د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هېواد کې دموکراسي او دموکراتان

نورمحمد غفوري 23.01.2016 17:19

نن په هیواد کې د سیاسي فعالینو او د سیاست د مینه والو ترمنځ د ډیرو نورو مسئلو په لړ کې دا موضوع هم مطرح ده چې آیا د اوسنی اساسي قانون په رڼا او عمل کې په موجودو شرایطو کې په هیواد کې دموکراسي شته، دموکراتان آزاد سیاسی او ټولنیز فعالیت کولای شي او په اوسنی نظام کې د دموکراسۍ له پاره د مبارزې قانونی او عملي امکانات موجود دی؟
زما په نظر د هیواد داقتصادی، ټولنیزو او کلتوری وروسته پاته شرایطو او د جګړې د دوام له په نظر کې نیولو سره نشو کولای چې په افغانستان کې دموکراسي د پر مختللو اروپایی هیوادونو له دموکراسیو سره پرتله کړو او په غربی مقیاسونو جوړه دموکراسي په وران او وروسته پاته افغانستان کې وغواړو؛ خو په هیواد کې د دموکراسۍ د بنسټ د ډبرې ايښودو هڅې روانې دي او د هیواد د نږدې تاریخ تر ټولو دورو څخه زیات په اوسنیو شرایطو کې د دموکراتیکو فعالیتونو او سیاسي او ټولنیزو سازمانونو د جوړولو له پاره د اساسي قانون په چوکاټ کې زمینه برابره ده. سره له دې چې جنګونه دوام لري او په دولتي ادارو کې فساد روان دی، خو د دولت له لوري د قلم، ژبې، مطبوعاتو، سیاسی فعالیتونو، مظاهرو او مېټنګونو آزادی شته او د ولسمشرۍ، پارلمان، ولایتی او ولسوالی شوراګانو له پاره په قانون کې انتخابات په نظر کې نیول شوي. اوس د ملی او دموکراتو ځواکونو په استعداد، ځواک، هنر او فعالیت پورې اړه لري چې له دې شرایطو څخه چیرته، څنګه او څومره ګټه پورته کولای اوپه کومه اندازه او چټکتیا د دموکراتیکو بهیرونود کمیت تر څنګ، کیفیت هم لوړولای شي؟
زما په شخصی تجربه د ظاهرشاه د پاچاهۍ په کلونو کې ډیر کسان په سیاسی فعالیتونو، مظاهرو او مېټنګونو کې د ګډونوال اومحرک په نامه ځورول شوی، ټکول شوی، مجازات، بندي او شهیدان شوي دی. نوی ځوانان له ښوونځیو او ځوانان مو له پوهنتونونو ایستل شوی او په سیاسی فعالیتونو کې د ګډون له کبله د تحصیل حق ترې اخیستل شوی دی. سیاسي ګوندونو عملا د برملا فعالیت رسمی اجازه نه لرله. د سردارمحمد داؤد خان د جمهوري نظام په زمانه کې هم وضعیت تر دې ښه نه ؤ. د داؤد خان له خپل دولتی حزب پرته د نورو ګوندونو فعالیتونه منع شوی ؤ. د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د حاکمیت په ټولو دورو کې (پر هیواد د شورویانو د نظامي یرغل تر مخ او وروسته) د سیاسی مخالفینو پر فعالیت محدودیتونه وضع شوي وو. ان تر دې چې د ګوند د داخلي فرکسیونی مخالفانو او د بیل نظر څښتنانو له پاره هم دعملی سیاسی فعالیت او د خپل نظر د ښکارولو اجازه نه وه او ډیر یې په بند او مرګ محکومیدل. د مجاهدانو د واکمنۍ په وخت کې خو اصلا د دموکراسۍ موضوع مطرح  نه وه. هغوی نه له فکری لحاظه په دموکراسۍ عقيده مند وو او نه یې د دموکراسۍ دعوا کوله. د طالبانو د حاکمیت په دوران کې له یوې خوا د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو او د شر او فساد ضد شعارونه مطرح او تر خپلې ولکې لاندې ځایو کې یې امن راوستی و، خو له بل لوری یې د اسلامی امارت نوی شکل را منځته کړی وو چې ټولنیزې اوشخصي آزادۍ یې محدودې کړې وې.  
