د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استخباراتي همکاري (طنز)

وحید الله اسلام 20.01.2016 11:19

استخباراتي همکاري!
(طنز)
د ګلمیر ماما دېره کې بیا سره د خبرونو د اوریدو دپاره راټول شوی وو. نن یې د خبرونو د سرلیکونو تر ویلو وروسته راډیو بنده کړه. ټولو د حیرانتیا په بڼه ګلمیر ماما ته وکتل. هغه هم دستي د غوږ لاندې ږیره وګروله او د خبریال سرلیک یې تکرار کړ: دولت وایې چې د استخباراتي همکارۍ په مرسته کولې شو د نورو د شومو پلانونو مخه ونیسو؛ خو د دې چارې دپاره کافي بودیجه پکار ده.
ګلمیر ماما په پسخند ورپسې زیاته کړه: د نورو مرستې درباندې بندې شوی، له داخلو منابعو کار نه شی اخیستی، خپل تولید لری نه، اوس نو د دې کار له پاره درته بودیجه له کومه کړو؟
بابا مې، چې تل یې په سیاسي بحثونو کې د دولت پلویتوب کړی وویل: رښتیا خو ځکه وایې چې د بل هیواد په سیاستونو پوهیدل او بیا د هغې مخنیوي خورا ستونزمن کار ده. دولت به دومره پیسی له کومه کړي چې د بل هیواد یو لوړ پوړې چارواکی د خپل هیواد په ګټه وکاروي. نور هیوادونه په خپلو کلیدي کارمندانو خورا مصرف کوي چې د نورو پیسو ته اړتیا نه لري. تاسو ځان سره فکر وکړئ، وزارتونه د غرمې د ډوډۍ پیسې نه لري او تاسو ترې د دې کار تمه کوئ.
د بابا او ګلمیر ماما بحث خورا اوږد شو دواړو یو د بل په وړاندې سره دلایل ویل. د دواړو خبرې مو تاییدولی خو حل لاره تر پایه چا ونه ویله. د پاچا صیب د اوبو وار وو، هغه غوښتل له دیرې لاړ شي. ما ور غږ کړ چې حل لاره به ته وایی. پاچا صیب لکه زما خبرې ته چې په تمه وي. دستي بیرته کیناست. خپل زوی یې په کار پسې ولیږه او خپله شروع شو: ای! له ما سره یې ښه لاره د پیریانو ده، ځکه په دې خو مو ډیر ماغزه وخوړل چې له انسانانو خو کار نه شو اخیستی. د دولت په لوړو چوکیو باندی باید پیریاني انسانان وګمارل شي، یعني داسې خلک چې پیریان ورسره ملګري وي، ترڅو هغه د خپلو پيریانو په واسطه د نورو هیوادونو د انسانانو شومي دسیسي کشف او زموږ تر چارواکو راورسوي. دا ځکه چې پیریان هره خوا تلی شي او د هر چا خبری هم اوریدلی شی. هغه همدومره وویل نور چوپ شو. دا لومړنی ځل وو چې بابا او ګلمیر ماما سره په یوه خبره سلا شول، دواړو وویل دا خبره بیخی د کار خبره ده. پاچا صیب بیا شروع وکړه: زه د پیریانو په اړه ډیر پوهیږم، هغوئ هم زموږ په څیر مسلمانان او کافر لري، په دوی کې هم مسلمانان د کافرو د دسیسو او جنجالونو نه دي خلاص. که موږ مسلمان پیریان وګمارو نو خورا صداقت به کوي. دوی له معاش او مصرف پرته درسره د الله په رضا کار کوي.د سیمي د هیوادونو سیاستونه لا څه چې د نورو وچو هیوادونه لا درته مهار کړم. پیریان ډیر لایق او تکړه خلک لري، په دوې کې ځینې په ډیرو ژبو پوهیږي.
پاچا صیب نورې ډیرې ګټې هم وویلی خو زما ورته ځکه پام نه وو چې بل چورت اخیستی وم، یوازې مې د هغه وروستیۍ جملې ته پام وو. دا چې د پیریانې جاسوس له خبرو او معلوماتو به وزیران او دولتي چارواکي څنګه خبریږي نو دا لاره هم معلومه ده، ویې ویل: له دې سره به یوه ډله پاچا صاحبانو او میاګانو ته به په دولتي چوکاټ کې د کار زمینه مساعده شي او د مشاورینو په نوم د چارواکو ترڅنګ ناست وي ترڅو د ورځې په یوه معلوم ساعت کې پرې پیریان را حاضر کړي او د هغوی له معلوماتو په علني توګه ګټه واخلي.