیون فاکس نیوز (فاکس سپورټ، فاکس نیټ ورک) او نیویارک پوسټ دده په اشاره کار کوي.. حتی تر دی چې اوس د وال ستریټ جنرال هم دده تر ولکې لاندی دی. ځني امریکایې چارواکو ډیر هلی ځلی وکړی ترڅو د میډیا د کنټرول په هکله ځني بندیزونه ولګوي ترڅو یو کس د نړۍ زیاته میډیا ترخپل ولکی لاندی رانه ولي خو د امریکې مافیه دوی دی کار ته پرینښودل.
دا هم ویل کیږي چې دده سره ۷ تنه نور امریکایې یهودان هم دي چې د میډیا په کنټرولولو کې برخه لری چې دغه اشخاصو د امریکا پخوانې رئیس جمهور جان اف کینډي مړینه کې هم لاس درلود. د روپیرټ مرډاک په هکله دا هم راځي چې نوموړی په امریکا او نړیواله کچه په سیاسټ او د کاندیدانو په انتخاب کې مهم رول لري، یو امریکایی سیاستوال وایی: "د افغانستان او عرابق په جګړو کې که جورج بوش او تونی بلیر د بی ګناه انسانانو قتل کې شریک دی، نو ددی نیمایی پړه باید په بی بی سی، سی ان ان باندی واچول شی، همدا رسنی یوې وړی مسلی ته دومره پروپاګند کوي چې له هغې یوه حقیقي جګړه جوړوي او دوی یې په خپل ګټه راڅرخوي."
میډیا په افغانستان کې:
د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر یوولسمې له پيښو وروسته په افغانستان کې نوی سیاسي باب پرانیستل شو. دغه مهال ټولنه کې داسې نوی فرهنګ معرفي شو چې پخوا نه وه لیدل شوې. د بهرنیانو او مرسته کوونکو هیوادونو له خوا د راغلو مرستو د کارونې یوه برخه په ټولنه کې د نوي فرهنګ ملاتړ او وده وه. نوي سیاسي نظام د ځینو مثبتو کارونو ترڅنګ د نړیوالو د فشار له امله یو لړ داسې خطرناکه رسنیوبنیاد کیښودل شو چې د افغانستان د ملت د دیني او ملي اصولو سره په مستقیم ډول په ټکر کې دي.
مابي ګروپ:
مابي ګروپ یوه شخصي کمپنۍ ده چې مشر یې د سعد محسني افغانی الاصله اسټرالیایې دی، اصلي دفتر یې په دبۍ کې دی. دغه ګروپ د سعد محسنی لخوا په ۲۰۰۳ کال کې له هغه وروسته جوړ شو چې سعد محسنی په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان لیدنه وکړه، دا ګروپ مختلف(چاپي، غږیزی، تصویری او انلاین ویب پاڼۍ)
لدی رسنیو څخه د طلوع، لمر تلویزیونونه، ارمان اف ام او ځینی نوری رادیو ګانی دی، دا مهال فقط طلوغ تلویزیون ترڅيړنی لاندی نیسو.
د طلوع تلویزیون په ۲۰۰۴ کال ې د یو ایس ای ډی په مالی اود ۱۸آمریکایی اواسترالیایی مشاورینوپه تخنیکی مرسته دسعد محسنی له لوری په کابل کی په کار پیل کړ، سعدمحسنی له دی د مخه په ۲۰۰۳کال کی د مابی ګروپ په نوم یورسنیزمرکز جوړکړی وه، د آزادی راډیو د راپور په اساس مابی ګروپ هرکال تر شپیتومیلیونو ډالرو پوری ګټه کوی. ویل کیږی چی سعدمحسنی د ټام فریټسن لخوا چی په آمریکا کی رابرټ مورډاګ ته معرفی شو، مورډاګ چې پورته مو پرې خبری وکړی، درسنیو په برخه کی دنړی په بیلابیلوهیوادنو کی پراخه پانګه ونه کړی ده . رابرټ مورډاګ په ۲۰۱۲ کال کی دمیلیونو ډالرو په ورکولو سره دمابی ګروپ ۳۳سلنه سهم واخیستل.
