د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژوند څه شی دی ؟

الحاج سیدرقیب شاه (هاشمې) 24.01.2016 15:43

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د انسان حیات په دی نړی کی لرونکی د هدف او اهدافو دی ، زمان ، مکان د هدف تعینونکی دی .
هدف که ساه لرونکی او یا بی ساه وی هغه ته ځان رسول دی .
د هدف تعریف: د رفتار انتظار ته هدف وایی .
د ژوند فلسفه په انسانی تفکر کی : موضوع ، هدف او د ژوند معنی په دو عمومی قاعدو بررسی کوو.
1) اعتقاد د مطلق په اصل .
2) انسانی ژوند بی محتوا او بی معنی چی دهر نوع مقصد او معنی ځینی انکار دی .
ارواح پوهان ډیر مسایل لکه : رنځ ، ناکامی ، شکست ، بی وسی داسی تفسیروی :
دا مسایل هسی ټولنیز مسایل ګڼې ، چی د دوی لویه ستونزه د ایمان نلرل دی .
انسان چی خدای هیرکړی وی په حقیقت کی ئی ځان هیرکړی ، واضح ده چی ځان ئی ورک کړی وی ژوند ورته بی معنی دی .
ددی له پاره چی ژوند معنی پیدا کړی باید د ژوند په معنی پوه شو. خو یواځی د هدف پیژندل کافی نه دی ، باید کاملا درک هم ولرو .
• ۱ - د ژوند معنی او هدف د دین له نظره :
د اسمانی ابراهیمی دینونو (اسلام ، مسیحیت او یهودیت) له نظره ؛
دین - ددین کلیمه د لغاتو په فرهنګ کی - ، مترادف کلیمات لکه: حکم او قضا، رسم او رواج ، عادت، شریعت او مذهب .
دین په قران کریم کی په دی معنی ګا نو راغلی لکه: جزا، حساب، قانون ، شریعت ، طاعت او بندگی ، تسلیمی ، اسلامی لاره ، کرداراو رویه ، توحید او الله ج پیژندنه .
د ژوند معنی او هدف عبارت دی دنیا وی ژوند د اخرت توخه ده چی ابدی ژوند په جنت او یا دوزخ کی دی .
په قران الکریم کی دوه عمده هدفونه چی عبارت دی د انسان نجات له جهل ، ظلم څخه ، او هدایت دی په صراط المستقیم باندی .
په قران الکریم سورة حجرایة ۹۹ الله ج فرمایی :
«وَ اعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّي يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ» ¬(حجر/۹۹)
ژباړه : د مرګ تر راتګ پوری د خپل رب عبادت کوه .
عبادت مقدمه ده د لوړهدف د پاره چی یقین نومیږی .
په بودائی او هندویزم کی ژوند مختلف مراحل لری ، ټیټه مرحله ئی نیستی ده او بیا ، جمادات ، نباتات ، حیوانات ، انسان او بیا خدای دی .
• ۲- د ژوند معنی او هدف د مارکسیزم له نظره:
په دی لاره کی د انسان د هدف ارزښت لوړ په ګوته کوی ، د ټولنی د علمی ارزښت مطالعه ده چی د تکامل رابطه د ژوند د ټولو برخو سره په بر کی لری . ددی لاری له نظره افراد او شخصیتونه د فرد په عنوان نه مطالعه کوی . بلکه: د ټولنی د پیژندلو له لاری ئی پیژنی .
د مارکس نظریات په نړی کی د ترخو تجربو له امله اوس کاملا بی اعتباره شوی .
د مارکس پلار یهود وو چی د مارکس د تولد ه مخکی مسیحی شوی وو ، که مارکس د ابراهیمی دینونو او خصوصا د اسلام په هکله واقعاً معلومات لرلی هیڅ کله به د بی دینی نظریات نه وایی ورکړی ځکه د مارکس لویه ستونزه د پانګه والو نظام له امله وه چی په اسلام کی حل دی د مارکس هدف طبقاتی تضاد وو .
