د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر د ولس جانان

ښکلا غوټۍ 20.01.2016 12:22

دکمپاین په دوره کې به مو ډېر نوماندان لیدلي وي، چې له خلکو سره ډېرې  نزدې اړیکې پالي خو چې خپل مطلب یې پوره شي، څوکۍ او مقام ته ورسېږي، نو بیا په دوربین او ذره بین کې هم نه لیدل کېږي.  
زما ښه یاد دي چې ولسمشر غني د ټاکنیزو مبارزو په وخت کې سروبي ولسوالۍ ته تللی و، هغه مهال یې دا کار هسې یو نمایش راته ښکاره شو، خو له ولسمشر کېدو وروسته څو ولایتونو ته د ولسمشر له څو سفرونو او په ارګ او روغتونونو کې د عامو خلکو له لیدنو او د ناروغانو او ټپیانو د پوښتنې پرمهال  دا راته ثابته شوه، چې جمهور رئیس غني غواړي ولس جانان کړي او دی هم د ولس جانان شي.
جمهور رئیس غني د سعدي او رحمان بابا دا خبره بیا بیا تکراروي چې وايي حکومت ونه او ولس د دغې ونې رېښې دي، هغه وایي چې که د اونې کومه څانګه غوڅه شي، په ټوله ونه یې اغېز نه کېږي، خو که د ونې رېښه غوڅه شي، نو ونه کاواکه او وچېږي. ولسمشر تر بل هر څه ولس ته زیات ارزښت ورکوي او ځان هم د ولس خادم بولي.
د دې لپاره چې حکومت وکړای شي خپل ټول پلانونه عملي کړي د ولس باور ته تر بل هر څه ډېره اړتیا لري. او دا باور یوازې له دوی سره په نزدې کېدو تر لاسه کېدلی شي. ولسمشر غني د دې باور د لاسته راوړلو لپاره بیلابېل موثر کارونه وکړل.
د بېلګې په توګه د اختر په شپو کې عام بازار ته ولاړ، اختر یې د ښاروالۍ له کارکوونکو او یتمو ماشومانو سره په ګډه ولمانځه او تر ټولو مهم یې د ده ولایتي سفرونه و. خپله د خلکو منځ ته تلل د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدل د یوه صادقانه او فوق العاده کار هڅه ده
. بل تر ټولو ښه اغېز د دې سفرونو دا دی چې په ولایتونو کې حکومتي کارکوونکي په خپلو کارونو کې جدي او سنجیده کېږي، ځکه دوی پوهېږي یو څوک شته چې حساب به ترې غواړي او داسې یو څوک چې امکان لري د دوی تر ادارې ورپسې راشي.
کله چې همدا حکومتي کارکوونکي په هر ولایت کې په خپلو کارونو کې دقیق شي، نو ډاډه یم د خلکو باور به په حکومت زیات شي، د حکومت او ولس اړیکې به پیاوړې او غښتلې شي، د دوی تر منځ همغږي او خواخوږي به ډېره شي او د حکومت له لوري خلکو ته خدمت کول او د اسانتیاو برابرول به په مراتبو ښه بدلون وکړي.
هغه چې په خاورو کې درسره کېني، په ژبه دې وپوهېږي ډاډه اوسئ چې یوازې هغوی دي چې له کړاوونو مو ایستلي شي. که د ښاغلي ولسمشر دا هڅې دوام وکړي لیرې نه ده چې د سوځول شویو عکسونو په ایرو به بېرته د ده څېره نقاشي شي.
جمهوررئیس غني د خپلې واکمنۍ په تېرو څو میاشتو کې د ولس د باور د خپلولو او ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې دومره مهم ګامونه واخیستل چې تر ده وړاندې هیڅ ولسمشر نه وو اخیستي او د ولسمشر د ګامونو او اقداماتو ښېګڼه داده چې د اخلاص، صداقت ، مینې او ښه نېت له مخې دي. د دغو ګامونو او اقداماتو زیاتوالی او چټکوالی غواړو.