د بُن تر لومړي کنفرانس وروسته که د سیاسي ځواک په ګدۍ تر ډیرې اندازې وسله وال زور واکان، جګړه ماران او قومی او مذهبي ټیکه داران کښیناستل، خو دسیاسی نظام دعمومی چوکاټ د جوړښت له کبله د افرادو د آزادۍ او د سیاسي آزاد فعالیت له پاره په نسبی توګه ښه شرایط برابر شول. د حامد کرزي د حاکمیت په دوران کې که دی پخپله د سیاسي ګوندونو د فعالیت پلوی نه وو او له هغو یې ملاتړ ونه کړ، خو بیا هم موجوده نظام د سیاسی ګوندونو د فعالیت مخه ټینګه ونه نیوله. اوسنی ولسمشر محمد اشرف غنی بیا د دموکراتیک نظام د بشپړتیا او مدرن دولت د رامنځته کولو له پاره د سیاسی ګوندونو د غښتلتیا له پاره د شرایطو د برابرولو په پلوی نظر ورکوي. اوس نو په دموکراتیکو ځواکونو او سیاسی فعالینو پورې اړه لری چې څنګه له دې شرایطو د ځان او ولس په ګټه کار اخیستلای شي. دا په دې معنا نه ده چې ټول هغه داخلی او خارجی ځواکونه چې د هیواد په سیاست کې مسلط او اغیزمن دی، دموکراتان یا د دموکراتانو پلویان دی او یا د دموکراسۍ له پاره د مبارزې ژمنتیا لري. د هیواد په سیاسي ډګر کې دآزادو سیالیو له پاره دقانوني چوکاټ او شرایطو برابرول اړین دي او په دې سیالیو کې دموکراتان او غیر دموکراتان د قانون په پولو کې د برخې اخیستلو حق لري.
څرګنده خبره ده چې په انسانانو کې د دموکراتیکو افکارو د غښتلتیا له پاره د افرادو شخصي آزادۍ ته اړتیا ده چې پخپله فکر وکړي، افکار یې سانسور نه شي او د ډیرو موجودو نمونو او امکاناتو ترمنځ پخپله خوښه، ښه موډل او مناسبه نمونه انتخاب کړي.  د دموکراسۍ پلویانو او په دموکراتیک نظام کې د ژوند کولو مینه والو ته ښایی چې لومړی په فکری لحاظ او پخپل مغز کې آزاد فکر کولو ته چمتو شي، په هیوادنیو او سازمانی چارو کې پخپل آزاد فکر برخه واخلي او د نورو آزادیو ته هم د زړه له کومي احترام وکړي. دا باید ومنو چې په دموکراسۍ کې هغه کسان هم د ژوند او کارکولو حق او امکان لري چې په دموکراسۍ عقیده مند نه دي.  ددې له پاره چې په یوه هیواد کې دموکراتیک نظام د دموکراسۍ په اصولو ښه وچلیږي، باید په کافی اندازه او د اړتیا سره سم دموکراتان او د دموکراسۍ طرفداران ولري چې د سیاست په تله کې یې وزن له غیر دموکراتانو زیات وي. د دموکراسۍ د ودې له پاره پرمختللې زیربنا، د هغې پر اساس را منځته شوې روبنا او لوړ ملی سیاسی شعور او ټولنیزې بیدارۍ ته اړتیا ده. د عیني شرایطو سربېره، د دموکراتانو روزنه، تنظیم او د هغوی د ظرفیتونو لوړول او په سیاسی مبارزه کې رهبري کول پخپله د مخکښو دموکراتانو او دموکراتیکو انستیتوتونو او سازمانونو دنده ده. دموکراسي په ټاکلو شرایطو کې د دموکراتانو په لاس او ځواک جوړیدای شی او دا بیا د غیر دموکراتیکو افکارو او اعمالو په وړاندې دوامدارې مجادلې او مقابلې ته اړتیا لري. غیر دموکراتان د دموکراتیک فعالیت له پاره شرایط نه جوړوی، بلکې په دموکراتانو د کار او فعالیت ډګر تنګوي. له غیر دموکراتانو څخه د دموکراسۍ د نه عملي کولو ګیله او شکایت سم او پر ځای نه دی او د دموکراسۍ او دموکراتانو درد نه دوا کوي.  د دموکراسۍ د عملی کولو له پاره باید پخپله دموکراتان فعال او عملاً لاس په کار شی او د موجودو عینی او ذهنی شرایطو سره سم په سنجول شوی تدبیر ګامونه پورته کړي. یوازې پر نورو انتقاد کول او پخپله د عملي سیاسي ډګره ځان لرې نیول د دموکراتیکو خوځښتونو د لازمې تقویې له پاره کافي نه دي.
