د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانانو ! له هیواده مه وځی ودان یې کړئ

مشفق 24.01.2016 15:42

زموږ دهیواد اووه دیرش کلن ناروین چې د۱۳۵۷ کال دثور له کودتاه څخه پیل شو او د د۱۳۵۸ کال دمرغومې په شپږمه نېټه یی نورهم شدت وموند او لاهم دوام لري .  له همغه وخت څخه له هیواد څخه دخلکو وتل او مهاجرتونه  پیل شول ، افغانستان دمهاجرینو دشمېر له اړخه  دنړۍ د ټولو هیوادونو په سرکې ؤ ، نږدې دری میلونه خلک مو پاکستان او تردوو میلونو نوریې ایران او په سلهاوو زره نور اروپا امریکا عربي هیوادونو ته ولاړل چې  په دې موده کې ډیرافغانان په خپله خاوره کې نه بلکه دنړۍ په نورو هیوادونو کې وزیږدل او ان چې ځنې یې له بده مرغه په خپله ژبه اوکلتور هم نه پوهیږي او خپل دزوکړې په چاپیرال کې حل شوي.
په هیواد کې دنوي بهیر په رامېنځته کیدو سره یو شمیرافغانانو هیله هیواد ته دبیرته ستنیدو لپاره رامېنځته شوه ان چې یو شمیر کورنۍ په تیره بیا له ګاونډیو هیوادونو بیرته راستنې شوې او په خپل هیواد کې یې بیرته  ژوند پیل کړ.
له بده مرغه چې یو ځل بیا په وروستیو دوه درې کلونو کې له هیواد څخه دافغانانو په تیره بیا دځوانانو دتګ بهیر پیل شوی ، دا ډیره موده کیږي چې اروپایی او نورو هیوادونو ته په لاره دډیره افغانانو دستونزو شاهدان وو، او رسنیو وخت په وخت په دې اړوند رپوټونه ورکړي . داځل دومره فرق شته چې له افغانانو سره دمنځني ختیځ او عربي یو شمیر هیوادونو خلک هم زیات شوي او په تیره بیا دسوریې او عراق هیوادونو خلک هم بهرته ورمات شوي.
په دغسی وخت کې له هیواد څخه دافغانانواو په تیره بیا دځوانانو تیښته دشنونکو په اند نه خپله ددغو ځوانانو په ګټه ده او نه هم دهیواد په ګټه . دخبرونو له مخې ډیری هغه ځوانان چې تریو بریده یی په هیواد کې زده کړې کړي بهرته تللی او یا یی هم یو شمیر دبهر تللو اراده لري ، عوامل یی هم بی امنی ، بې روزګاری او بهرته دقاچاقی تګ یو شمیر سهولتونه په ګوته شوي . داچې اروپا او قاچاق وړونکی څنګه ددغه بهیر دچټکی لامل ګرځیدلی بېلې شنني ته اړتیا لری خو داچې زموږ هیواد ته یی څومره ستونزې رامینځته کړي همدغه مساله دغو رده .
له هیواد څخه زموږ دفزیکي او فکری ځواک  وتل له شک پرته چې زموږدخلکو پر اقتصاد او په تیره بیا په روان او فکر باندی ډیر اغیز لر ی ، اوس په داسی حال کې چې پخوانیو جګړو رنګ بدل کړي نه څوک په زوره دکمونستانو درژیم په څیر پوځی خدمت ته بول کیږي او نه هم دومره اقتصادي ستونزې شته چې ونشو کولای په خپل کلي او ښار کې یوه ګوله ډوډۍ په لاس راوړو اونه هم په زور سره له ښوونځي او زده کړو محرومیږو ، نو په داسې شرایطو کې له هیواد څخه وتل پرته له دې چې خپله زموږ او هیواد لپاره دناورین او ستونزو لامل شي بله ګټه نه لري .