د مارکسستی نظریاتو عملی کوونکی نظام پخوانی اتحاد شوروی د له منځه تګه سره غربی هیوادونو مخه اسلامی هیوادونو ته شوی ده ، کوښښ کوی چی اسلام ډوله ګروپونه جوړ کړی د پانګوال د بقا د پاره خپل د خوښی نظامونه جوړ کړی همدا اوس تا سو به لیدلی وی چی په عربی هیوادو نو کی د خپلی خوښی نظامونه راوړی او هڅی یی دوام لری .
• ۳- عقلی قواعدو منطق:
منطق:
د دلیل او برهان د سم استدلال اصولو مطالعه ده .
اخلاق:
اخلاق او یا داخلاقو فلسفه په اول قدم کی « د ژوند بهترینه لار » ده .
منطقی استدلال :
هر دلیل او استدلال چی صورت نیسی د اصولو په اساس د فکر حاصل دی چی باید منطقی وی که داسی نه وی سفسطه ده .
د عقلی قواعدو منطق د ژوند هد ف د استدلال او ارادی پوری منحصر بولی چی انسان فکر کوی او خپله لار تعقیبوی چی په دوه نوع دی : اخلاقی منطق ، عقلانی منطق .
د عقلانی قواعدو منطق د ارسطو په فلسفه کی واضح ده چی بیا وروسته د بو علی سینا په لیکنو کی هم منعکس شوی .
بوعلی سینا وائی :
چو بوعلی می ناب ارخوری حکیمانه ++ بحق حق که وجودت شود به حق ملحق
مولانا جلال الدین محمد بلخی وایی :
پس عدم ګردم عدم چون ارغنون ++ ګویمت اناالیه راجعون
• ۴- منفی ګرایان:
ددی فکر خاوندان د ژوند هره برخه منفی او پوچ او بی معنی ګڼی دا خلک طبیعی ، اجتماعی ، علمی او تاریخی تحولات اوقوانین نه منی . ددی فکرکسان کلتوری او اخلاقی تحولات د انصاف نه لوړ ګڼی لکه : داعلیحضرت غازی امان الله خان بد وینکو ویناوی چی هرڅه ته منفی فکر کوی چی د ژوند هره برخه که اعتقادی ده او که مادی او یا معنوی منفی وښائی .
بناً مومن انسان هیڅ کله بی معنی پوچ احساس نه ښائی .
که انسان د زړه ستنی ،الهی دینی اومذهبی تکیه له لاسه ورکړی په هیڅ ډول به ونه شی کړی ژوند ته سم او مناسب معنی پیدا کړی که ځان غولوی او ژوند معنی دار ګڼی او استدلال کوی اصلا استدلال هم بی معنی ، بی مفهوم او بی احساس وی ، داسی کسانو ته ژوند په رښتیا او حقیقت سره ستونزمند وی .
الله ج په سورة فاطر ایة ۱۰ کی فرمایی :
«مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعاً إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ.» (فاطر/۱۰)
ژباړه : څوک چی عزت غواړی نو باید پوه شی چی عزت یوازی له یوالله ج سره دی پاکی خبری د هغه په لور خیژی او سپیڅلی عملونه یی لوړی پوړی ته رسوی .
دژوند د پیژندلو سره مو د انسانی ژوند د پاره د وخت ، مکان او مختلفو شرایطوسره مختلف وی د ژوند اجتماعی ، اقتصادی او فرهنګی ارزښتونه مختلف دی نو د ژوند معنی د هرچا له نظره ښکاره توپیر لری .
ژوند یعنی د الله ج بندګی
ژوند یعنی عبادت کول
ژوند یعنی هڅه
ژوند یعنی هیله
ژوند یعنی مینه
ژوند یعنی مبارزه
ژوند یعنی صبوری
ژوند یعنی نوی شپه ، نوی سهار .
ژوند یعنی نوی مترقی فکر ...
ژوند د مادی شیانو پیدا کول نه دی بلکه نیک ارتباط د خلکو سره دی
ژوند ښکلی دی
ژوند ښکلا ده
ژوند د نښتر سکروټه ده که یی پف کړو بلیږی که نه مری
د ناپوهی مړینه ګناه ده
د علم او معرفت په هڅه ژوند کوو