د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه هغه ننګرهار وم

شیرشاه تسل 19.01.2016 16:26

داخو ټولو ته معلومه ده چې زه هغه ننګرهار وم چې خلکو ماته ننګرهار همیشه بهار د ګلو ښار  د علم ادب او سولې کورویل زما په غیږ کې پوهان ، عالمان ، ادیبان ، فیلسوفان ، او روښانفکران روزل کیدل زما اوبه خاوره اب هوا به په خلکو کې  شور ا ومستي راوسته زما بچی به په نورو ولایتونو کې د خلکو په خدمت کې ول هغوی به دوطن څخه په هره  برخه د هیواد کې د سر په قیمت دفاع کوله خلکو ته به یې ښوونه اوروزنه ورکوله خلک به یې  انسانیت ته رابلل  د افراطیت کلک دښمنان  او د سولې او ترقې کلک مدافعین ول زما حاصلات به په خارج او داخل کې غوغا جوړه کړی وه بلاخره زما یوي برخې ته  د وړې امریکا لقب ورکړل شو چې دا افتخار  دیوي سیمې نه بلکې د ټول ننګرهار ویاړ او افتخار وه کله به چې د ولایاتو نه خلک ننګرهار ته د سپرلي په موسم کې داخل شول نوزما د نارنج بوی به نشه ورباندې راوسته زه هغه ننګرهار وم چې د هیواد د ازادۍ اتل غازی امان الله خان زما په غیږ کې پریوت او داسیمه یې د خپل ابدي خوابګاه انتخاب کړه همدارنګه خان عبدالغفارخان د عدم تشدد پلارهم ددې سیمې ښکلاګانې حیري نه کړې او دا سیمه یې خپل ابدي کور انتخاب کړه دې سیمې د ملنګ جان ، خادم ، رشتین ، موسی شفیق ، او داسې نورو په شان د ادب او سیاست بلبلان درلودل دانوم ماته هڅي نه وه راکړل شوی ما په خپل غیږ کې داسې ستر اشخاص درولودل دا اشخاص یواځې د ننګرهار لپاره نه بلکې د ټول هیواد لپاره افتخار وه  د هیواد نوم اونښان یې په ټوله نړۍ او سیمه کې روښانه ساتلې وه په ماکې موجود تاریخې ابدات زما دمیړانې، سرښندنې ، اتلولۍ اومبارزو ښکارندوې ده ه هیڅ غلیم او پردې پال ته مې په خپل غیږ کې ځای نده ورکړی دوی ته مې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی ده زما بچېان داسې نه ول دوی به همیشه نور ته دسولې درس ورکوه دوی سوله اوعلم غوښتونکې خلک ول داچې ولې نظر شوم او دې حالت ته ورسیدم دایو څو علتونه لري هغه داچې زه یو بدبخته او شیطان ملګری څنګ کې لرم داملګری ماسره په ظاهر کې ملګرتوب کوي خو شاته مې په سپیړه وهې زما داملګری ډیر نمک حرام ده نمک مې خوري او بیا وروسته نمکدانې مې په لغته وهې ددې ملګري د لاسه زما لکونو خویندې ،میندې، ورونه او ځوانان شهیدان شول ماشومان مې یتیمان شول میندي مې بوري شوی او پلرونه مې بې اولاده شول خوددې ظالم ملګری مې زړه یخ نه شو زه میلمه دوست یم دهرې سیمې میلمه قبلوم او خدمت یې کوم او زما غیږ د ټولو میلمنو په مخ خلاصه ده ولې دې دوست او میلمه زما د زحمت قدردانۍ ونکړ او زه یې هر وخت د سرو وینو په لمبو کې سوځولې یم دې ملګرې زما د سیاسري تورسرې خور مور پلار ملا مسجد مکتب کلینک حجرې د هیڅ شې پروا ېې ونه ساتله زه دا درې لسیزې ددې ملګري دلاسه وژل کیږم ټپې کیږم  دې ناځوانه ملګري ما څخه هر څه اخیستې یواځې سکلیټ پاتې یم چې دا ملګری مې تاسو ټول پیژنې کور ېې زما د کور جنوب ته موقعیت لري خوزه یواځې د ملګري د لاسه دې حد ته نه یم رسیدلې بلکې زما ځینې بچیان هم زما د ملګري او ګاونډي سره لاس یو کړی دوی غولیدلې دي ددوي سترګې یې په یو څو روپیو پټې کړې دي دوی ته مادیات د معنویات بهتره ښکاري دوی همیشه د خپل ځان د ژوندې پاتې کیدلو لپاره د نورو ژوند اخیستې دوی اوس د ډالرو ، کورونو او زر خاوندان دې خو دوی نه پوهیږي چې ددې مستې عمر محدود وې او د هغه څه تباهۍ ته چې دوی ملا تړلې او هڅه کوي چې ددښمن د خوشحاله کولو لپاره دا هستي نابود کړي داددوی او ددوی د اولادونو تاریخې ویاړونه او افتخارات دي زړه مې ډیر ډک ده چې ډیر څه ووایم خو وخت راته اجازه نه راکوي هغه پښتو کې یوه معقوله ده چې ( هوښیار ته اشاره کم عقل ته کوتک ) خو په اخر کې وایم چې خدای د زما ملګري او غولیدلې بچیانو ته د نیکی هدایت وکړي او که د هدایت وړ نه وي الله تعالی د تباه او برباد کړي او مونږ د ددوی د شر څخه خلاص کړي .