ددغه ګروپ مربوط رسنی په نړیواله کچه، او د اسیا په کچه په میلیونو لیدونکي او لوستونکې لري. دا ګروپ لکه څرنګه چې په انځور کې ګورئ طلوع، طلوع نیوز لمر تلویزیونه او ارمان اف ام، او نوری مختلفی چاپیزه رسنی ددوی تر څارنې لاندی پرمخ ځي. سعد محسنی او ګروپ یې د خپأ ګروپ او برنامو چلولو لپاره د مختلفو خارچي دونرانو او شبکو څخه پروژې اخلي او په افغانستان کې یې عملي کوي. ددوی مشهوره برنامه، د افغان ستوری( ستاره افغان) ده چې په زرګونو هلکان او انجونې یې مینه وال دي، یادی برنامی زیات شمیر ځوانان بی حیایی تر تشویق کړی، دغه برنامه په هیڅ ډول د افغاني کلتور سره تطابق نلري.
ددی ترڅنګ مابي ګروپ او نوری غربی رسنی، د افغانستان خلکو لپاره نوری برنامی لري چې په اجتماعي شبکو لکه فیس بوک، ټویټر، انیسټاګرام او نورو پرمخ هم د خلکو د اذهانو خرابولو لپاره مختلفې صفحی لري کومې چې دداسې افرادو لخوا چلول کیږي چې د بی دینی فکر او بی جیایی خپرول یی په افغانستان کې هدف دی. ددی شبکو رول هغه وخت کې خلکو ته بیخي واضحه شو چې کله د کبرا خادمي په نوم یوې میرمنې اوسپنیز لباس واغوست ، نوموړی ته د میډیا او اجتماعي شبکو له لاری دومره کمپاین وشو چې ورته د خارج بلنلیکونه راغلل او نوموړی خارج ته لاړه. د نوموړی رسینو یو له اهدافو څخه په دینی علماوو او دینی اساساتو ملنډی کول هم دی چې دا کار څه موده مخکې تاسې ولید چې د یو ستر دینی عالم د تقریر یوه برخه په غلطه توګه د ایډیټ وروسته نشر شوه او لدی موقع څخه په استفادی په دینی قشر او حتی تردی چې د رسول الله ص په شان کې ګستاخی وشوه. ددی ترڅنګ همدغه رسنی او اجتماعي شبکې موږ ته ښه خلک بد او بد خلک ښه معرفي کوي، او همدارنګه هیواد ته د سولی طرفداره ټولنو پر ضد طوطیی جوړوی ترڅو هیواد ته سوله رانشی او دا محدوده او مافییی کړی ددی جنګ څخه خپلی ګټی پورته کړی.
پټه دی پاتی نه وی چې دوی پر دی شیانو اکتفا نکوی بلکه اوس مختلفی بدی څیری ټولنې ته د رهبرانو په توګه معرفي کوي چې د افغانانو شتمنی یې خوړلي، میرمنې یې کونډی کړی او د ډیرو افغانانو وینی یې تویی کړي. په ټولنې باندې د یو ناسالم قیادت تحمیلول درست کار ندی او ټولنه انارشیزم، اتوکراسۍ او استبداد خواته وړي.
موږ باید د میډیا او اجتماعي شبکو نه بلکه په خپله خپل رهبر انتخاب کړو او هغه رهبر هم باید ددې ملت خیر خواه او د رهبری اهلیت او ظرفیت ولري. که چیرته د وزیرانو، جنرالانو، قومندانانو او رئیسانو په زامنو کې اهلیت او ظرفیت وي ، نو ټولنه به دا پخپله انتخاب کړي او ټولنه هم باید د خلکو مشري په پټو سترګو ونه مني.
نو موږ باید د میډیا او اجتماعي شبکو رول به نړیواله او د افغانستان په کچه عادي ونه ګڼو. هرڅه چې موږ ګورو او اورو دا باید ساده ونه نیسو بلکه محتطانه ورته فکر وکړو او پدې فکر وکړو چې راتلونکې نسل او ځوانانو ته څرنګه ددې شیانو په هکله اګاهي ورکړو او ورته دا وښایو چې دا شیان څرنګه استعمال کړي ځکه موږ د ټکنالوجی او د میډیا د استعمال به هکله هم مسول یو چې ښه یا بد یې استعمالوو، زموږ یو کلیک او یو لایک کول هم ډیر مهم دي.
ددې ترڅنګ هغه خلک چې د دینی او ملي مفکوری خاوندان دي باید هڅه وکړي چې خلکو ته بدایل وړاندې کړي ترڅو افغانان اسلامی او ملي(چاپي، غګیزی، تصویری او انلاین ویب پاڼۍ او اجتماعي شبکې) ته مخه کړي.

ماخذونه:
http://www.moderateindependent.com/v2i4world.htm
http://rense.com/general44/sevenjewishamericans.htm
http://www.freepress.net/ownership/chart
https://en.wikipedia.org/wiki/Moby_Media_Group
http://www.afghanistanrmy.org/file_haa_PJ/tolu_tv_laspos_PJ24.html
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=58412