هره ورځ په رسنیو کې اوریدل کیږي چې دومره کسان په سمندرونو کې غرق شول او دومره کسان دلوږې او نورو ستونزو له کبله له مېنځه ولاړل او هم دومره کسان بیرته هیواد ته راستانه شول خو بیا هم زموږ یو شمیر ځوانان په دې هڅه کې دي چې له هیواد څخه ولاړشي او په اصطلاح دلویدیزې او اقتصادي نړۍ خوند وڅکي .
هغه متل دی چې وایی (( هرچاته خپل وطن کشمیر دی )) ډیر پرځای دی او انسان هغه وخت ښه پرې پوهیدلی شي چې له خپل وطن څخه ولاړشي او په پردي وطن کې میشت شي ، هرڅوک په خپل وطن کی قدر لري پردی وطن پردی وی . که ویل کیږي چې هیواد کې مو لاستونزې او جګړې شته نوداستونزې او جګړې څوک حلولای شي؟ او څوک یی ګټلای شي؟  او یا څوک یی په سمه او سوله ییزه فضا بدلولای شي ؟ همدغه دهیواد خلک او په تیره ځوانان دي چې دغه کار کولای شي ، او که څوک له ستونزو تښتی او یواځې دخپلې خوښي او کرارۍ په سوچ کې وي نو بیا هغه دشاعر په وینا ، (( تو کزمحنت دیګران بیغمی نشاید که نامت نهند آدمی)) . خدای مکړه چې دهمدې شعر مصداق ونه ګرځو؟
ځوانان دتیښتې پرځای دخپل هیواد دجوړیدو او ستونزو دحل کولو په فکر کې باید شي ، که چیرې ځوانان او زموږ متمول هیواد وال تښتی نو بیا دا کمزوري کسان لکه سپین ږیري ، ښځې او ماشومان څه وکړي ؟ او چیرته ولاړ شي ؟ آیا هغوی دلاس نیوي وړ نه دي ؟ دا وطن به څوک ساتي ، ترڅوبه  دبهرنیو پوځیانو غوښتنه کوو چې هیواد موراته وساتي ؟ ولې په خپله په موږ څه شوي دی ؟ افغانان خو په ناموس ساتنه ، غیرت او هیواد پالنه کې مشهور وو اوس ولې داحالت په موږ راغلي ؟
راځی ستونزو ته دحل لارولټوو ، باور وکړئ چې په هیڅ هیواد کې مو هم ښه نه کیږي ، اوس الله ج همدا جغرافیا موږ ته راکړې که یې پريږدو نو ډیره  نامردي به وي ، باید چې ویی ساتو او ویی پالو.
راځی! دهیواد دښمنان که هغه هرڅوک وی که بهرنیان او یا کورنیان باید چې ویی ځپو او هیواد ترې خلاص کړو. راځی هیواد آباد کړو ، راځی چې له هیوادڅخه  دتیښتې پرځای دهغه خدمت وکړو .
پوهان وایی که ستونزه هرڅومره غټه وی خو دحل لار لري ، داسې هم نه ده چی دهیواد ستونزی دحل لار ونه لري خو یووالي ته اړتیا لرو او پوهی ته اړتیا لرو . که څوک وایی چې بهرنۍ مداخلې دي،  نو بیا زما او ستا مسؤلیت څه دي چې ددغو بهرنیانو په وړاندې ونه دریږو اوپرځای یې  دتېښتې لار غوره کړو ؟
 په هرصورت ځوانانو په تیره هغو ځوانانو ته چې له هیواد څخه دتلوپه تکل کې دي هغوي نه مو  غوښتنه ده چې په خپل هیواد کې پاتی شي ، پوهه ترلاسه کړي ، دجګړو دله مینځه تلو عوامل رامېنځته کړی او په پای کې دغه غم لیدلی هیواد آباد کړي او په خپلو دینی او ملي شعایرویې سمبال کړي .  زموږ دین او زموږ ملي غوښتنې همدا حکم کوي راځی چې لبیک ورته ووایو او دتېښتې پرځای په ستونزو کې دخدمت کولوجوګه شو.