نن په هیواد کې د قانونی لحاظه د سوله ایزو آزادو سیاسی فعالیتونو د سرته رسولو امکان شته. ډیرو کسانو د کرزي د حاکمیت په وخت کې په دولتی چارواکو او پخپله کرزی باندې په بر ملا توګه ډیرې نیوکې کړی دی، چې له دولت او امنیتی ارګانونو سره یې سندونه شته.  ځینو کسانو خو مخامخ په مجلسونو کې پخپله کرزي ته تر اندازې هم ډيرې تروې او تروشې خبرې کړې، خو د هیواد ولسمشر هغوی نه دی مجازات کړي.  همدا څه موده مخکې چې د قندُز ښار د طالبانو لاس ته ورغلی ؤ، ان د پارلمان وکیلانو د ولسمشرمحمد اشرف غنی پر ضد هر څه وویل، ځینې د دموکراسۍ له نورمالو پولو هم واوښتل او ولسمشر یې په ملي خیانت تورن کړ. ولسمشر هرڅه وزغمل او په شخصی عقده یې له کوم چا سره بد وضعیت ونه کړ او جزایی ور نکړه.  اوس نو راځئ چې فکر وکړو او له ځانه وپوښتو چې که داسې چلند له هر پخوانی ولس مشر یا پاچا سره شوی وای، د انتقاد  کوونکي او تهمت ویونکي سره به څه ډول چلند شوی وو؟
ددې پرتلې څخه زما هدف دادی چې د دموکراتیکې سوله ایزې سیاسی او اجتماعي مبارزې مینه والو ته زموږ د ټولنې اوسنی سیاسي نبض پوره څرګند شی او د دموکراسۍ پلویان ددې شرایطو څخه د ګټې پورته کولو له امله خپل فعالیتونه سریع او منسجم کړی، تر څو چې افغانی ټولنه د دموکراسۍ او هیواد د پرمختګ په لور بوزي.
البته د ترقي او پرشاتګ په مبارزه او د دموکراسۍ او دیکتاتورۍ په جدل کې ټکرونه شته، توطیې جوړیږي او ترور وجود لري، خو اوسنۍ دولت پخپل لاس او مستقیمه توګه د کوم چا د سیاسی سوله ایز فعالیت مخنیوی نه کوی او نه یې شي کولای. د سوله ایز سیاسی فعالیت په بهانه د مخالفینو د نیولو، بندی کولو او مجازات بېلګې په نشت حساب دي. په پایله کې ویلای شو چې د افغانستان په داخل کې د سیاسی فعالیت او ګوندونو د جوړولو له پاره آزادي ورکړل شوی ده. اوس نو د دموکراتانو او پرمختګ غوښتونکو ځواکونو په قوت او مهارت پورې اړه لري چې له دې شرایطو څرنګه ګټه پورته کولای شی، څنګه ځانونه د سیاست مرکز ته راوستلای، د ملت ترمنځ د مسلط سیاسی بهیر د بدیل په حیث مطرح کولای او په کوم هنر او شېوه له خپلو ملی ګټو په سوله ایزه توګه دفاع کولای او پر دیکتاتورانو ډګر تنګولای شي!
دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو، پراختیا او تکامل له پاره عملا او په جدي توګه لاس په کارشي، نه دا چې له غیر دموکراتو او ارتجاعي جګړه مارو د دموکراسۍ د نه پلی کولو په خاطر خپل وخت په نالښتونو او ګیلو تیر کړي  او یا په انفرادي او شخصی قهرمانیو باندی ویاړ او اکتفأ وکړي. دموکراسي د ګډ کار هنر دی او په دموکراتیکو اصولو سیاسی او ټولنیزه مبارزه د ټاکلو اهدافو د پلویانو کلکتیفی او جمعي کار دی. دموکراسي د هدف په لوري منډه کې د ټولو مینه والو د آزاد او داوطلبانه ګډون او هماهنګۍ فن دی. د نړۍ د هیوادونو تاریخ ثابته کړې ده چې د دموکراتیک نظام جوړول د دیکتاتوری هغه نه ډیر ستونزمن کاردی، ځکه چې ددې تعمیر د هرې خښتې په ایښودو کې باید د ټولنې د افرادو اراده او تصمیم نغښتی وي او دا دهیواد د آګاه، بیدارو، روشنفکرو او فداکارو غړو په زیار او زحمت جوړیږی. په افغانستان کې که دموکراتیک ځواکونه په رښتینی دموکراتیک شکل منسجم شی، په قوی ځواک بدلیدای شي. زموږ په هیواد کې دیکتاتوران او په شاتګ غوښتونکي قوی نه دی، بلکې د ترقي غوښتونکو دموکراتانو تشکُل ضعیف دی، بې پلانه دي او ډیر ځلې د حوادثو په لکۍ پسې روانیږي. دا به تاریخی لویه غلطي وی که د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه د هیواد روشنفکران او پرمختګ غوښتونکي ځواکونه له اوسنیو موجودو امکاناتو د هیواد د پرمختګ او د دموکراسۍ د تعمیم له پاره لازمه ګټه پورته نکړي.